د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مهاجرو هېوادوالو بېرته ستنېدل د ثبات او کرارۍ یو مهم لامل

مشفق 03.05.2016 11:47

یوه ستونزه چې تراوسه ورته په ټینګه پام نه دی شوی هغه هیواد ته دمهاجرینو دستنېدو بهیر دی چې ورته کلکه اړتیا لیدل کېږي، که چېرې مهاجرین هیواد ته راستانه شي نو کیدای شي ورسره زموږدهیواد ډېرې ستونزې په تېره بیا په  امنيتي برخه کې  او هم دظرفیتونو له اړخه دبسیاکېدو په چاروکې حل شي. له بده مرغه افغانستان لااوس هم د مهاجرینو له اړخه دنړۍ په کچه لوړ ځای لري .
په دې وروستیو کې دافغان حکومت دکډوالۍ عالي کمیسیون غونډه کړې چې دمهاجرینو په اړوند یې یو شمېر پرېکړې کړي چې خلک ورته هیله من دي ترڅو دغه پرېکړې په ښه توګه عملي شي ، په غونډه کې ویل شوي چې: د بشري منابعو او له اداري فساد سره د مبارزې له پاره باید عملي او واضح پلان ترتیب کړل شي. د کډوالو مسئله یوه ځانګړې ملي مسأله ده او باید د کډوالو او بې ځایه شویو ستونزو ته د لاس رسي په موخه ځانګړې بودجه په پام کې ونیول شي.حکومت باید د طبیعي پېښو او جنګونو له امله د بېځایه شویو له پاره هم واضح امکانات او تیاری ولري، ترڅو پر وخت د هغوی ملاتړ او ورته لاس رسی وشي. همدارنګه د مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې  چې په کورد ننه د بېځایه شویو له پاره دې د اړتیا وړمالي امکانات برابر کړل شي.
مخکې تردې د ملګروملتونو دمهاجرینو په چارو کې  عالی کمیشنری په خپلو رپوټونو  کې د اجباری بی ځایه شویو او پناه اخیستونکو د شمیر له زیاتوالی څخه اندیښنه څرګنده کړې او افغانستان ته یې په دې برخه کې مهم ځای ورکړی. په رپوټونو  کې راغلي چې افغانستان، سوریه ،عراق، سومالیا ، لیبیا ، سوډان کنگو داسې هېوادونه دي چې ډېر کډوال لري. دافغانستان ډېر مهاجر پاکستان او ایران کې دي چې ستنول یې لازم تدابیر غواړي .
دمهاجرینو بېرته ستنېدل ولې مهم او اړین دی او په امینت او اقتصادی چارو څه اغیز لري؟ په ظاهره به داسې څرګند شي چې افغانستان ته د دوه یادرې میلونو مهاجرو ستنېدل به د مسکن اواقتصاد برخه کې ستونزې راولاړې کړي خو حقیقت دادی که چېرې هغوی له منظم پلان سره راستانه شي هېڅکله هم دغه ستونزه نه راولاړوي . او که چېرې زموږ مهاجرین په منظم ډول راستانه شي لاندې ګټې به هم دهیواد لپاره ولري.
ـ په امنیتی برخه کې همدا اوس ډېر ویل کیږی چې زموږ ستونزې په ګاونډیو هیوادونو کې دي او هغوی زموږ له مهاجرو نه په دې اړوند بشپړه ګټه پورته کوي که چېرې زموږ هیوادوال راستنیږي له نوروهېوادونو څخه به  دغه فرصت واخستل شي.
ـ  هغه پانګه چې زموږ مهاجرهیوادوال یې په نورو هیواد ونو کې کاروي هیواد ته په لېږدسره زموږ په ګټه کارول کیږی او په دې سره د هیواد اقتصادي کچه لوړېږي.
ـ هغه متخصص، مسلکی، باکماله  او زدکړه لرونکی افغانان چې له هیواده بهر په تېره بیا ګاونډویو هیوادونو کې دی په راستنېدو سره یې زموږ کاري ظرفیتونه لوړېږی او ددوی ګټه نېغ په نېغه هیواد ته رسېږي.
ـ دمهاجرو په ستنېدو سره دلته هغوی دخپل کښت، کورنو، اقتصادي دندودبېارغاولو په هڅه کېږي چې په دې سره د هیواد اقتصاد رغیږي.
ـ که چېرې په دې اړوند نړېوال مرسته وکړي په تېره بیا دملګرو ملتونواداره نویوه دپام وړ پانګه هیواد ته ستنېدلای شي.
ـ   خلکو ته یو معنوي آرامښت احساسېږي چې وایې به دادی نور افغانستان یو کرار هیواد دی چې دنړۍ په کچه ډېر مهاجر نه لري او کولای شي په خپل هیواد کې هم ژوند وکړي.او دتېرو جګړو او ناخوالوټپونه به مو درمل شوي وي .
دیادوشوو ګټو ترڅنګ د هیواد د مهاجرینو ستنیدل د هیواد د ثبات او راتلونکی ته د هیله مندی لپاره ډېر اړین دي چې خدای دې وکړي دافغان دولت او اړوندې ملی او نړېوالې څانګې  په دې اړوند بنسټیز ګامونه پورته کړي.
تراوسه چې څه شوی ناکافي یا لنډ مهاله بلل کېږي ،کله چې یو څه نغدی مرسته له ستنېدونکو سره شوې هغوی یواځې په مؤقتی ډول هیواد ته ستانه شوي او بېرته دیوشمېردلایلو له کبله خپلو مهاجرت ځایونو ته تللي ، ځکه دمهاجرو ستنېدل یواځې هغوی ته په یو څو ډالرو ورکولو سره سرته نه رسېږي.
مهاجرینو او کډوالو ته د مسکن برابرول او یا یې هم زمینه برابرول، دکار دزمینو برابرول مؤقتی نغدي مرستی چې تریو وخته هغوی وکولای شي خپل ژوند سمبال کړي هغه څه دي چې په دوامداره توګه د مهاجرو دستنېدو لامل کېدای شي او دغه ستونزه ترډېره بریده حلولای شي چی په کارده په همدې اړوند کوټلي ګامونه واخستل او نورافغانستان د خپلو مهاجرو له ستونزو یو څه بیغمه شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ