د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ربا ډولونه

دکتوتر طاهر منصوري 28.04.2016 11:15

په اسلام کې ربا دوه ډوله ده:
۱: ربا الدیون
۲: ربا البیوع
۱: ربا الدیون هغه ربا ته ویل کیږي چې پور اخیستونکی د وخت په تیریدون سره د پور ورکونکي په رأس المال کې د زیاد راوړي، په ربا الدیون کې زیادت شرط دی. له نومړۍ ربا نه د جاهلیت په وخت کې خلکو استفاده کوله او د خلکو په منځ کې مروجه ګرځیدلې وه. په ربا الدیون کې درې خبرې انغښتې دي چې له همدا درې خبرې یې د حرمت لامل ګرځي:
۱: په رأس المال کې زیادت
۲: د وخت په تیریدو سره زیادت
۳: زیادت په کې شرط وي.
۲: ربا لبیوع هغه ربا ته ویل کیږي چې د دوو همجنس شیانو په ورکړه راکړه کې په یو کې زیادت وشي او یا د دوو شیانو په راکړه ورکړه کې چې یو یې په حاضر کې تر لاسه کوي او بل یې وخت پس تر لاسه کوي کوم زیادت چې په کې منځ ته راځي هغه زیادت ربا کې راځي او ربا البیوع ورته ویل کیږي.
ربا البیوع په شپږو شیانو کې حرامه شوي: سره زر، سپین زر، غنم، وربشې، مالګه، کجورې. دا شپږ شیان په حدیث کې راغلي چې په دو کې ربا البیوع کېږي خو بیا وروسته فقهاو د حدیث په شرحه کې هر یو خپل نظر لري چې د هر یو نظر به لاندې بیان کړو.
د احنافو نظر په اصنافو سته (هغه شپږ شیان چې ربا په کې راځي) :
سره زر او سپین زر: هغه ټول شیان چې همجنس وي او په وزن(د کچې واحد) وتلل شي د سره زرو او سپین زرو په شان حکم لري.
مالګه، غنم، وربشې، کجورې، ټول هغه شیان چې همجنس وي او په کیل ( کچې واحد) وتلل شي حکم یې یو دی.
د مالکي مذهبو نظر په اصناف ستة کې
ټول هغه شیان چې د پیسو استفاده ترې کیږي د سره زر او سپین زرو سره یو حکم لري
کوم شیان چې ساتل کیږي او د خوړولو استفاده ترې کیږي حکم یې د مالګه، غنم، وربشې، کجورو په شان دی.
د شافعي مذهبو نظر په اصناف ستة کې
هغه شیان چې د پیسو استفاده ترې کیږي د سره زرو او سپینو زرو حکم په شان یې حکم دی
او هغه شیان چې د خوړولو وي د مالګي، غنم، وربشې، کجور په شان یې حکم دی.
حنابله بیا د پورتنیو دریو مذاهبو رایې سره موافق دي.
ظاهریان په دې نظر دي چي فقط اصناف ستة کوم چې حدیث کې یاد شوي همغه حرامه دي نورو شیانو کې ربا نشته.
د ربا لبیوع ډولونه:
۱: ربا الفضل
۲: ربا النساء
ربا الفضل هغه ډول د ربا البیوع ده چې په هغه کې د دوو همجنس شیانو راکړه ورکړه کې یو خوا ته زیادت وي. لکه احمد محمود ته یو پوړۍ مالګه په دوو پوړو مالګو په حاضر وخت کې ورکړي، دې ربا ته په اسلام کې ربا الفضل وايې او حرامه ده.
ربا النساء هغه ډول دې چې هغه کې د وخت په تیریدو سره زیادت کیږي په مال کې د شیانو همجنس والی په کې شرط نه دی وخت او زیادت په کې شرط دی، لکه احمد یو کیلو غنم محمود ته په دوه کیلو وربشو ورکوي خو محمود ورته وربشې میاشت پس ورکوي کوم زیادت چې منځ ته راځي په اسلام کې حرام دی.
ژباړه او لنډیز: فیصل جلالي