د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دننګرهار اسلامی پوهنتون دمحصلینو یوه تاریخی حماسه

عادل 09.05.2016 12:22

د۱۳۸۴ کال دثور(۲۰) شلمه نیټه دافغانستان په تاریخ کی یوه نه هیریدونکی ورځ ده، پوره لس (۱۰) کاله وړاندی په همدې ورځ داسلامی نهضت مؤمنو بچیانودتاریخ په پاڼه کی خپل آینده نسل او جیل لپاره دقرآني انقلاب یوه نه هیریدونکې حماسه ثبت کړه.
دا ورځ دهغو زړورو دین پالونکو محصلینو دمظاهرو او ملی قیامونو پیلامه ده چی بنسټ یی دننګرهاراسلامی پوهنتون بادرده او با احساسه محصلینو کیښود.
هوکی! کله چی ځناور صفته او بَلْ هُمْ اَضَلْ امریکایي ځواکونو لخوا دګوانتنامو او بګرام په جهنمی زندانوکې دعظیم الشان قرآن سپکاوی وشو، نو دافغانستان دګوډاګی رژیم په شمول ټول اسلامی امت دامریکایانو ددغه ناوړه عمل پروړاندې چپه خله او لاس تر زنې کیناست، هیچا د رزیلو امریکایانو دمظالمو او جنایاتو پر وړاندې دڅه ویولو جرآت نه کاوو، په ټولنه کی دویرې او رعب فضاء حاکمه وه خو دالله جل جلاله دریښتونې وعدې پراساس چې هغه به دخپل دین او کتاب حفاظت پخپله کوی او په هر وخت او زمان کې به یوه داسې ډله را پیدا کوي چې دعظیم الشان قرآن څخه ددفاع لپاره به میدان ته راوزي او ددین او قرآن ددښمنانو سره به دسر په بیه هرډول مقابلې ته چمتوکیږی، هماغه وؤ چې دننګرهار اسلامی پوهنتون دین پالونکې محصلین په ۱۳۸۴ کال دچهارشنبې په ورځ دثور په (۲۰)مه نیټه د پوهنتون دلیلیې په مسجد کې سره را ټول شول او دامریکایانو ددغه ناوړه عمل پرخلاف یی دیوې پراخې مظاهرې پریکړه وکړه او په داسې انقلابې لاریون یې لاس پورې کړ چې په ولس کې یې دامریکایې ځواکونو په اړه دخپل مؤمن ملت کرکه او نفرت را څرګند کړ او داشغالګرو صلیبی امریکایانو بیرغونه یې وسوزول او بلاخره یې نړیوالوته وښوده چې نه یواځې ددوی په اصطلاح یو څو افراطي مسلمانان دامریکایانو دکړنو او شتون مخالف دي بلکې ټول محصلین او ذده کونکي دافغانستان دتعلیم یافته طبقې په حیث دامریکایانو پرخلاف شعارونه ورکوي او دخارجي ځواکونو د بلاقیده اوشرطه وتلوغوښتنه کوي.
دننګرهار اسلامي پوهنتون دباتورو محصلینو دملي قیامونو او مظاهرو لړۍ دننګرهار پوهنتون څخه پیل ورپسي دخوست(شیخ زاید پوهنتون)، بیا دکابل او مزار پوهنتونو محصلینو او وروسته په استثناء دپنجشیر او بامیان بیا ټول افغانستان او بلاخره ټوله اسلامی نړۍ ته وغځیده.
که عمل دې وي پرې کړی قرآن ستا دی
ځمکه څه کړې چې دا پورته اسمان ستادی
تورې ډیرې دي خو زړه دخالد غواړی
ته خالد بن ولید شه جهان ستا دی
ددغه تاریخي مظاهرې په اوږدوکې مظاهره چیانو لاندې اشعار زمزمه کول:
الله اکبر، مرګ په بوش، مرګ په امریکا، مرګ دهغوي په غلامانو، قرآن زنده باد، سبیلنا سبیلنا-الجهاد الجهاد
دمظاهرې په پای کې لاریون کونکو دمظاهرې پریکړه لیک صادر او په لوړ غږ یې حاضرینو او درسنیو مسؤلینوته په لاندې ډول ابلاغ کړ:
1) دګوانتناموپه زندان کې دمبارک قرآن سپکاوی په کلکه غندو.
2) دقرآن سپکاوی دټول اسلامي امت سپکاوی بولو.
3) عظیم الشان قرآن دسپکاوی عاملین دې داسلامی شریعت په رڼاکې محاکمه شي.
4) دقرآن مجید په سپکاوی سره دحقوق بشر دنړیوال علمبردار اصلی څیره بربنډه شوه.
5) داسلامی هیوادونو کنفرانس باید پدې اړه بیړنۍ غونډه را وغواړي او زر ترزره دې ددې پیښي پلټنه او څیړنه وکړي.
6) دټول اسلامی امت څخه غوښتنه کوؤ چې پدې اړه پراخې مظاهرې وکړي او خپل دریځ څرګند کړي.
7) دګوانتنامو ټول بندیان باید آزاد او خپلو هیوادونو ته وسپارل شی.
8) څرنګه چی مسلمانان دنورو مذاهبو احترام کوی نو دمسلمانانو دمقدساتو احترام دې وشي.
9) داسلامي مقدساتو بی شرمانه عمل باید په آینده کې تکرار نشي، چې دتکرار په صورت کي په دهر ډول پیښي مسؤلیت ددوي پرغاړه وي.
10) امریکا دې پخپل دې بې شرمانه عمل داسلامي امت څخه رسماً بښنه وغواړي.
11) مونږ په افغانستان کې دامریکا ددایمي اډو په کلکه مخالفت کوو.

دغه شانداره، پرتمینه او تاریخي مظاهره د ننګرهار ښار کې دوهمې ورځي ته هم وغځیده یعنی دپنج شنبې په ورځ هم دطب او دساینس او ټکنالوژی پوهنځیو محصلینو، دمکاتبو ذده کونکو په ټوله قرآني مینې او جزبې سره خپل لاریون ته په د اسې حال کې دوام ورکړ چې فضاء او ځمکه دامریکایې هلیکوپترو او صلیبې ټانګونو په واسطه محاصره شوې وه او غوښتل یې چې دمسلمانو محصلینو فولادی صفونه مات کړي، خواره واره يې کړي او ددوی غږ خاموشه کړی هماغه وه چې په ډیره بې شرمۍ او وحشت سره، په بي ګناه او تش لاسې محصلینو یې ناتاره ډزي وکړې چې په نتیجه کې يې لمړی یوتن دمکتب متعلم او بل دلغمان ولایت مربوط دساینس او ټکنالوژی پوهنځی یوتن بااحساسه محصل په شهادت ورسیدل.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یې ښاد او جنت یې مقام شه

هوکې!!! دوي شهیدان شول دقرآن سپیڅلې شهیدان، خو داسلامي نهضت د مؤمنو بچیانو او سرسپارليو متعهدو لارویانو په توګه یې يوځل بیا داثابته کړه که د روسی ښکیلاکګرو پروړاندي لمړنی پاڅون کونکی یو محصل وو، لمړنی روسی ټانګ چې چا سوزولی وو هغه یو محصل وو نو دامریکایې اشغالګرو صلیبی زغره وال ټانګونو پروړاندې بیاهم پاڅون کونکی، دجهاد او هجرت درس ورکونکي، دین پالونکي محصلین دي چې دخپل سر په نذرانه کولو سره دخپل اساسی قانون عظیم الشان قرآن څخه دفاع کوي.
متاسفانه هغه مهال هم یو تعداد دیموکرات او بي همته دپوهنتون مسؤلین او چارواکې، دین پالونکې محصلین دمظاهری دمخکښانو په توګه په بي ځایه تورونو متهم کاوو او داګونګوسي او تبلیغات به يې دمحصلینو په منځ کې کول چې ګواکې دمظاهرې ترشا ځینې پټ لاسونه دي او........... داسې نور له حقیقته لري خبري او پدي بهانه به یې دینداره محصلین دزندان تورو تیارو خونو ته بیول ، په پوره یقین سره ویلای شوچې په افغانستان او نوره اسلامی نړی کې همدا ډیموکرات چارواکې، سیکولران او ابوجهلان دي چې پخپل جهالت او افراطي پریکړو سره په لوی لاس افراطیت ته لمن وهي.
چې نن هم دپرون په څیر همدا لړۍ روانه ده او ډیر بي ګناه محصلین دحکومت په زندانو کې دتعذیب څخه ډکې شپي ورځي تیروي خو ډیموکرات چارواکي او ځیني ناافغانان دې دکمونستانو څخه عبرت واخلي ، که د محصلینو پر نیولو ، ټکولو او وژلو ستونزه حل کیدای نو ترکي، ‌حفیظ الله امین او د ببرک کارمل حکومتونو به پایښت کړی وای په تاسف سره باید ووایم چې موجوده حکمرانان هم دکمونستي رژیم په نقش قدم پل کیښود او د محصلینو له خوا د لاریونو د مخنیوی په موخه يي د لوړو ټولګیو پر محصلینو لیلیه بنده کړه، او له محصلینو څخه یې د هغوی د اواز اوچت کولو حق واخیست، اوس دننګرهار پوهنتون کې يواځې د لومړی کال او دوېم کال محصلینو ته لیلیه ورکول کیږي ، خو انشاالله چې خیرالماکرین خدای به ددوي ټولې دسیسې شنډوي او دوی به هم دپخوانیو ظالمانو او خلق ډیموکراتیک چارواوکو د شرمیدلی برخلیلک سره مخامخ شي.
حقیقت دادی چې ددې مظاهرې ترشا دایماني قوت او قراني جذبي پرته دهیچا لاس نه وو
یقیناً چې دایمان په دغه سپیڅلی مظاهره کې دالله اکبر غږ ډیر لوړ او اوچت وو تردې چې همدا سپیڅلی لاریون د امریکا په مشرۍ دټولو صلیبي مؤتلفینو پروړاندې یې د یو وسیع، سرتاسري او هراړخیز ملي پاڅون بڼه غوره کړه او په سپینه ماڼی کې یې داسې درزونه جوړکړ چي نور نو دترمیم وړندي.
دیادونې وړدی چې ددین پالونکو محصلینو ددغې تاریخي، حماسې، مظاهرې او ملی قیامونو په اړه ددوو(۲) جهادونو اتل قائد او دحزب اسلامی افغانستان مجاهد امیر په هغه وخت کې یو ځانګړی پیغام خپور کړ او دباشهامته محصلینو تلپاتې کارنامه يې دزړه له کومې وستایه.