د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته تاريخ څه وليکي

رفيع الله آرمان 16.05.2016 10:46

نړۍ،زمانې او پيړيو د بيړې ګامونه اچوتول لکه کور ته په تياره ماښام کې روان بوډا چې د شپې د خوريدو ويرې پسې اخيستی وي اوپه څو،څو ځله يې د دروازې د ورکيدو کيسه په ياد وي.تاريخ دنړۍ ديوه هيواد په کونج کې دخپلو يادښتونو کتابچه غوړلې، يوه کرښه په بار،بار ليکي او ورانوي،لږ چورتي شي لکه ګوتې يې چې د قلم پورته کولو وسه نه لري، خو مجبور شي وليکي، نن يوه مور، نه نه، رښتيا يوه نه بلکه سلګونه ميندې خپل زوی دنورو کشرانو او مشرانو وروڼو سرته کينولې. تاريخ په فکر کې ولاړ شي سا يې لنډه شي،غوني يې زيږه شي لکه له ده نه چې سحوه شوي وي، په خپله حافظه زور راوړي د يادښت کتابچه يې لا مخ ته غوړيدلې پرته وي، دتازه ليکل شو کرښو رنګ لا نه وي وچ شوی خو... خو څنګه وليکي چې زوی دخپلې مور د زړه مراندې پرې کړې،څنګه وليکي چې يو ویشتمه پيړۍ ده او لا هم خلک مور ته د وينو تحفه ورکوي. وړاندې دتاريخ په يوه بله پاڼه کې څوکرښې وې. ليکلي و، په سړک د موټروګڼه،ګڼه وه ټول يو بل پسې په ليکه ولاړو، په څلور لاره کې څه پيښه شوې وه، چاودنه نه وه،څوک موټر هم نه وو وهلي، دخلکو سترګې له وارخطايی رډې نه وې راختلې، ټول آرامه ډاډمن ښکاريدل، دلته د يوې هيلۍ بچی د ويالي په اوسپيیزو پنجرو کې نښتی و، اوبو راوړی و،مور يې دسړک په سر وارخطا منډې وهلې، خلک ځکه ډاډه او آرامه ولاړو چې ترافيکو سړک بند کړی و د هيلی بچی يې د ژورو اوبوڅخه را ايستل نور واړه، واړه دهيلۍ بچي له خلکو،نه ويريدل دخپل همزولي د را خلاصون چيغو يې د لارې خلک ځان ته درولي و.
خو دلته څه دي، دلته درز شي، د سوغوښوبوی شي،د ونو له څانګوڅخه مړې غوښې را ولويږي، نه نه له آسمان څخه نه رالويږي آسمان ته خپل ورور خيژولي وي، دبم پارچو هسکې کړې وي، دلته جادې او څلور لارې سوځيدلو موټرو او پرتو جسدونو بندې کړې وي، دلته مور ته د هغه د زوی دبدن نيمه برخه په توره خلطه کې دشهادت په نامه ډالۍ ورکول کيږي. دلته تاريخ څه وليکي؟