د احد اواحمد توپیر:
10.05.2016 14:14دلـتــه پـرنـــړۍ رسول الله محـمـد بـولي
پــه آسمـان کي مـو رسول ملکي احمد بولي
داحــد، احــمـد تـوپـیـرپه میـم کي نه دی
پــه شهـاده سـره دعـبـدهُ ورسـولهُ د زړه دی
دعابد اودمـعـبـود تـوپـیـرڅــرګــنــد دی
دعـــاشـــق او د مــعـشـوق عـمـل بر بنډ دی
څـه چـي مـعشوق غـوښتي عـاشق کړي
خپــــل صــفــات ئې هــم و ده لـره ور کړي
یـوخالق بـل ئې مـخلـوق دغه تـوپیر دی
یـــوغـــوښـتـونکی بل مننکی دا هم چیر دی
ځـیني د احـد احمـد تـوپـیـرکـولای نسـي
یـــوثـنــاء ګــویــــه بـــل کـُــفُـــوًا اَحَــد سـي
ځـیـنـې تــوپـیـر ګـوري پـه لیکـنګ کي
له احمده کي میم لري احد سي په وینګ کي
رحمان وایي خدایه مه ګڼه بند دی دمولا
نــورهــمـه واړه صــفــات دي پــه رښـتــیـا
الله راکــې تــه دیــداراودمحـبـوب خـپـل
چــي فــرق کـړم سـتـا د احـمد او د احـد تـل