د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرورو وروڼو یوځای شئ؛ تاسي ته کار درکوو

نظرمحمد مطمئن 05.05.2016 10:39

ولسمشر، اجرایوي مشر، د کابينې ځینې وزیران، د ولسې جرګې او مشرانو جرګې ځینې غړې، والیان، د سولې شورا او تر دي له مخه ایساف او ناټو، په خپل وار او نوبت ویل چې طالبان دي راشي، خپل هیواد کې دي وسله کیږدي، هغوی ته به کار ورکول شي، کورنۍ به يې خوشاله وي.

د کابل دولتي او شخصي ټلویزونو همدا اعلانونه په خوا ښه زیات خپرول اوس چې بودیجه په هره برخه کې کمه شوې، دغه اعلانونه هم کم دي ولي بیا هم هره ورځ د ټلویزون پر ښیښه لیدل کیږي.

زه پر دي بحث نه کوم چې طالبان دي دولت سره یوځای او دولت به کار ورکړي، کوم کسان چې په تیرو کلونو کې د طالبانو په نوم یوځای شوې،‌ تر ډیره باور دادی چې هغوی طالبان نه دي،‌ بلکې د سولې په نوم د پیسو د غلا له پاره داکار شوی دی. او نړیوالو رسنیو هم وخت پر وخت په دي راپورونه ورکړي.

 

داچې طالبان ولي وسله نه ږدي او د کومې عقیدي له مخې او دکومو اهدافو له پاره جګړه کوي، داهم بېل بحث دی.

کله چې د طالبانو نظام د امریکا لخوا له منځه یوړل شو،‌ له همهغه ورځې د حکومت په ادارو،‌ نړیوالو مرستندویه ټولنو او حتی ملګرو متلونو کې یو ډول توپیري چلند کیږي،‌ او هغه کسان چې د امریکا له راتګ سره مخالف دي،‌ پر حکومت منطقي او رغنده نیوکې کوي، صورت او سیرت يې په اصیل افغاني کلتور برابروي، د یادو ادارو په ځینو کې ورته مشکلات پيښ شوې.

ځینې دولتي او د نړیوالو ادراو مشران ددي له پاره چې خپلو کسانو ته ځای پیداکړي،‌ نو ډیر کسان په همدي نوم ددوی ادارو ته لاسرسي نه شي پیداکولای. حتی چې دکومې دندې لپاره د ازموینې  اخیستلو په موخه نومونه په نښه کوي،‌ په هغه لومړي وخت کې دداسي کسانو نومونه لیري کوي، او که چیرته بیا هم ازموينې ته لاره پیداکړي، نو د مرکې (انټرویو) په وخت کې هغه ته د کاميابي چانس نه ورکول کیږي.

که چیرته کوم کس لاره پیداکړي وي او په کومه دولتي او یا غیر دولتي اداره کي کار کوي، په مختلفو نومونو ورته ستونزې جوړیږي او له اداري څخه شړلو او استعفی ورکو ته مجبوره کیږي.

داکار په ولایتونو کې زیات اوس په کابل کې هم مخ په زیاتیدو دی، یو ملګري راته وویل چې یوځل زه هم د ځینو پوسټونو له پاره د نومونو د انتخاب او ازموینې کمیټې ته معرفي وم، د پوسټونو له پاره چې د نوماندانو سوانح او اسناد راتلل، د ازوموینې اخیستلو هيئت‌چې فکر کاوو زه به هم پخوانی چپی کس یم او هجرت به مې نه وي کړی، کله چې به د دعوت جهاد او یا اسلامي پوهنتون اسناد ولیدل شول، پرته له سوال او جوابه هغه نفر د ازموینې له حق څخه محروم کیدی.

نږدې څو میاشتي مخکې زموږ ځینې مسلکې انجنیران په دي تور چې هغوی له مراجعینو سره سخت چلند کوي (پیسې ورڅخه نه اخلي، د رشوت لاره یې بنده کړي) او هغوی طالبانو ته تمایل لري له یوې مهمې مسلکې ادارې څخه وشړل شول.

 

نږدې میاشت مخکې دوه داسي کسان چې یقینا نه طالبان دی او نه هم له طالبانو سره کومه اړیکه لري، ولی داچې د بیان له ازادي څخه په استفاده يې خپل اواز پوته کړ، یوې نړیوالې ادارې په همدې جرم هغوی اړ کړل چې استعفی ورکړي او یا خو نور ورسره تړون ونه کړي.

او که چیرته بیا شړل شوې کسان د خپلو حقونو غوښتنه کوي،‌ بیا نو پر طالب ورتپل کیږي، د ترهګرو خواخوږي او یا ملګري ورته ویل کیږي.

دا یادونه اړینه ګڼم چې پورته ستونزې نویو ځوانانو او دا ډول هغه چاته پيداشوي او پيداکیږي چې د حکومت پر تګلارو نیوکې کوي، د خپلو خلکو د حقونو اواز تر نورو رسوي، او د ولس په درد ځوریږي. داسي نه چې ځینې کسان و انګیري چې زه (لیکوال) هم له دي ستونزې سره مخ یم، الحمد لله چې تر دي مهاله شخصا زما اړتیا نه ده پیداشوې چې په دولتي ټیټ او یا غټ پوسټ کې کار وکړم. او تر ډیره نسبتا د لویو دندو وړاندیز هم راته شوی ولي لازم نه ګڼم او نه يې هم کوم. له نړیوالو ادارو  سره مې کار کړی او اوس هم امکانات شته، ولي د څه مودي له پاره غواړم د سولې اړوند هڅو کې فعالیت ولرم.

موږ له دولت او نړیوالو څخه امید او تمه نه لرو چې هغوی به په خپلو تګلارو کې سمون او بدلون راولي، ولی یواځي غواړو چې د دوی دغه درواغجن شعار چې مرورو وروڼو راشئ، تاسي ته کار درکوو،‌ خپلو کورنیو سره ژوند وکړئ،‌ داسي دروغ دی لکه ګرده د سولې پروسه،‌ داچې د طالب په نسبې څیره کي او یا داچې ته یې د طالب خواخوږی بولی هغه په اداره کې نه شي زغملای، نو بیا به څه ډول تاسي طالبانو ته د کارکولو زمینه برابره کړئ.

د داود خان د حکومت پر مهال د اخوانیانو او اشرارو په نوم ادارو کې نه منل کېدل او یا خو شړل کېدل، د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله په وخت کې د خلقیانو په نوم یا خو نه منل کېدل او یا شړل کېدل، د استاد رباني په وخت کې د اسلامي حزب په نوم له یوې مخې شړل کیدل اوس دادی د طالب او ترهګر په نوم نه خو په ادارو کې کار ورکول کیږي او که چیرته بیا هم کوم کس کومه دولتي او یا غیردولتي ادارې ته لاره پیداکړي وي، هغوی پسې شړل کیږي.

 

آیا په دي‌ هم فکر شوی دغه کسان چې په دولتي‌او غیردولتي ادارو کې یې د کار مخه نیول کیږي او یا پسې اخیستل کیږي،‌ دوی به چیرته ځي؟ دوی به څه کوي؟ او دوی به د دولت او نورو ادارو اړوند کوم فکر لري؟

 

هغه وزارتونه هم د پام وړ دي چې د کارکوونکو څخه کلتوري او ژبنۍ ازادي اخلي، په افغاني جامو کې کارکوونکي کار ته نه پريږدي‌او یا خو د غیر مستقیمو لارو ورته ستونزې پیداکوي،‌ دا ډول ژبنی تعصب پالی، او هغه هم داسي یو وزارت چې د افغانستان هر بچی پکې حق لري، که د پوهنی وزارت همداسي پاتې شي، په دي برخه کې ولسمشر او د ولسې جرګې غړې به راتلونکې نسل ته جواب ویونکي وي،‌او دوی به ځان ته برائت ورنه کړلای شي.

دا یو مثال وو، د ایسا اداره بل مثال ده،‌ د مخابراتو وزرات مسلکې غړي چې استعفی کولو ته اړ کیږي او په ګڼو ادارو کې همدا حالت روان دی.

که همداسي چوپ پاتې شو، د پیسو او نورو امتیازاتو له پاره خوله بنده کړو، یوه ورځ تاسي ډاډه اوسئ چې همدا چوپه خوله ناست د دولت په ادارو او ولسې جرګه کې کسان به هم د ترهګرو په نوم بلل کیږي.

مخکې له دي چې طالبانو ته د کار زمینه برابره شي او دروغجن شعارونه وړاندي کړي،‌ افغان دولت او غیر دولتي نړیوالو ادارو ته په کار ده چې د طالب د خواخوږ و او یا بې ځایه د ترهګر د نوم په کارولو سره کسان له ادارو څخه ونه شړي، او هغه کسان چې د غني حکومت پرمهال په همدې تور له ادارو څخه شړل شوې بیرته وروغوښتل شي او په دندو وګمارل شي.