د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اعتیاد ستونزه او ملي مبارزه

احمدجان تڼی 08.05.2016 11:23

نږدی اته بجی د سهار وې ، د هوایی ډګر سره نږدی لوی واټ څخه تیریدو و. چې ناڅاپا زما پام ، یوه وګړی ته واوښت چی د دوه سړکونو په منځ کی د ګلانو د بوټو لاندی بیده شوی و. هغه د ځان د پاره د بوجیو ، د رختونو زړو ټوټو څخه کمپله ځانته جوړه کړي وه . دا معلومه نه وه چی دی ویده دی او که ساه یی دلاسه ورکړي ده.
زما یو ملګری وویل ، دا څه حال دی، ټول کابل د پوډریانو څخه ډک دی. هر چیرې پراته دی او یا په کرغیړنو څيرو سره یوی خوا بلی خوا ګرځي .
د اوسنی کابل کی چاپیریال پاک نه دی لوګی ، ګړدونه او بویونو هره خوا نیولي ده نو بلی خوا ته ، هرې خواته چې مخ اړوې د یوه او یا څو پوډریانو کرغیړنی څیرې به وګورې .
خیرن ، ژیړ ، ځبیښلی مخونه، خیرن کالی ، ببر سرونه او ږیرو په لیدلو سره به د انسانیت یوه بدرنګه او ځورونکی بڼه تر سترګو شی. په نشه یی توکو روږدی کسان تر ډیره بریده چوپ او ګوشه ګیر کسان وي.
همدا ډول ښایی په لسګونو زرو په نشه یی توکو روږدي کسان به وی چې په ظاهری توګه هغه نه پیژندل کیږی او ددوی حرکتونه ، کړنې او کالی تر ډیرې اندازې د عادی خلکو په شان وی. یعنی دوی د اعتیاد په لومړیو پړاونو کې وی.
په نشه یی توکو روږدي یو نه دی، دوه نه دي، لس او شل نه دی ، خبره د زرګونو او سلګونو زرو نه ده بلکی اوس خبره میلیونو ته رسیدلی ده.
ما دا پورته چورت واهه چې د موټر ښیښه د را وټکول شوه . زموږ پام ور واوښت ، هغه هم په نشه یی توکو روږدی او د خلکو په اصطلاح سره پوډری و. هغه خیرات ټولوه.
د هغه د عمر څخه ښکاریده چی نږدی د دیرشو کلونو عمر به ولري. دنګه ځوانی یی درلوده . ببره ږیره او ګګر ویښتان یی درلودل . که څه هم کالی یی زاړه نه و، خوډیر خیرن و.
هغه روپی غوښتلی . زموږ د موټر چلونکی وغوښتل چی هغه وتراټي. مګر ما ورته وویل ، چی روپی درکوم خوپه دی شرط چی خپل نوم راته ووایی.
هغه زما د خبری په اوریدو سره سم ، مخ را څخه وګرځاوه او روان شو. هغه نه غوښتل چی د خپل هویت په هکله څه ووایی.
د کابل ښار داسی سیمه او ځای به نه وي چی هلته پوډری ونه لیدل شي.
خبره یوازی د کابل نه ده په نشه یی توکو روږدی کسان هر چیری ، په هر ښار ، کلي او سیمه کې پیدا کیږي.
له همدې امله ده چې افغان دولت د نشه یی توکو په روږدو کسانو باندی د درملنی د پاره یو شمیر ګامونه پورته کړي دي. چی د هغو له جملی څخه یو شمیر په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره د روغتونو جوړول دی .
یو ددې څخه په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی او دوی ته د حرفوي زده کړو د دولت د پروګرام په لړ کې ، په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی او د حرفوی زده کړو د امید د بیا را منځته کولو په نوم ۱۵۰۰ بستره ایز مرکز دي ، چې په دې وروستیو کې پرانستل شو.
د افغانستان اولسشمر ښاغلی اشرف غنی د دې مرکز د پرانستلو په مهال وویل : د اعتیاد مسله د پنځو ملي ستونزو له جملې څخه ده چې باید ورته پاملرنه وشی. نړیواله ټولنه هم باید همکاري وکړي . دا ځکه چې د کوکنارو کښت ،پروسس ، قاچاق او د هغه مصرف نږدی ټوله نړۍ اغیزمنه کوي نو ځکه باید د دې نړیوالې ستونزی د اوارولو موږ هر یو په خپله اندازه سره کار وکړو.
که څه هم د افغانستان جمهوری دولت په هیواد کې د نشه یی توکو پر خلاف د مبارزی او همدارنګه په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره یو شمیر ګامونه پورته کړي دی.
پوهنوال سلامت عظیمي د نشه توکو پر ضد د مبارزی وزارت وزیرې ، د پورته یاد شوي مرکز د پرانستلو په مراسمو کی د وینا په ترځ کې دې ته اشاره وکړه چې د اړوند وزارت د وزیر په توګه د دندې په پیل کې مو د دې مرکز د جوړولو طرح ترتیب کړه چې د دولت د مختلو ادارو د ګډو هڅو او د اولسمشری د مقام د لومړی میرمنې د غوڅ ملاتړ له امله وه چې اوس موږ د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی د ملی مبارزی یو پروګرام پلی کړل شو.
هغې زیاته کړه چې د هلمند او ننګرهار په ولایتونو کې د په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د مرکزونو د جوړولو کار بشپړ شوی او په دې نږدې کې به د ګټه اخیستلو د پاره وسپارل شی.
مګر دا چی ستونزه ډیره پراخه ده نو له دی امله پورتنی ګامونه په کافی اندازه ه اغیزمن نه تمامیږي. دا ځکه چې په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر ثابت نه دی دا بدلون مومي او نوی خلک او په تیره بیا ځوانان په نشه یی توکو روږدی کیږی او دا شمیر په ویرونکي توګه مخ په زیاتیدو ده.
د رسنیو د راپورونو سره سم په افغانستان کی نږدی دری میلیونه وګړي په نشه یی توکو روږدی دی . ددی روږدو کسانو بشپړ اکثریت ځوانان تشکیلوي.
د ډیرو کسانو په قول ، په افغانستان کې دوه یا دری لسیزی د هیواد زیاتره خلکو په پوډرو نشه یان نه و لیدلي .په نشه یی توکو د روږدی کیدو بهیر په افغانستان کې ډیر په چټکتیا سره روان دی او که چیرې په نشه یی توکو د روږدی کیدو د مخنیوی د پاره لازم ګامونه پورته نشی ، کیدای شی په راتلونکو کی دا اندازه دوه او یا څو وارې زیاته شي.
په نشه یی توکو د روږدو کسانو د شمیر د زیاتیدو عوامل مختلف دی. چې د هغه له جملی څخه وزګارتیا ، اقتصادی – سیاسی – امنیتی ستونزی او فشارونه، د سالم بوختیا او تفریح کولو شرایطو نشتوالی ، د کوکنارو کښت ، د نشه یی انډیوالانو شته والی ددی سبب کیږی چې دا بهیر د پخوا څخه چټک شی.
په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه توکم ، ملیت ، ژبی ، مذهب او سیمې پورې تړلي نه دي. دا ستونزه سراسري ده د هیواد په میلیونو کورنی ددی ستونزی له امله کړیږی .
که په نشه یی توکو د روږدو کسانو شته والی ستونزی ته ځیر شو ، دا ډیره ستونزه ژوره او پایلې یی ډیرې ناوړي دي. دا ستونزه کیدای شی نوره هم پراخه شی او هیواد د (( نشه )) د بحران سره مخامخ شی.
که چیری فکر وکړو چې افغانستان کی درې میلیونه وګړي هره ورځ د یوه ډالر په ارزښت سره نشه یی توکي مصرف کړی . په دی صورت کی هره ورځ دری میلیونه ډالر د هیواد د اقتصاد څخه ایستل کیږی او بی ځایه لګول کیږی. چی دا رقم په میاشت کی نوي میلیونه یا د سلو میلیونو ډالرو شاوخوا زیان د افغانستان اقتصاد ویني.
که چیری داسی وسنجول شی چی د کار قوې له جملې څخه دری میلیونه معتاد وګړی( ځوانان او د کار وړتیا لرونکی کسان ) چی د کار قوه تشکیلوی د کار له بهیر څخه ووځي نو که د ورځې د هر وګړی ( احتمالی تولیدي ارزښت ) په اقتصادی توګه وسنجول شی د افغانستان اقتصاد هره ورځ په لس ګونو میلیونه ډالر ضربه ویني.
همدارنګه د په نشه یی توکو د روږدو کسانو زیاتیدل ، تر ډیره بریده امنیتی ، اخلاقی او ټولنیزی ستونزی را منځته کوي. اوس مهال په میلیونو کورنی د خپلو په نشه یی توکو د روږدو کسانو د موجودیت له امله ځوریږی.
د رسنیو د رپوټونو سره سم ، که یوې خوا د نشه یی توکو په کښت کې کموالی راغلی دی ، د هغه په خلاف د نشه یی توکو د استعمالونکو په شمیر کی زیاتوالی راغلی دی. او دا زیاتوالی د تشویش وړ دی.
که چیر ی د نشه یی توکو د استعمال د مخنیوی د پاره لازم ګامونه پورته نشی کیدای شی چی په افغانستان او په ځانګړی توګه په ښارونو کې د په نشه یی توکو د روږدو او روغو خلکو تر منځ اوسنی تناسب هم بدلون ومومی .
دا ملی ستونزه ده او د ملی سراسری پروګرام له مخې د هغې اوارول ممکن دی. یعنی نه یوازی دولت او اړونده موسسات د کوکنارو د کښت ، د نشه یی توکو پروسس او قاچاق مخنیوی وکړي او هم په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی له پاره خپل مسوولیت ادا کړی بلکی د هیواد د هر وګړي په هڅه او هاند سره کیدای شی نوموړی ستونزه ډیره ژر اواره شی.
د افغانستان اولس مشر د امید د بیا را منځته کولو په نوم په نشه یی توکو د روږدوکسانو د درملنی او د حرفوی زده کړو د مرکز په مراسمو کی ویلی دي : د حکومت نظر د دې ستونزی بنسټیز حل دی. زموږ ژمنه به یوازې دا نه وي چې د ناروغانو په درملنه باندی بسوالی وکړو. بلکې په دې ستراتیژي کې باید د کورنۍ او د خلکو د مبارزی نقش په ډاګه شي. ددی موخې د پاره د ملي خوځښت پروګرام ته اړتیا ده چې په هغه کې د هیواد هر وګړۍ په دې بهیر کې ګډون وکړي.
دا په دې مانا چې نه یوازی د په نشه یی توکو د روږدو کسانو درملنه باید وشی بلکی په نشه یی توکو د روږدي کیدو عوامل باید له منځه ولاړ شی او همدارنګه خلک او په تیره بیا ځوانان دې ته وهڅول شی چې د نشه یی توکو د استعمال څخه ځانونه وساتي تر څو په هیواد کی یو وګړی هم پاتی نه شی چی په نشه یی توکو روږدی وي.
سالمه ټولنه ، سالم اقتصاد او سالم ژوند رامنځته کوي.