د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یاغي او باغي طالب

اېمل پیاوړی 26.04.2016 12:05

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنې په ورځ د افغانستان ملي شورا فوق العاده غونډې ته د وینا پرمهال طالبان جنایتکاران، یاغیان، باغیان او محاربان وبلل. هغه زیاته کړه، چې دغه جنایتکاران د علم طالبان نه دي، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشروع دولت پر خلاف راپاڅېدلي باغیان او محاربان دي.
حکومت ته ښایېدل چې له نن نه څوارلس کاله وړاندې په همغه ورځ چې کله یې د طالب، ترهګر او القاعده پر خلاف جنګ پیلاوه، همغه مهال یې باید طالب تعریف کړی وای. هغه یې ترهګر، القاعده، یاغي او باغي بللی وای، خو له بده مرغه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ده حکومت طالب خپل ورور وباله او بیا بیا یې هغوی ته د ورور خطاب وکړ.
طالب له طالبي او د وروري له خطاب څخه په ناوړه ګټه اخیستنې په تېره څه کم یوه نیمه لسیزه کې پرېمانه وحشت وکړ، بې ګناه خلک یې شهیدان کړل، ښوونځي یې وسوځول، جوماتونه یې ونړول، پلونه او سرکونه یې ویجاړ کړل، په روغتونونو او عامه ځایونو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کړل، ځکه طالب پوهېده چې حکومت د دوی پر وړاندې څرګند او قاطع دریځ او تعریف نه لري.
ولسمشر غني د پخواني حکومت په تفاوت واک ته له رسېدو سره سم طالب د ناراضي ورور پرځای سیاسي مخالف وباله او هغه غوښتل چې په دې ډول طالب د سولې د مذاکراتو مېز ته راوبلي او هلته له دوی سره بحث او خبرې وکړې او په همدې موخه یې په تېرو څو میاشتو کې بیا بیا طالبانو ته د سولې او خبرو بلنه ورکړه، خو طالب چې یا سوله نه غوښتله او یا یې هم د سولې واک او صلاحیت نه درلود د حکومت غوښتنې ته چندان ارزښت ورنه کړ.
تېره اونۍ وسله والو طالب ډلو په کابل کې د ترهګریز برید په پایله کې ګڼو بې ګناه هېوادوالو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ پرېمانه مالي زیانونه واړول او دغه برید دا وښودله چې طالب د سولې نه، بلکې د جنګ او وحشت پلوی دی او په افغانستان کې د جنګ ادامه غواړي.
د دوی د دغه برید په غبرګون او ځواب کې ولسمشر غني په پرونۍ وینا کې طالب یاغي، باغي، مجرم او محارب وباله هغه وویل، دغه کسان چې قتلونه کوي، چې د علم دښمنان دي او ان جوماتونه ړنګوي، حق نه لري، ځانونه طالبان وبولي.
افغان ولسمشر څرګنده کړه، چې مونږ د قرآن کریم د صریح حکم مطابق حق لرو چې د باغیانو او محاربانو په مقابل کې دخپلو خلکو دفاع وکړو او باغیان د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوو.
ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې وینا پرمهال دا هم وویل، چې په پېښور او کوټه کې د دې ډلې رهبري د داسې غلام صفته او وطن دښمنو کسانو په لاس کې ده چې د خپلو وطنوالو وینې بهوي او د افغانستان د خلکو له بربادي او تباهي خوند اخلي.
طالب وسله وال چې یوازې او یوازې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې، افراطیت او تاوتریخوالي پلوی دی او د هېواد او ولس د سوکالۍ، هوساینې، پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره هیڅ پلان او برنامه نه لري. د ولسمشر غني په وینا له دوی سره د افغانستان د خلکو د خیر او خوشحالي لپاره هیڅ پروګرام نشته او نه دا فکر ورسره شته چې د خپلو وطنوالو ارزوګانو او غوښتنو ته احترام ولري. دوی په سیاسي تعامل کې خپله ناپوهي او بې لیاقتي ثابته کړې ده.
ولسمشر غني د خپلې وینا پرمهال په ټینګار سره وویل، زه د افغانستان له جیدو عالمانو خواهش کوم چې دغو جاهلانو او ګمراهانو ته د حق لاره وښیي او له ګمراهي یې راوباسي.