د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناچار ولس؛ شوکمار دولت

اجمل درمان 03.05.2016 11:44

په داسې حال کې چې ویل کېږي حاضردمه په افغانستان کې د ټولې کارول کېدونکې برېښنا په سلو کې ۷۰ له ګاونډیو هیوادونو واردېږي؛ د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا په بيه کې ۲۵ سلنه زياتوالی راوست. د برېښنا شرکت ویندوی ويلي، د بیې د لوړولو پرېکړه د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړېدو په خاطر شوې ده. د نوموړي په وينا د برېښنا شرکت په تېر لمریز کال کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړېدو له کبله له ۱۷ ملیونه تر ۱۸ ملیون ډالره پوري زیان کړی دی. پر دې سربېره ياد چارواکی وايې د افغانستان برېښنا شرکت په تېر ژمي کې دوه نیم ملیون ډالره په بغلان ولایت کې د جګړې په نتیجه کې د برېښنا د ستنې د نړېدو او د برېښنا د پرچاو کېدو له کبله تاوان وکړ.
د برېښنا په بيه کې د ۲۵ سلنه لوړوالي لپاره افغان حکومت په ځانګړي توګه د برېښنا شرکت چارواکي ډير عجيب او غريب دليلونه وايې.
لومړی دليل : دوی وايې چې د برېښنا شرکت په تېر ژمي کې دوه نیم ملیون ډالره په بغلان ولایت کې د جګړې له امله د برېښنا د ستنې د نړېدو او د برېښنا د پرچاو کېدو له کبله تاوان وکړ نو د دې لپاره چې نوموړی تاوان جبران کړي؛ د برېښنا په بيه کې يې لوړوالی راوست. دا ډيره د خندا وړ خبره ده چې د برېښنا شرکت په بغلان کې د برېښنا ستنو د نړيدلو له امله دغه شرکت ته د اوښتي زيان بيه له ولسه پرې کوي. ځکه د تير کال په سلواغې مياشت کې د بغلان ولايت د شهاب الدين ډنډ په سيمه کې د برېښنا شرکت مسولينو کولی شول چې د برېښنا نړېدلې ستنې په درې ورځو او يا حد اکثر په يوه اونۍ کې ورغوي خو دا چې د برېښنا شرکت مسولين د سم مديريت نه درلودونکي و او د يادو ستنو د رغولو لپاره يې سالم پلان نه درلود نو د رغولو چارې يې تر يوې مياشتې ورسيدې. د برېښنا ستنو په رغولو کې ځنډ باعث شو چې د برېښنا شرکت ته دوه نيم ميلون ډالره زيان واوړي.
په پښتو کې يو متل دی وايې؛ «زور مې په تا نه رسيږي، مړ به دې دادا کړمه» دلته د برېښنا شرکت له ولس سره د همدې متل پر مصداق روان دی. د برېښنا شرکت چارواکي اوس په بغلان کې د وسله والو طالبانو له لوري د برېښنا پايې د چپه کولو له امله د اوښتي زيان بدله له ولسه پرې کوي. د برېښنا شرکت د دې پر ځای چې پر خپلو نيمګړتياوو اعتراف وکړي او په راتلونکو کې د ورته احتمالي ستونزو د مخنيوي پر لارو چارو غور وکړي، برعکس خپله ملامتيا پر ولس اچوي او د ولس له جيبه د برېښنا شرکت ته د اوښتي زيان بدله پرې کوي.
دويم دليل : د افغانستان برېښنا شرکت ویندوی وحیدالله توحیدي وايې چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان برېښنا شرکت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړېدو له کبله له ۱۷ ملیونه تر ۱۸ ملیون ډالره پوري زیان کړی دی. د دې لپاره چې نوموړی تاوان جبران کړي؛ د برېښنا په بيه کې يې لوړوالی راوست. نو دا خو د افغان دولت په ځانګړي توګه د افغانستان بانک د مسولينو مسوليت دی چې د بهرنيو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړ کړي يا کم تر کمه سالم وساتي. دلته افغان ولس څه ملامت دی چې د برېښنا په بيو کې ورته لوړ والی راولي؟
دا سمه ده چې دولت په ولس حق لري چې ماليه واخلي خو په مقابل کې يې ولس هم له دولته د ژوند تيرولو آسانتياوې غواړي، ولس غواړي چې د خپلو مالياتو بدله وويني، ولس د خپلو ورکړل شويو مالياتو د حساب غوښتنه کوي، نه دا چې دولت ترې د مالياتو په نوم د چارواکو د چکرونو لپاره جزيه واخلي. د برېښنا شرکت ولې له هغو ميليوني پوروړو څخه د پور په اخيستلو سره ياد تاوان نه جبرانوي چې په لوړو څوکيو ناست دي او له تېرو څو کلونو راهیسي يې د برېښنا بيل نه دی ادا کړی؟
افغان حکومت ولې د خپلو هغو تش په نوم سلګونو مشاورينو د معاشونو په کمولو د برېښنا شرکت ته اوښتی زيان نه جبرانوي چې په سلهاو زره افغانۍ تنخواګانې لري؟
افغان حکومت د برېښنا شرکت ته اوښتی زيان ولې د خپلو چارواکو د چکرونو د مصارفو په کمولو سره نه جبرانوي چې د ولس له وينو يې بيه پرې کوي؟
که افغان حکومت په رښتيا هم د ولس په فکر کې وي نو ولې له وزير، رييس او بل چارواکي څخه چې ډالري معاشونه اخلي، پيسې نه ګرځوي او د برېښنا شرکت اوښتی زيان نه جبرانوي چې له په نس وږي ولسه د خولې مړۍ اخلي؟
افغان دولت په داسې حال کې د برېښنا په بيو کې لوړوالی راولي چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ۴۰ سلنه ښودل شوې ده، چې آن لوستي او له پوهنتونونو فارغ کسان هم له بې کارۍ شکایت کوي.
افغان حکومت په ځانګړي توګه د اوبو او برېښنا وزارت مسولين د دې پر ځای چې په افغانستان کې د برېښنا د ستونزې د اساسي حل لپاره کار وکړي؛ موقتي کار کوي چې افغانستان ته يې له ګټې زيان ډير دی. دوی د دې پر ځای چې د افغانستان له پریمانه اوبو څخه ګټه واخلي او پرې د برېښنا بندونه جوړ کړي؛ له نورو هيوادونو د سوال او په خيراتي وارداتي برېښنا کار کوي. داسې ويل کيږي چې د لمر د انرژۍ نه د استفاده په برخې کې افغانستان دومره پوټنشل لري چې که سم پلان ورته جوړ شي نو نورو هیوادونو ته هم بریښنا صادرولی شي. نو د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د دې پر ځای چې په افغانستان کې د شته امکاناتو څخه په استفادې د تل لپاره د برېښنا ستونزه حل کړي او خلکو ته د لمريزې برېښنا د ګټې اخيستنې زمينه برابره کړي؛ دوی ځي له تاجکستان، ازبکستان او ايران سره د خيراتي برېښنا قراردادونه لاسليکوي.
افغان دولت په ځانګړي توګه د اوبو او برېښنا وزارت او د برېښنا شرکت ته په کار دي چې نور د برېښنا د ستونزې اساسي حل پيدا کړي، په سيندونو د برېښنا بندونه جوړ کړي، له لمريزې برېښنا د استفادې زمينه برابره کړي او همداشان د ډبرو سکرو څخه د برېښنا توليد لپاره کار وکړي. د اوبو او برېښنا وزارت نور بايد خپل مسوليت او رسالت په سمه توګه ادا کړي.