د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واټنونه

قاضی نجیب الله جامع 15.05.2016 11:27

کله چی ریګن واک ته ورسیدی ستره ژمنه یې له امریکایی ولس سره د کړنو په بهیر کښې رڼوالی او جدیت ولو، مهاتیر محمد هغه مهال د سلګوني مالیزیایی ملت د باور او تاریخی درنښت وړ شو چی مالیزیا یې د اقتصادی ماتی او پوره وړتوب څخه د نړی یو له ⑧ ځواکمنو او اغیزمنو قطبونو په ثابت کتار کښې ودرولو.
״ لی کوان یو״ په کال ۱۹۵۹ هغه مهال چی سنګاپور د کورنی قومی، مذهبی او مافیایی جګړو او نفاقونو په اور کښې راښکیل ولو، لومړی وزیر شو هغه چی خپلو باوری شعارونو او ايډیاوو ته ژمنتوب یی د دې سبب شو تر څو نه یوازی نوموړی ۳۱ کاله لومړی وزیر پاتي شي بلکه ترڅنګ یې له طبعي زیرمو او الهی«ج» اکثریته نعماتو بی برخي سنګاپور د سیمی او نړۍ د ژوندي اقتصادي څلور لاري وګرزاوه.
دا ډول اردوګان هغه مهال د یوه پاشلي څو ملیارډي امت د یادونو او مړاو منزوي هیلو د ستایني او درنښت لایق شو چی هغه افکارو، شعارونو او معتقداتو ته چه ژمن وو او په اړوند یې د فرانسوی د هغه محجبه مسلماني خور له هویتي پړونی پر مبارزې پیل وکړل د چین او میانمار د مظلومو او بی وزلو غږ یې د جابرې نړۍ د باطلو لښکرو پر مخ کښې په عظمت راوستل او د سوریه، عراق، مصر او د زړه ټوټه اسلامی فلسطین پر وینو، بی عدالتیو او جنایاتو محکوم ملتونو مساله یې د خپل بهرنی سیاست د نه معاملې او نه تحمل پر سرو او پر لومړیتوب ولاړو موخو کښې راوستل..
” مګر او اما دلته هغوی چی ولس ورته د هیڅ نسب او حسب په تبعیض رایه ورکړه، ګوتی یی د خپل حق د سالمی او وړ کارونې په لار کښې له لاسه ورکړی او په ټوله کې یو عالم حقه هیلی، ریښتینی په معقول او وجدانی تطهیر ولاړو اصلاحاتو په موخه چي د حاکمو ټولنیزو طبقاتی توپیری چلندونو، سیاسی بی عدالتیو او مظالمو پایته رسول دی پر څه یی قدردانی او لمانځنه وشوه او کومو هیلو او خیالاتو یی د عمل جامه پر تن کړه “.
دغه او دیته ورته پوښتنی او تریخ حقایق که څه هم د معاصری نړۍ او سیاسی ټولنیزو مطالعاتو او تاریخی شننو پر برخه کې شاید ډیرو  او په خاصه توګه هغوی ته عجیب او نادر معلوم شی چی رنساس یی خلق کړل او پاپان یی د وروستی باچا په ګردو اعدام کړل او ولسمشران یی د طبیعی غیری ارادی توپانی بادونو او سېلیو د نه کنټرول په وجه هم استفعا ورکوي او ځان د قانون څخه په مطابعت او درنښت خپله محکمو ته سپاری دلته یی ډول بدل دی.
کله چی د ۱۳۹۳ کال ټاکني او انتخاباتی منډی، ترړی په وروستي شور او جوش سره روانی ولي د ټاکنیزو مبارزاتو په لړ کي د اوسنی ګډ حکومت مشرانو او په ځانګړی ډول په دوی کی د محض اصطلاحاتو کارونکی او په شعاری ویناوو مشهور ولسمشر غنی داسی مباحث مطرح کړل چی د افغان ټولن پیژندونکی عاطفی او احساسی هیلو څخه په غلطې ګټنی د ولسی ملاتړ او سیاسی واک ګدۍ ته ځان ورسوی د هغه څه چی مونږ یی دلته تعبیر د( واټنونو ) پر عنوان ږدو ژمنی مطرح کړی..

دا مباحث که څه هم له تاریخی پلوه د ټولنیز ټیکاو او د سیاسی واکمنۍ د دوام او پایښت سبب ګرزي ځکه زمونږ د سیاسی واکمنو د زوال حتمي علت په تیر څه کمی یوه پیړۍ کي د اقتصادی او جغرافیایی مشکلاتو تر څنګ اصلًا سیاسی او ټولنیز علت لری.
ځکه دلته مونږ هیڅکله کومه داسی پیښه د سیاسي بدلونونو په برخه کشي په یاد نه لرو.چی سبب یې اقتصادی ناورینونه او بی ثباتی بلل شوی وي ولی د سیاسی او ټولنیزو مباحثو په لړ کي وینو چی د امان الله خان، داود خان او کمونیسټی رژیمونو د زوال اصلی ټکې همدغه د ټولني د حساس، ستر او د ټولنې له متن څخه د لارښود قشر چی تل یی د ټولنیزې همغږي او سیاسي بیداري په برخه کې د ولس سره په لوړو او ژورو خوښو او نا خوښو کي مل او نږدې پاتي شوي همدغه د ټولني معتمده برخه یعنی علماء او دینی رهبران وو.
دغه د واټني شعارونه پالیسی لکه د ارګ او منبر د مسجد، مدرسی او مکتب تر منځ د واټنونو کمول که څه هم ایده او فکری تصور یې د ستاینی وړ دی ولی د عمل په ډګر کښې د دی برعکس اعمال او اشتباهی ضد کړني د دې ښودنه کړي چي سیاسي واکمنه طبقه د ولس له تاریخي هیلو او د مسایلو له ژور حل سره نه یوازی علاقه نه لری بلکه غواړی د ( انزوا او انحطاط ) د غولونې له مهمي اسټراټژي څخه په استفادې د خپل مشروعیت او بقا ناروا دوام ته ددغه ډول مباحثو تر چتر لاندې د تحقق زمینې برابری کړی.
د بیلګه په ډول کله چی ولسمشر د ارګ او منبر یا مدرسې او مکتب ترمنځ د رقابت او ټکر پر ځای د همکاری او نږدیوالی خبره کړی، د ځمکني عمل او واقعاتو په برخه کښې باید د مدرسې زدکړیال او د منبر ویناوال پردې قانع او وپوهیږی چی د مکتب او ارګ سره د هغه بیلتون رامنځته کونکو واټنونو څخه چی اوس د اعتدال او همکاری په بحث کښې مطرح شوی څه مادی او معنوی وجایب، مسولیتونه او ګټه یی ورته متوجې دی.
د مثال په ډول د مسجد د امام میاشتنی حق د یوه حقوقی او اداري مشاور په پرتله له مادی او سیاسی اړخه چي د کاري تخصص امانتي تقوا او فردي وجاهت په برخه که هم پرې لومړیتوب لري. څومره وزیران، معینان، لوی ریسان، والیان، ولسوالان د پوهنتونونو ریسان او له هیواده بهر د سیاسی استازولیو مشران ملایان او پر دینی زدکړو سمبال شخصیتونه ګمارل شوی دی یا د مدرسو او مساجدو پر برخه کښې د عصری علومو او فنونو په پرتله څومره د اسلامی تحقیقاتو میلیون ډالری علمی مراکز، پوهنتونونو، معیاری مدرسی او د عبادت له پاره د سالم چاپیریال د رامنځته کولو پر موخه مساجد او جامع جوماتونه تاسیس شوی دی.
” ولی د واقعیت او عمل په ډګر کښې  ولسمشر غنی نه یوازی چی ددغه ډول تاریخی مسایلو او پر لومړیتوب ولاړو شعارونو په اړه د موجودو بی عدالتیو او خنډونو پر راکمولو کښې کوټلی او لومړنی ګامونه نه دی پورته کړی بلکه د ګډ حکومت د متناقضې رهبری لائیک اصلاحات او په ډموکراټیک افراط او تکفیر ولاړی کړنې یې د ناټو د سوټي په زور د دې عامل شوي چی دا واټنونه د قوت او لا بیلتون واله  پاتی کیدو تر څنګ د حکومت ضد نوي ذهنیتونه هم  رامنځته کړی “.
لکه ددغه واټن څخه ډک خندونکي بیلتون څرګنده بیلګه یوه هم شاید د مسجد او منبر د امام او خطیب د میاشتنی معاش پرتلنه وي، د بیلګي په ډول یو تن هنرمند یا په عامه اصطلاح «ډم» ته د کلتور وزرات د بهرنیو سیکولارایزیشن موسیساتو بغیر رسمی معاش تر ۱۵۰۰۰ زره افغانیو پورته کیږی، ولی د یوه امام او خطیب معاش چی د یو ملت پالنه د زیږون له لومړی ورځي په تربیتی او فکری کچه کوی د حج او اوقاف وزارت له لوری تر دری زره افغانی زیاتې نه ورکول کیږی.
لدېنه ور اخوا د شیطاني انګازو ممثلین او د فکري جګړې پرمخ وړونکي او د پردیو د وراداتي ایډیالوژیو لیږدونکیو ته د هر ډول نقد، بهتان تړلو، پروپاګندو او اسلام ضد افکارو د نشر او خپراوي پوره او هر اړخیزه د هیڅ ډول قانونی او شرعی اصولو او اخلاقیاتو د پابندتیا د بیان او فعالیت اجازه شته ولی  د قران، نبوی حدیثو او شرعی علومو متخصیصنو ته پر دولت د سالم نقد او د وړ او معقول نقد څه چی د قرانی نصوصو د تفسیر حق هم نشته، هغه چی د دی ژوندي او نږدې بیلګه د حج او اوقافو وزارت له لوری د مساجدو د رسمی کولود چټکی لړۍ ترڅنګ یې لکه د کمونیسټی رژیم  د دخطیبانو پر سالم بیان هم د څار او لائیک طبیعته بندیزونو خبرداری ورکړی یعنی مخکښې لدینه چی لکه نور مدنی بنسټونه او سیاسی احزاب خطیبان او د مساجدو منابیر   د ولس تاریخی غږ او د صلاحیت وړ امر بالعمعروف او نهی عن المنکر اداري او اوسیږی او د دی له رسالته ډک تکلیف په پورته کولو کې ورسره حکومت مرسته وکړي او د حج اوقافو وزارت د یو ښه همغږي قانوني دنده ترسره کړي د بیان او ازادي په لار کښې قیود او حدود ټاکي او حتا پر بعضی مواردو کښي  خو لکه د کابل پوهنتون امام او یا د ننګرهار د اسلامی علومو  د زدکړیالانو د امنیتی ادارو له لوری نیول کیږی، ګواښونه ورته کیږی او حتا د زدکړو له حقه د هغوی د بی برخه کولو کوښښونه شوی.
اوس د بحث د راټولولو پر ډول او داچی زما موخه د یوه ژمن، رسالت پاله او مصلح افغان پر ډول پرته د خیر، مننی او سالم ولی معقول پر افغانی او اسلامی ارزښتونو د ولاړ بدلون رامنځته کولو څخه بل څه نه دی، غواړم پر صراحت د کلمې او جدیت د وجدان پر وروستی ریښتنیوالي سره دا په ډاګه ووایم، چی د ګډ حکومت مسلسلي او د تکراري اشتباهاتو څخه ډکې کړني  هغه هم د ښکاره سپین سترګي او استبدادي چلند څخه به نه یوازي چی موجود واټنونه راکم نه کړای شي، بلکه پر تضادونو بنا نویو  بیلتونونو ته به هم زمینی مساعدې او چاغې کړي او دابه د سیاسي واکواله د تاریخي زوال نوی پیل وي.

په
درنښت