د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته هر سړی من دی

محمودنظری 05.05.2016 23:33
دا وطن له لویدیځه دلمر تررا ختو نه ودانیږي
ځکه پوه سړی رعیت سوی غل سړی واکمن

موږپه خپلوخبرو او پوه اسمانونه ګزوو
په عمل کې د قصابي مخکې ته پراته یو پمن

خپل ته لکه غالبوزه بز بز کوو
پردو ته لاس په نامه ولاړ یو دردمن

غیران او واک ته بلکل ایمان نه لرو
پردو نه دوست خپلو ته یو دښمن

دا ټوله دلاسه د څو پردو واکمنو
داڅو دی په شمېر دلته د سپي زامن

دانګورو هغه ټوله کوارچه ورستیږي
چې په یو واښکي کې یودانه وي رنځمن

داوطن به هغه وخت دخیر ه جوړسي
چې په واکمنو کی پيدا سي یو لږ تر من