د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سیم او زراو خرمورو تول ، د بې انصافانو په تله

محمد انور ولید 09.05.2016 11:25

خیررسول هم ډېرآسانه دي اوهم ډېرسخت . آسانه پردې دي چې د خیررسولو په کارکې د خلکو پام د خیررسوونکي خوا ته وراوړي او ملاتړي یې ډېر وي . په ټولو روا کارونو کې خیر ( ښېګنه ) یو داسې منل شوی عمل دئ چې هېڅ عاقل انسان ترې سترګې نه شي پټولی . ځکه په خیر ښېګڼه کې انسانانوتل خپله ځانګړې او تولنیزه ګټه پرته له څه وېرې محسوسه اولمس کړې ده . داسې خیر رسوونکي خلک سر بېره پرانسانانو ، د الله (ج) هم ډېرخوښ وي . ځکه الله پاک په خپل را لېږل شوي کتاب ( قرآنکریم ) کې موږ ته فرمایلي دي چې : ( خیرالنّاس من ینفع النّاس ) معنا یې داده چې : الله تبارک و تعالی خپله فرمایي چې : زما په انساني مخلوق کې ماته هغه څوک غوره دئ چې خلکوته ( په خپل لاس او ژبې سره ) ګټه رسوي .
له پورته الهي توصیې څخه داسې ښکاري چې : انسان ـ انسان ته په ګټې رسولو باندې مکلف شوی ، ځکه د انسان کلمه لومړی د اُنس او اُلفت څخه اخیستل شوې او بیا د الله (ج) له لوري ورته کارېدلې ده . مینه ،عاطفه او اُلفت د هغه خواخوږۍ نښه ده چې یوانسان یې له بل سره د خپل انساني کرامت له مخې لري . خواخوږي ، مینه ، اُنس اواُلفت داسې مترادفې کلمې دي چې وېره او ترهه ، قهراوغُصه ، بدي او بېزاري ، تاوان رسول او بېرحمي یې اصلاً په قاموس کې نه شته .
اصیل انسان تل د آدم (ع) او د حوا (رض) وینه او مینه په ځان کې توده ساتلې وي . همدغه ډول انسانان په انساني نړۍ کې د نورو انسانانو د خد مت ( چوپړ ) جوګه وي . ځکه داسې انساني سټې هېڅکله هم د خپل ويښ ضمیر او وجدان له ډاره غلط ګام نه پورته کوي او نه هم داسې کوم کارته ور وړاندې کېږي چې په هغې کې د خیر رسولو پر ضد د انساني هستۍ مرګ ژوبلې او نابودۍ پټې وي .
هو؛ دغه ډول انسانان لومړی خپل ځانونه د انسانیت پرټولولارو برابرساتي ، ورپسې د خپلو کورنیو په سالمه ښوونه او روزنه کې زیار باسي ـ ترڅو ټولنې ته د خپلې کورنۍ داسې غړي اوکرېکټرونه وړاندې کړي چې ټولنې ، هېواد ، سیمې او نړۍ ته د باوري امینو او صادقو خلکو په توګه د منلو وړ وي . تر څوهغوی د داسې عناصرو موجود یت په خپل مینځ کې د ریښتینو ، مجربو، صا د قو ، مد برو ، په کار پوهو او امانتکارو په توګه محسوس کړي .
همدغه ډول خلک خپلې کورنۍ ، خپلې ټولنې ، خپل هېواد ، خپلې سیمې اوخپلې نړۍ ته د خد مت مصدرجوړېدلی شي . ځکه خو داسې کسان او د هغوی کارنامې د یاد بود په توګه تل ژوندۍ یاد ېږي . لکه چې په اړه یې وایي : (کوم لاس چې زانګو زنګوي ، هغه جهان زنګوي ) . په دې خبره کې د انساني تعمیرترټولولومړنۍ معمارې ( اصیلې مورته ) خطاب شوی . ځکه چې مورد خپلې لومړنۍ ټولنې ( خپلې کورنۍ ) ترټولولومړنۍ مخکښه ښوونکې ـ اوغېږ یې تر ټولو لومړنۍ مدرسه او د مینې اوعاطفې ډ که خوږه ژبه او سپېڅلی سیرت یې د واقعي انسان جوړولوفابریکه او د افکارو پوهنتون دئ .
خو داسې ښوونکې د پیغمبرانو، صدیقینو ، شهدأ وو او ریښتینو صالحینو میندې وې چې په ټول بشریت کې د بشپړانساني سیرت لرونکې اوترټولوعفیفې بیـبـیانې وې .هغوی ته د نړۍ ترټولوسترې اوغوره ښځې ویل شوې دي ځکه په سیرت اوصورت دواړوکې سپېڅلې اوعفیفې وې ، الله پاک هغوی ته دهغوی د سپېڅلتوب جائزې په خپلوتزکیو سره ورکړې وې ، ځکه هغوی د خپلو خاوندانو ـ اوخاوندانو یې د هغوی حقوق اوملکیت د اوس په څېر پرنورو ناروا پرد یو پا د و او رمو باندې نه وو تاله ترغه کړي . هغوی د اوسنۍ نړۍ په څېرد بشري حقونو جاېزو ته هېڅ اړتیا نه لرله . ځکه یې ځوځات د ټولو انساني او الهي مرتبو خاوندان وو .
 
خوانسان څه مهال له اُنس او اُلفت څخه جدا کېږي اوله میني او ترحم سره په کوم وخت کې مخه ښه کوي ؟ علت یې په څه کې دئ ؟ یو انسان ولې د بل انسان په وړاندې سخت زړی کېږي اود ښېګڼې پرځای د بد یولاره خپلوي ؟ ولې خپله فطري مینه په وینه باندې پرېولي ؟ په ښېګڼوکې یې څه بدي لیدلې ، او په بد یوکې یې څه ګټه ده ؟ ولې د انساني تعمیر پاخه بنستونه اود ېوالونه په خپل لاس ورانوي اوپرځای یې د بد یوڅلي جوړوي ؟
دا ځکه چې داسې انسان له پېله په خپله نطفه کې د حرامواو نارواووله لوري د کوم عامل په واسطه ضربه لیدلې او خپل اصالت او انساني توازن یې له لاسه په کې ورکړی وي . هغوی له همغه ځایه د سم اوناسم ترمینځ توپیرنه شي کولی ، تل د شک اوترد ید د تلې د شاهین ستنه او پله د خپل قضأ وت ( انصاف ) اولید لوري له مخې څاري او سیم او زر اوخرمورې ټول په یوه نرخ په کې تلي .
داسې عناصرو ته دین او بې دیني دواړه خپل هدف ته د رسېدوله پاره دوې داسې تزویري وسیلې دي چې تل د زر او زور( واک ) خواته ځان پرې رسوي ، هېڅکله هم د حق پلوی نه کوي او تل لکه کرګس په خوسا ډنډونو او مُرد ا بونو کې مښوکې وهي ، چې هغه بیا د یوه متوازن او معقول انسان کار، ذ مه واري او د نده نه ده .
څوک چې داسې خصلت ځانته خپل کړي ، له هغوی سره بیا د نورو انسانانوغم اودرد نه وي . ځکه د هغوی آند اوهڅه تل دا وي چې یوازې خپل ځان اوخپلې ګېډې ته کار وکړي ، که څه هم له هرې ناروا لارې څخه هغه کار تر سره کولی شي .
همد لته د حقوقو مسئله مطرح کېږي چې په توازن ساتلو او رعایت کولو کې یې د ټولنو، ؤلسونو، سیمې او نړۍ د نظام بقأ ده ـ او په تر پښولاندې کولو او تلف کولو کې یې ټکر او تصادم پروت وي . که چېرې انسانان خپل حق او خپل او د بل حدود وپېژني او هرسړی په خپل حد باندې ودرېږي ـ هېڅکله به هم د ظالم او مظوم دوسیه د عدالت د مېز پر سرونه لیدل شي . خو که پرحق باندې سترګې پټې او له حدودو د باندې پښې وغځول شي ، له همدې ځایه د حق او باطل تر مینځ تاوتریخوالی او شخړه پیلېږي .
له تاو تریخوالي او شخړې سره ځاني او مالي مرګ ژوبلې او تاوانونه تړلي دي . خود مخنیوي ریموټ یې ریښتینې سوله دئ . ځکه په سوله کې ډاډ من ژوند او نظام د واړه پراته دي . او ډاډ من ژوند او نظام بیا د حق اوعدالت یو ژوندی ثبوت دئ .
ترهغو چې په کورنۍ ، ټولنه ، هېواد ، سیمه او نړۍ کې حق اوعدالت وجود ولري ، ور سره جوخت به پرته له څه ستونزو منظم سوله ئیزژوند هم دوام لري . اوکه تمیزخړو وخوړ، نوبیا په جګړه کې د حلوا وېش هېڅ ګټه نه کوي . ښه داده چې له کورنۍ څخه نیولې بیا آن ترسیمې او نړۍ پورې ټول باید د خپلو حقوقواوحدودو په رعا یتولو سره د یوه سوچه انساني نظام ترچترلاندې په ګډه سوله ئیز ژوند سره وکړي . اوهغه لګښتونه چې انسانان یې یود بل په وړاندې په تخریبولواوجګړوکې کوي . هغه باید یود بل په آبا د ولو او رغولو کې ولګوي ، ترڅود خوارۍ اوغریبۍ بار یې د نورې بشري نړۍ له اوږو سپک شي .
خو پام چې د کورنۍ ، ټولنې ، هېواد ، سیمې او نړۍ غله او مافیایي بانډونه هېڅکله هم دا سې کارونه نه شي کولی ، او نه یې کولو ته په نیت کې دي . ځکه دوی یوازې د درواغو، واک ترلاسه کولو ، ملي ضد معاملو ، تخریب ، بربادۍ ، چور، اختلاس اوغلا له پاره ټرېنېنګ شوي . ترڅو په شتون کې یې آزاد هېوادونه او شریف اتباع د کورنیو او سیمه ییزو انارشیو او جګړو له امله غلامان او شتمنۍ یې نیواکګر ځواکونه ترې لوټ کړي . ځکه هغوی یوازې خپل ځانونه جوړوي او نورهېوادونه ،  سیمه او نړۍ ورانوي .