د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دقصابانو هديره

رفيع الله آرمان 11.05.2016 12:04

دقصابانو هديره / ليکوال رفيع الله آرمان
ددنګو او شنو غرونو په منځ کې يو کلی ودان دی خلک ورته خوجمرۍ وايي خو ما په يوه کتاب کې چې وردګ او ددې ولايت په اوسيدونکو ليکل شوی و (خواجه عمري ) ليدلی و . سړې اوبو چينه چينارونو ددې کلې ګاوڼډتوب کا وه . ددې کلي ښکلا زه هغه وخت په ځان ور مين کړم چې ديوه ملګري دناوې په موټر مودلته ګلونه ټومبل . دا چې دا سيمه دسړک غاړې ته اوسيده خلکو به د اوږده سفر ستړيا ددې کلي د چينې په اوبو ويستله . په منځ کې يې کوږ وږ لکه دمار غوندې سړک بيا سړی عربانو او ګردن مسجد درو ته بيايي . له دې کلې په تيريدو سره به دطبيعت ښکلا هر لاوري ته دڅو شيبو تم کيدو ست کاوه . نه مې ياديږي چې په دې لاره زه هم ددې شاعرانه فضانه بې سلام او کلامه پټ تير شوی وم . ډيرو ما او ما غوندې نورو خلکو ددې چينې او به دشګون لپاره هم څښلې دي څو ځله خو مې له دې ځايه په تيريدو دموټر له سپرليو سره اوږده اوبې پايلې بحثونه هم کړي دي .
خو کلونه کيږي چې اوس مې دچک له ولسوالۍ بره زړه نه ورکيږي دا را وروستي اته نه کاله له هغې چينې ، چينارونو او طبيعت نه اوس د وحشتونو بوی راځي اوس يې نوم په ژبه څه بل ډول را ځي .
هلته اوس د انسانانو هډوکو ، ککرو ، وينو، شيندلو ماغزو هغه عطرينه فضا په هديره بدله کړې ده .
اوس ترې هر سړی په پټ مخ او ګړنديو ګامونو تيريږي . بويه چې بيا به کوم بې سره تن خپل جسد راوړی وي ، بيا به چا په خپلو وينو کې ډډه وهلي وي ، بيا به څوک ځوړند سر په چينار زنګيږي ، بیا به دلته چا طالب ته خپله روح ډالۍ کړې وي ، بيا به چا په لوڅو او يبلو پښو په موټر سايکل پسې په منډو دلته ساه راوړي وي ، بيا به دلته چا دخپل قاتل په لټه سړک ته وچې سترګې نيولې وي ، بيا به دلته خلک په بې تنه سر را ټول وي ، بيا به دلته دانسان په غوښو مرغانوتماشه جوړه کړې وي ،
هو دا همغه خوجمرۍ ده چې اوس پکې دخلکو مرۍ پرې کيږي ، دا همغه خواجه عمري ده چې طالب لالا پکې اوس دانسانانو غوښې را ځوړلې دي .