د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مور ورځ

محمد اصف بارز 08.05.2016 11:23

يوه ټولنه هغه مهال له مرګ نه ژغورل کېدای شي، چې په هغې ټولنه کې د ټولنې ټول غړي اوږه په اوږه له يو بل سره کار وکړي.
يوه ټولنه هغه مهال د پرمختګونو په لور يون ته چمتو کېږي، چې د ټولنې د غړو تر منځ متقابل احترام موجود وي، هغه مهال يوه سالمه ټولنه منځ ته راتللی شي، چې د ټولنې ټولو غړو ته يو ډول روغتيايي، ټولنيز او ښوونيز خدمتونه وړاندې شي.
په افغانستان کې کلونه وشول، چې د جګړې بلا بچي راوړي او د جګړې ليکې له ورځې بلې ته قوي کېږي، په دغه جګړه کې تر ټولو زیاته صدمه افغاني مېرمنو وليده، چې بچيان يې د جګړې د بدمرغيو قرباني وګرځېدل، ځينې يې نورو هيوادونو ته مهاجر شول، همدارنګه د افغان مېندو له شونډو خندا او موسکا تښتېدلې ده، هره ورځ يې په غولي د وير او پاتا کمپلي هوارې وي.
افغان مېرمنې د ژوند له ډېرو سهولتونو نه بې برخې دي، نن هم په هيواد کې زیاتې مېرمنې له زدکړو بې برخې دي، نن هم د مېرمنو زياته برخه روغتيايی مراکزو ته لاسرسی نه لري.
په هيواد باندې تحميل شوې جګړې تر ټولو زیات تاوان افغان مېرمنو ته اړولی دی، د هغوی بچيان د جګړې ښکار وګرځېدل، نن په مورنۍ خاوره کې چې هر ځای ته درومې، نو هلته يوې مورکۍ د سوال لپه نيولې وي، د کور سرپرستي ورتر غاړې وي، کله چې په هيواد کې نړيواله ټولنه ښکېل شوه، له سره د هيواد اساسي قانون د لويې جرګې له لوري تصويب شو، د قانون پر اساس ښځه د ټولنې نيم وجود وګڼل شو.
سره له دې چې د هيواد اساسي قانون ښځو ته له نارينه وو سره برابر حقوق ورکړي دي، خو لا تر اوسه تطبیق شوی نه دی، که په ښارونو کې مېرمنې او نجونې ښوونځيو ته درومي، که په ښارونو کې مېرمنې روغتيايی مراکزو ته لاسرسی لري، خو په لرې پرتو سیمو کې بیا د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي پېښې هغه څه دي، چې په ليکلو يې د ليکونکي سترګې له اوښکو څخه ډکېږي، په لرې پرتو سیمو کې چې لا تر اوسه هم زیاتره فیصلې د هغه تش په نوم ملایانو له لوري کېږي، چې د ای، ايس، ای په مستيقمه لارښوونه خپلې چارې پر مخ وړي، ډېری افغاني مېرمنې په صحرايي محکمو کې محاکمه کېږي، همدارنګه په زرګونو نورې ورته پېښې چې د مېرمنو د ځور او ازارلامل ګرځي، تر ننه په افغاني ټولنه کې شتون لري.
همدارنګه تش په نوم د غيرت وژنو هم د افغاني مېرمنو ژوند او راتلونکي ته سخت ټکان ورکړي دي، ددې لپاره چې ددغه ستونزو د مخنيوي لپاره ګام پورته کړو، نو اړينه به وي، چې ځينو ټکو ته اشاره وکړو.
د مدني فعالانو مسووليت دی، چې تر ډېره د افغاني مېرمنو د ښه ژوند لپاره عامه پوهاوی تر سره کړي اود عامه پوهاوي په کمپاین مېرمنې هم ورسره شتون ولري.
ليکوالان باید تر ډېره دغه بدمرغۍ چې نن افغان مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي، دهغوی د رښتيني ژوند کيسې تر چارواکو او نړيوالې ټولنې پورې ورسوي، تر څو د ستونزو لوړ ګراف يې را ټيټ شي.
همدارنګه علما کرام باید تر ډېره د جومات له منبرونو څخه هم دا غږ اوچت کړي، چې د ښځو په وړاندې تاو تريخوالی د اسلام مبارک دين منع ګرځولی دی، د مسجد ملا امامان باید په خلکو فشار راوړي، چې خپلې مېرمنې او لوڼې زدکړو ته ولېږي، تر څو له زدکړو څخه برخمنې شي.
د ښځو چارو وزارت باید خپل پروګرامونه تر ښارونو پورې محدود ونه ساتي، بلکې لرې پرتو سيمو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه ورسوي او له دغه امکاناتو څخه د لرې پرتو سيمو مېرمنې هم برخمنې شي، چې دا مهال له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
زه دوه کاله وړاندې د مور د مرحمت له سیوري څخه بې برخې شوی یم، مور زما دښه ژوند تر ټولو ستره الګو وه، چې زه يې روزلی يم، په نړۍ کې د هر فن روزونکي د مور په غېږ کې تربیه شوي دي.
ددې لپاره چې هره مېرمن مور ده او د مور قدر او درنښت زموږ او تاسو ټولو دنده ده، باید د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړو.
هره مور چې زانګو زنګوي، نړۍ زنګوي، که موږ خپلې خوېندې او لوڼې وروزو، هغوی به سبا زموږ راتلونکی نسل وروزي، راتلونکی نسل به له جګړې مخ واړوي، سولې انکشاف او پرمختګ ته به ترجيح ورکړي، نو ډېره اسانه ده، چې د جګړې په مخنيوي کې خپلې خوېندې د زدکړو له نعمت څخه برخمنې کړو، هغه کار چې د ړۍ ستر فیلسوفان او پوهان ورته عاجز دی، يوه موريې په ډېره اسانۍ سره تر سره کولی شې، مورې! ورځ مو نېکمرغه شه!