د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روغتیا او قیادت

محمد انور ولید 24.04.2016 19:02

انساني مخلوق یوه ژوندۍ هستي ده چې په جسمي او فکري لحاظ د پیدا کېدو ، تغذیې ، ځوانېدو ، پخېدو ، تقلید ، تخلیق ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . د ذکاوت او هوش کچه یې کله ارثي ـ کله اکتسابي او کله هم دواړه بڼې لري . خوڅېره او خواص یې پرته له څه خاصو مواردو نور ټول ارثي وي . ولې روغتیایي او د ناروغۍ حالت یې بیا له غذایي رژیم ( خوراک او څښاک ) ، تنفسي هوا ، نورو محیطي ( فزیکي ـ بیولوژیکي اوکېمیاوي ) عواملو ، د بدن داخلي سیستم ، رواني ( پسایکولوجیکي ) حالاتو، او نورو مترقبه او متوقعه او غیر مترقبه او متوقعه پېښو سره تړاو لري چې د روغتیا او ناروغۍ مَدّ او جَذر یې په سالم او ناسالم بدن دواړوکې د عروج او نزول په ګرافي شکل سره تر سترګوکېږي .
دا چې دغه روغتیا او ناروغي په څو ډوله ده ؟ کوم ډول انسانان روغ او کوم ډول یې ناروغ وي ؟ د روغتیا او ناروغۍ راز یې په څه کې دئ ؟ آیا ناروغي یوازې فزیکي اړخ لري او که تر ځنګ یې ډېرې خطرناکې ساري ، رواني او فکري ناروغۍ هم شته ؟ انسان ولې له ساري ټولنیزو ناروغیو کرکه او وېره لري ؟ د ناروغیو مخنیوی او درملنه څنګه کېدای شي ؟ څه ډول کولای شي چې له هر ډول ناروغیو یوه پاکه سالمه ټولنه ولري ؟ ولې خلک روغتیا خوښوي ؟ ولې د ځان ساتنه فرض ده ؟ د سالم بدن او سلیم عقل حفاظت او ساتنه څنګه کېدای شي ؟ انسان د کوم انساني ګوهر لرلو له امله مسؤول او پړ بلل کېږي ؟ د خپل ځان او نورو په وړاندې د انسان انساني مسؤولیت څه دئ؟ د ژوند په ټولو اړخونوکې د ښکېلو انسانانو اتلولي په څه کې ده او ریښتینی اتل چاته ویل کېږي ؟ آیا د درواغوکاذب اتلان هم شته که څنګه ؟
دا ، او دېته ورته نورې ډېرې پو ښتنې شته چې باید د مسلک او تجربې له مخې یې معقول ځوابونه و موندل شي . په فردي او ټولنیز شکل د وګړو فزیکي او رواني روغتیایي او ناروغ حالتونه باید د خپل مسلک ، تجربې او پوهې له مخې په کره توګه د معالجو طبیبانو او مخکښو له خوا وڅېړل شي . ناروغان له روغو کسانو باید بېل کړي . استعدادونه او ذوقونه یې په ګوته کړي . باید له امکاناتو سره سمې د درملنې او ودې نسخې ورته ولیکل شي . پر خپل وخت یې نظارت او څارنه وشي . د بهترۍ او بدترۍ ( د مثبتو او منفي پایلو ) په تېره د ساري ناروغیوګراف یې هره ورځ ، هره اوونۍ ، هره میاشت او هرکال باید وکتل شي .
خو په انساني ټولنوکې دغه ډول طبیبان څوک دي ؟ آیا ریښتیا هم ټولنپاله طبیبان د خپلو وړو او سترو ټولنو د هر اړخیزې روغتیایي ودې ، حفاظت او څارنې مسؤولیت او دنده پرغاړه لري ؟ که یې لري ـ نو بیا ولې ځینې ټولنیز مشران د خپلو ټولنو په وړاندې بې پروا ـ او هغوی یوازې د خپلو شخصي مفاداتو له پاره د یکبار مصرف په توګه  استعمالوي ؟
چېرې نه چې دغه ډول مشران خپله ټولنه په لوی لاس لومړی په خپلوکې سره بدمرغه کړي او وروسته یې د سیمې او نړۍ په لویوکشالو ، ستونزو اودښمنیوکې د پردیوګټو له پاره د ناروا معاملو په نتیجه کې د خپلو مردمي ، دیني او ملي ارزښتونو په بیه نا معلوم برخلیک ته ور وغوځوي .  
که چېرته په کومه اسلامي ټولنه کې دغه ډول مشران محسوس او یا وموندل شي نو دا بیا د خپلو دیني او ملي وجیبو او اصولو له مخې د ټولني د ریښتینو او صادقواهل خبره کسانوذمه واري ده چې د خپلې ټولنې له پاره یو بل داسې مرکزي مخکښ نجیبه عنصر ولټوي چې د سیاسي ، فزیکي او نورو تحمیلي فشارونو رطوبت پرې اغېز ونه کړي او د ټولنې ټولې اړوندې برخې د خپل نیت ، کار او اصالت له مخې په یوه فاصله کې د خپل محوري ثبوت او جذابیت پر اساس پرته له څه توپیره سره را ونغاړي . ځکه که چېرې په مشرکې دغه ډول عملي خواص وجود ونه لري ، نو بیا خو د ټولنې هغه برخې چې د مشر د مشرۍ ، جذابیت او خواخوږۍ اغېز په کې کم او یا نه لیدل کېږي ، نورې همڅنګې خواوې یې ځانته ورکشوي او جذبوي ، چې یادې برخې او په کې شته شتمنۍ بیا د وخت په تېرېدو سره د هغې ټولنې جز او ملکیت نه بلل کېږي .
هو ! د ؤلسونو ، ملتونو اوخاورینو برخو جغرافیوي وېش او اجزأوې هم د همداسې کمزورو مدیریتونو ـ او د ( سره بېل یې کړه ـ اېل کړه ) پردیومنافقانه فومولونوعملې کېدو په وجه مینځته راغلې دي . نن ورځ موږ په خپلو سترګو وینوچې په ټوله اسلامي نړۍکې دکورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو زدو بندونو له امله د فکري ، جسمي اوجغرافیوي تقسیماتو لړۍ او د وړو اوکاواکه حکومتونو د واک پر سرداسې خپلمنځي ناروا معاملې روانې دي چې خپل ټټو او د بل آس ، سیم و زر او خرمورې ټول په کې په یوه بیه پلورل کېږي . د خاورې ، نظام او واک نرخ ( بیه ) ، اجاره ، میعاد ( وخت ) او د هست یا نېست ( عزل او نصب ) ضرب الاجل یې هم له بل ځایه بل څوک ورته ټاکي .
لنډه دا چې داسې سیاسي ناروغان هېڅکله هم د خپلې ټولنې ، خپلو ملي ، دیني ، کلتوري ، سیاسي ،  امنیتي ، تولیدي ، زراعتي ، سکتوري ، خپلواکي او تدارکاتي لاسته راوړنو او ارزښتونو پر وا نه ساتي . دوی یوازې پردې باندې خوښ دي چې د نسبي واک د هِرَم پرهغه څوکه ورناست وي ـ کوم چې د ملت ‎، خاورې اوخپلواکۍ د د ښمنانوپرمټ له خپلې ملي ارادي او ملاتړ پرته ور پورته کړی شوي وي . خپل ملت یې د پردي استعماري ماشین په زور اسیرکړی وي . دده د مصنوعي واکمنې څېرې په شتون کې دښمن په خپله خوښه د خپل ځبېښاک تکنالوجیکي نېښونه د ملي شتمنیو په شا رګونوکې ورښخ کړي وي ، د ملت د هستۍ وینه هغوی ترې و ځپېښي او تش کالبوت یې د خوار ملت راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدي .
ملت باید خپل اولادونه له زانګو ترګوره پورې د خود ارادیت اوخپلواکۍ په واکسینوباندې د تلپاتې ملي روغتیا له پاره تداوي کړي . چېرې نه چې پردي یې د مکر او تمساح اوښکې په خوله کې ور وڅڅوي او بیا یې د تل له پاره د لا علاجه استعماري ډاکټرانو په تېروخته دارو در مل باندې ورته روږدی کړي . هغه مهال خو به دداسې ناروغو هېواد والو سیاسي او فکري ګراف د مرګ ترکچې پورې ترسیم شوی وي ، دکارګه په څېر به یې خپله ژبه هم هېره کړې وي او له خپلې سل کلنې زړې ابۍ څخه به په پردۍ ژبه اوبه او ممۍ غواړي . استعمارچیان همدغه ډول ناروغ ته متخصص وایي . خو زموږ ټولنه بیا دغه ډول ناروغوترجمانانو او متخصصینو ته هېڅ اړتیا نه لري چې خپل ځان ، خپله خاوره او د خپل مور اوپلار هډوکي پر نورو باندې خوشې پلوري . ځکه زموږ ټولنه داسې روغو انسانانو ته اړتیا لري چې (D.N.A. ) یې سوچه آریایي ـ ژبه یې اریک  ـ  اوهویت یې زموږ له اصل او نسل څخه افغاني وي ، نه ( مِېډ : اِن اِستعماري ) .