د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې وسه بډای (غني)

محمدحسن حقیار 15.05.2016 14:20

په لندن کې د اداري فسادپرضد په نړیوال کنفرانس کې دډاکټر محمداشرف غني د ګډون پر مهال درې پېښو دمعمول پرخلاف دې سفر ته هم دنړیوالو او هم دافغانانو پام ورواړوه لومړۍ پېښه لندن ته داشرف غني دسفر پرمهال دده په اړه د بريتانيا لومړي وزير ډيويډ کیمرون څءګندونې وې .هغه ديوې مېلمستيا په جريان کې د ياد هېواد ملکې ته په خطاب کې، افغانستان او نايجيريا دواړه "په حيرانوونکې بڼه" فاسد هېوادونه بللي او د کنايې او ریشخندپه بڼه يې وويل چې( له بده مرغه ) بريتانيا به دځينوترټولوفاسدوهېوادونودمشرانو کوربه وي. http://www.pajhwok.com/ .
بله پېښه په لندن کې د اداري فسادپرضد په نړیوال سیمینار کې دغني له ګډون سره هممهاله د هغه پر ضد روان لاریونو نه وچې لاريون کوونکيو له ځان سره د فساد او دنوموړي پر ضد شعارونه لېږدول او هغه یې په افغانستان کې د فساد، اقتصادي ضعف، بې کارۍ او نا امنۍ مسوول باله.
دوی ویل چې غني په داسې حال کې د فساد پر ضدنړیواله ناسته کې ګډون کوي چې هم خپله او هم یې حکومت تر ستوني په فساد کې ډوب دی.
لاریون والو ، پر غني توندى نيوکې کولې او (غل حکومت ،غل غنى ) شعارونه يي ورکول دوی پریوه ستر بينر ليکلي و چې مونږ د افغانستان د غلو د حکومت مشر ته ښه راغلاست وايو.
دریم ، غونډې ته دویناپرمهال د هزاره نژاد اړوند څلورتنوافغانی الاصله برتانویانو لخوا هغه ته سپکاوی او سپکې سپورې او د ده د ویناپر مهال دده دساتونکیو اویو تن هزاره ګډونوال ترمنځ اخ وډب و.
http://www.nunn.asia/
دا لومړی ځل ندی چې ارګ مشر غني په یوه لویه غونډه کې مخامخ توهینیږي بلکې تر دې وړاندې په همدې نږدې ماضي کې په کندهار کې هم په یوه لویه غونډه کې توهین شو اودده پر وړاندې دده دتشریفاتو رییس اودکندهاردولایتي شوری رییس یوبل وډبول . http://kokchapress.com
دغويي پر اتمه یې هم د ډاکټرصاحب فاروق اعظم لخوا دسپينو ویناووپه اورېدلو ټکان وخوړ خو دالومړی ځل وو چې دهغه چا لخوا چې دده پيرزوینه پرې ترهرچاډېره ده ،په پردي ملک کې دڅلوېښتو هیوادونو دمشرانو او نړیوالو رسنیوپه حضور کې سپکېږي .
له شک پرته هرملت ځان ته ملي غرور او ملي ارزښتونه لري او کله یې چې دا ارزښتونه او غرور له کوم تقصیرپرته توهینېږي نو ملي احساسات ټپي کېږي اوملت پرې دردېږي افغانان هم له دې اصل څخه مستثنی ندي .
د اشرف غني ددې سپکاوي ظاهري فرضیه داده : (( هغه دافغانستان ولسمشر دی او کله چې نوموړی بهر دیو رسمي سفر په ترڅ کې د لسګونو هیوادونو داستازو او مشرانو پر وړاندې دیو افغان هزاره لخوا توهینېږي نو افغانان پرې دردېږي او غبرګون ښيي ))
خو راځئ وګورو چې آیا داکار دهیلو خلاف وواو که نه او دې کار او داسې بې ځایه جرئتونو ته زمینه چابرابره کړې ده ؟ زما برداشت خو دادی چې دکورنیو لاملونو ترڅنګ په دې ټولو سپکاویوکې دبرتانویانو لاس هم شته دی ، لومړی دلیل خودادی چې هېڅ شخصي او ديپلوماتیک اخلاق دا نه ایجابوي چې کله دیو هیواد ولسمشر د کوم بل هیواد میلمه کېږي نو کوربه هیواد دې دمیلمه له رسېدلو یوه ورځ وړاندې پر هغه تورونه ولګوي او ریشخند او پوزخند دې پرې وکړي .
ددیوید کیمرون لخوا پر غني تورونه او دهغه توهینول دهغه شخصي نه ، بلکې رسمي دریځ دی او دا هم د دې لپاره چې غني نور هم ذلیل ، غرور یې مات او هغوی ته لا هم خجالت او محتاج شي.
دابه ومنو چې که دبرتانیې خوښه نه وای نو په لندن کې دغني د ویناپرمهال داجرئت چا نشوکولی چې دهغه پرضد شعارونه ورکړي ، هغه افغاني الاصله بریتانوي هزاره چې پر ولسمشریې سترګې رابرګې کړلې له څلورو تنو ملګرو سره چا دومره مهمې غونډې ته راوباله .
ددې سپکاویو په عواملو کې کورني دلایل هم له پامه نشو غورځولی یو خو ټول ملت له حکومت څخه نهیلی دی او دا حکومت لکه څنګه چې واقعیت هم دی دافغانانو نه ، بلکې دجان کیری بولي بل داچې غني هم دڅوکۍ دساتلو لپاره دخپل سلف ناخلف ( کرزي ) په څېر په څوکۍ اوپه ارګ کې دپاتې کېدلو لپاره له زورواکو او لجوجوسره هرډول سازش کوي ، باج ورکوي او رکوع او سجدې ورته کوي، هغه، دخپلو د رټلو او دپردیو دخپلولو په سیالۍ کې تر کرزي هم وړاندې لاړه . ټلوالې ته دتملق لپاره دوژل شوي مسعود احترام ته دهغه قبر ته پنجشیر ته ورغی ،سره له دې چې احمدضیا مسعود دده حکومت مشروع نه بولي اوپرضد یې په تخار، مزاراو پنجشیرکې خپل پلویان وسلوال پاڅون ته راهڅوي او سره له دې چې استاد عطاءپه ښکاره وايي غني، جان کیری راوستی او زه یې نه د ولسمشر په توګه پيژنم او نه ما له دندې لېرې کولی شي او سره له دې چې ښه پوهېږي سرور دانش هغه مهال چې دلوړو زده کړو وزیر و له نورو قومونو اوپه ځانګړې توګه له پښتنو سره څه وکړل او اوس هم یواځې دچالپاره کار کوي اوسره له دې چې دمحقق ،خلیلي، دوستم او نورو په بهرنیو اوکورنیو تړاوونو ، کړنو اوموخوښه پوهېږي بیا هم ددې پرځای چې دملي خاینینو اوهیواد ضدعناصروپه توګه یې محاکمه کړي هغوی ته امتیازات او لوړپوستونه ورکوي او عذر او ننواتې ورته کوي .
دپښتنوپرسرونو میخ ټک وهونکي او دمړو نڅوونکي (عبدالعلي مزاري ) ته دملي وحدت دشهید نوم ورکوي . همدا اوس چې څوتنو قومي سوداګرو دتوتاپ ملي پروژه یرغمل کړې نو غني دملي او منطقي غبرګون پرځای هغوی ته عذر کوي او لاهم جرئت ورکوي .زه نه وایم چې هزاره ګان دبرېښنا مستحق ندي . ولې نه بلکل هغوی هم مستحق دي خو داسې نه چې خپلو شیش محلونو ته درڼا راوستلوپه موخه دنورو جونګړو ته اور ورته کړي
دهمدوی په لمسون هره ورځ لسګونه پښتانه مشران وژل کېږي دغني چورت هم پرې خراب نه وي ، دکندوز پر ملکي روغتون دامریکایانو په بمبارکې ۵۰ تنه ډاکټران او بې ګناه ملکي وکړي ووژل شول خوغني دامریکا هغه راپورچې خپل بمبار او ددې خلکووژنه یې پکې سمه بللې اوتوجیه کړې وه تایید کړ
په خوست کې امریکایانو لسګونه مخور او سپین ږیري ووژل خو ده یې آن دغندنې جرئت هم ونکړ خو کله چې طالبان پر هغه استخباراتي مرکز چې ددوی او ټولو پښتنوپرضد دسیسې جوړوي او تعذیبوي یې او غوڅ شمېر کارکوونکي یې په یوقوم پورې اړه لري حمله کوي نو غني بیا دهمدوی پرغوښتنه لس کاله پخوا اسیرشوي طالبانو ته منسوب کسان اعداموي . سره له دې چې زه دهربې ګناه افغان که هغه په هرقوم او خېل پورې مربوط وي پر وژنه دردېدم خو دا هم انصاف ندی چې دبل قوم دخوښۍ لپاره دې دخپل قوم اسیران ووژل شي .
دولسي جرګې غړي بهزاد اروپا ته دغني له سفر دمخه لاویلي و چې موږ به ولسمشر په اروپاکې استیضاح کړو دادی نه یواځې استیضاح بلکې په نړیواله کچه یې استهزاء هم کړ.
کله چې لجوج خلک پوه شي چې ددوی سرتمبګي ځای نیسي او ددوی هربې ځایه ټینګارګټه کوي نو طبعي ده چې دوام ورکوي او هېڅ حد هم ورته نه ږدي او دهرې غوښتنې له منلو وروسته بله غوښتنه رامخ ته کوي نو په داسې شرائطو کې بیا جرئت او سپین سترګي هم ډېره شي او خبره دې حد ته ورسېږي چې غني ته مخامخ دروغجن ، ټګ او فاسد وویل شي زه نه وایم چې غني دروغجن ټګ او فاسد ندی دغني پر دروغو، ټګۍ او فساد تر هزاره ورونو موږ ډېر خبر یو اوددې منفي عاداتو زیان یې هم موږ ته ډېر رارسېدلی دی خو حقیقت دادی چې غني داټګي او چل له پښتانه سره ډېرکړی ، دروغ یې له پښتانه سره ډېر ویلي ، فساد یې هم د دوی په حق کې ډېرکړی دی او هزاره، تاجکو او نورو ورونو ته یې له حق او حدڅخه ډېر امتیاز ورکړی دی .زه هغو پښتنو لیکوالواو دنظر خاوندانو ته چې په لندن کې ددې هزاره پردې کار خفه دي او داکار دپښتون ولسمشر سپکاوی بولي غږ کوم چې تاسوپه کوم ضمیر او وجدان له دې تش په نوم پښتون مشرڅخه دفاع کوئ هماغه پښتون مشر چې د وفي الله افتخارپه څېر ځوان پښتون دایسا له ریاست څخه منفکوي https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=809285165821612&id=433505623399570
اوپرځای یې د تعصب پر ویروس اخته هزاره قربان علي راولي او قربان علي حقجو بیا دخپل (حق پلټنې) کمپاین په ترڅ کې په یو مکتوب له ۱۳۳ډېر متخصص ، کارپوهه او وړ پښتانه ځوانان له دندو دهمدې غني په منظورۍ منفکوي اوحکومت بیا ددوی دوه میاشتیني احتجاج ته دتوت ارزښت هم نه ورکوي . http://afghanpaper.com/nbody.php?id=102245
په کوم دلیل له هغه چاڅخه دفاع کوئ چې له چونګښويې ښاماران جوړ کړل او نن ترنورو وړاندې پخپله هم دی چیچي . آیا پښتون ولسمشرهمداوي چې په کانتینرونو کې ددولس زره پښتنو وژونکی خپل مرستیال کړي ، که هغه چې دپښتون پرسر میخ ټک وهونکی ته دملي وحدت د شهیدلقب اعزاز کړي http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2016/03/160312_k02-ghani-marzari
او که هغه چې همدا څوورځې وړاندې یې په پاچاهۍ کې دوه سوه مسافر پښتانه په پروان کې دترورستانوپه نوم له موټرو راښکته او ترنن ورځ یې برخلیک معلوم ندی ، که هغه چې دخپل کمپاین دنورو قومونو اړوندملګروته یې وزارتونه ورکړل او پښتنومشرانو ته یې په تونده لهجه وویل چې ارګ مو وګټه او دا مو ګډ ارمان و نور نوماپرېږدئ او رانه ځئ : (( په دې واده کې زه زوم وم او تاسو ناوې ماته راوړه نور نو رانه څه غواړئ ایا ناوې راسره نیموئ ؟؟)).
که هغه پښتون چې پر ډاکټر فاروق اعظم چې سمه خبر او نصیحت ورته کوي غوسه کوي http://video.genfb.c خو استاد عطاء یې چې ښکنځي ورته خاندي .
که هغه پښتون چې ارګ ورته پښتنوپه خپلووینو ونیوه او نن یې پکې ځای نشته دی ، که هغه پښتون چې په پاچاهۍ کې یې داستخباراتو ریاست خپلو مامورینو ته رسمي مکتوب لېږي چې پښتو ویل او لیکل منع دي ؛ که هغه پښتون چې په پاچاهۍ کې یې یواځې دبګرام او څرخي پله په زندانونو کې لوحې پر پښتولیکل شوي دي ، که هغه پښتون چې د ویناوو پښتو برخه یې پنځه ویشت سلنه جوړوي خو له احمدضیا مسعود ،خلیلي ، محقق ،دوستم اوعطاڅخه چا پښتو اورېدلې هم نده . که هغه چې ارګ ته دننوتلو په دوهمه ورځ یې له ځانه هغه تخلص (احمدزی) هم لیرې کړ دکوم تخلص له برکته چې خلکو ارګ ته ننوېستی و.
زه نه وایم چې غني دې یواځی پښتون شي ، بلکې اوس چې پر افغان ولس تپل شوی دی او حکومت ته یې دملي وحدت نوم ورکړی دی نو په رښتیا ملي دې شي اودنورو دخوښۍ لپاره دې دپښتون پرستوني پښه نه ږدي.
ای با احساسه پښتنو لیکوالواو داحمدزي غني خودجوشه او مدهوشه مدافعانو ! اياتاسو نه پوهېږئ چې کوم پسه له رمې لېرې شي نو لیوه یې خوري ؟. غني څوک لري چې ستاسوپه وینا دلوچکانو او لنډه غرو سترګې ترې وسوځي ؟ دې لنډه غرو ته خوهمده زمینه برابره کړې ده تاسو ورشئ چې دې پښتون مشر په ارګ او وزارتونوکې ستا قوم ډېر مقررکړی اوکه همدوی چې نن همدی سپکوي؟ ستا ټول حکومتي امکانات دهمدوی په خدمت کې دي اوپه همدې امکاناتو تا وژني ،ته وګوره چې نن دهمدې حکومت تر وزرو لاندې په سستماتیک ډول دپښتنو ژینوسایډ (توکم وژنه ) روانه نده ؟
داچې هلته یې کیمرون سپکوي نو هغه خوپوهېږي چې له غني څخه خو دوهم مفکر هم دوی جوړکړی اوپوهېږي چې دهغه ظرفیت او جوهرڅومره دی ،دهغه هیواد دومره په فسادکې ډوب دی چې آن دغني ساتونک خپله خلک دپيسو لپاره تښتوي نوولې ترې ووېرېږي ؟
زه په هېڅ ډول نه متعصب یم اونه دنورو حذف او تجرید غواړم تعصب حرام ،حماقت او دلته میشت ټول قومونه خپل ورونه او د((مساوي )) حق لرونکې بولم البته بیا هم( دمساوي حق )خو په لندن کې دغني توهین ته قومي رنګ ورکول او له هغه غني څخه دساده پښتون دفاع چې پخپله دپښتون هویت ، ماهیت او جسمیت وژني او پخپله یې په لستوڼوکې ځانته ماران ساتلي راته سیاسي ناپوهي اوخپلې پښې پرتبر وهل ښکاري . وايي : ((خودکرده را نه درد است ونه درمان همداراز لوښې پرخپل قوم لويي وکړه سریې داوبومنځ کې وچ شو.))
دلندن مېشتوهزاره ګانولاریون ځکه دتوجیه وړ دی چې یو خو دغني وزن ،کمزوري ،بې وسي اوبې کسي ورمعلومه ده او بل له شک پرته دنړۍ په کچه دلومړي درجه مفسداوفاسد سهامي شرکت له دوو مشرانوڅخه یوهم دی دی. نوڅنګه یوڅوک چې هم خپله او هم یې حکومت په فسادکې نړیوال ریکارډ ټینګ کړی دی دفسادضدنړیواله ناسته کې دیو عزیز او مغرور قوم په استازولۍ ګډون کوي او بیادې له غبرګون سره هم مخ نشي . ؟
نوای لیکواله که دهیواد ګټې درته مهمې وي نودهیواد ارزښتونه او عیني واقعیتونه په پام کې ونیسه . نه د نورو په غېږ کې ناست بې وسه او بې کسه غني او که دارګ کرايي لیکوال یې نوبیادې معاش ځانته حلال کړه او دغني هرې ناروا ته پرتوګ ګنډه. خو وجدان ته به خجل یې.