خيال
09.05.2016 12:23رڼا ده د سپوږمۍ که پر مخونو پلوشې دي
بېدار یم که خیالونو کې د ښکلو تماشې دي
هر خوا ته کتارونه جوړ د مستو مهرویانو
په کلي کور صفت خپور شو د مستو غزالانو
په زړونو کې د مینې د ارمان غوټۍ غوړیږي
هر لورې د بختونو آسماني وړانګې نڅېږي
نسیم شولو مطرب د څنارونو د شنو پاڼو
سازونه شول اټن شو په آسمان د شهبازانو
غاټولو د صحرا پر ټغر رنګ سور دی شیندلی
رېبار د امیدونو ارمانونو له آفاقو دی راغلی
کاروان راغی د مینې ښکلی ساز د الفت اورم
سندرې پاېکوبي ده لوړ آواز د الفت اورم
سوالونه د درویش د تا په در کې منل شوي
په زړونو کې ګلونه د خندا ډېر کرل شوي