د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اپریل ۲۳ درې ویشتمه او څو بیلابیل کلتورونو کې ېې لمانځنه

ډاکټر حمیدالله زړءور صاپی 26.04.2016 12:07

دوه ورځې مخکې مې له رسنیو معلومات حاصل کړل چې :۱-یونسف  دا ورځ دکتاب اودخپرونکو حق دنړیوالې ورځې په حیث له ۱۹۹۵ ز. کال راهیسې منلې ده  او په دې اړه ډیر مضمونونه دنړۍ په څلورکنجونوکېد کتاب د ښېګڼو او دتر ټولو ښه <دوست> ګڼلو او د مطالعې په فایدو ولیکل او ولوستل شول ؛ په انګلستان کې ېې د شکسپیر د ۴۰۰مې کالیزې سره نمانځي.
۲- په پښتونخوا کې د قصه خوانۍ د خونړۍ پیښې ۸۳مه کلیزه وه!!. د پښتنو او افغانانو اوسني ځوان نسل خو به فکر کوم دا پیښه بیخي د یاده وتلې وي، ځکه دا اوس  په قصه خوانی کوڅه او بازار کښې یوه لوحه یا بوړډ په پښتو نه لیدل کیږي او نه د پښتونخوا تش په نامء <عمرانخاني او پرویز خټکي په ولایت کې> پښتانه ماشومان او ځوانان د مورنۍ او پلارنۍ ژبې له زده کړو او لیک لوست منع شوي ؛ نو د قصه خوانۍ او خدايي خدمتګارانو قصو مشران یو په یو په اجل او بې-اجله ! د آخرت خواته کوچ کوي، نو دا قصې به راتلونکو نسلو ته یواځې په ځینو پخوانو کتابونو <که هغه هم پاتې وي> ورسیږي>> وګورئ پورته ۱ شمیره کې د کتابونو ارزښت!
۳-د تورکيې په جمهوریت کښې دا ورځ د ملي اقتدار او د ماشومانو جشن په شکل لمانځل کېږي<له ۱۹۲۰ کال راهیسې>
۴- په ڼن ټکی آسیا کې مې د قاري صاب حبیب یوه لیکنه ولوسته ، د متوفی مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې دریم تلین د ثور له دریمې چې د عیسوي کال د اپریل ۲۳مې سره سمون خوري په کال ۲۰۱۳م کې په هق رسیدلی وو!؛ که څه هم ما پر قاري صاب یوه څرګندونه یا تبصره وکړه خو د ن.آسیا خپرو نکړله؟. ما ورته وییلی و : تاسو ولې په هماغه وخت دا ناکرده د پنجابی آی-ایس-ایانو نه رسوا کوله!؟. آیا په شرعیت کې د یو مشر د مړي پټ ساتل جواز لري ، که دا د بیشرف نواز کومه نوې کرنیل ملايي وه؟.
نو ګرانو لوستونکو! اوس مونږ او تاسو ته پکار دي چې د پورتنیو نمانځنو څخه کومه یوه ونمانځو مثبت منفي د ۵-۸ ثوره=۲۴-۲۹ اپریله؟؟؟. په درناوئ.