د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مطالعې او کتاب لوستلو لارې چارې

محمد شفیق حقپال 24.04.2016 19:01

که چیرې غواړئ بریو ته ورسیږئ که چیرې غواړئ خپلو هدفونو ته ورسیږئ نو دپوهې لاسته راوړل ترټولو اړین دي، دغه پوهه کولای شئ داستادانو، ښوونځیو، پوهنتونونو ... له لارې ترلاسه کړئ او هم دمطالعې له لارې. له مطالعې زموږ هدف دلته د کتابونو او لیکنو لوستل دي، دعظیم الشأ ن قرآن تلاوت او ترجمه او احادیث او نور دیني کتابونه خو ترټولو لومړی باید مطالعه شي او د خپل ژوند ډېره برخه باید ورته ورکړئ، په دې برخه کې یواځې دکتابونو او د بريښنایې وسایلو له لارې د مطالعې په هکله لنډ بحث غواړو وکړو چې کیدلای شي دهرکتاب او متن د لوستلو لپاره تاسو ته ګټور تمام شي.
مطالعه هغه بهیر دی چې په ترڅ کې یې یو شخص یومطلب یا یوه موضوع د لیدلو او ویلو له لارې ترلاسه کوي. اود ډېرو موخو لپاره ترسره کیږي: دپوهې دزیاتوالی په خاطر مطالعه، د بیکاری دوخت تیرولو او ځان بوخت ساتلو لپاره مطالعه، دیوې پوښتنې دځواب موندلو لپاره مطالعه  او نور.
ویل کیږي چې دتلویزیون ، انترنت ، مبایل او کمپویوتر په جوړیدو سره په خلکو کې دکتاب دمطالعې شوق لږ شوی او خپل ډېر وخت نه ورته ورکوي خو سره له دې پوهان توصیه کوي چې دکتاب لوستل ګټور دي او باید چې خپل وخت ورته ورکړو.
مطالعه کول زموږ مورزادی عادت نه وي دا عادت په خپله باید په ځان کې وروزو. دنړۍ پرمختللی خلک خپل  پرمختګ دمطالعې له کبله بولي راځئ چې موږ هم دپرمختګ لپاره دمطالعې فرهنګ په ځان او ټولنه کې دود کړو.
شکسپیرانګریز پوه وایی چې دبشر لویه اختراع کتاب دی. راځئ چې له دې لویې اختراع نه پوره پوره ګټه پورته کړو.
ـ دمطالعې ښه طریقه داده چې مطلب په کراره ولوستل شي او دنورو مزاحمت په کې ونه شي، په دې ډول زموږ حواس ښه راټولیږي او په لږ وخت کې ډېر مطالب لوستلی شو.
ـ دمطالعې لپاره باید هدف او انګیزه ولرو،  باید خپله غوښتنه ولرو تحمیلی مطالعه دومره ګټوره نه وي .
ـ د مطالعې لپاره باید زموږ بدن کاملاً آرام وي د مطالعې ځای مو باید له غږونو او بېځایه مزاحمتونو لرې وي، نه زیات تود او نه هم زیات سوړ ځای کې مطالعه وشي، نه ډیر نور وي په کې او نه هم ډیره تیاره وي، د اړتیا وړاکسیجن باید موجود وي او که چېرې امکان ولري د مطالعې لپاره شین رنګي ځای وټاکل شي.
ـ د سهار په وخت کې د عظیم الشأن قرآن تلاوت ترجمه اوتفسیر او حفظ او د فزیک او ریاضی په څېر مضمونونه چې فکر کولو ته اړتیا لري ولوستل شي او د شپې له خوا هغه مضمونونه او کتابونه چې غواړي له یاده شي لکه تاریخ او جغرافیه او نور ولوستل شي ښه وي.
ـ پوهان وایی کله هم په ډېره لوږه او یاهم سمدستی وروسته له ډوډۍ خوړلو نه مطالعه مه کوی .
ـ د کتاب یا کتابچې واټن مو له سترګو نه له ۳۰ نه تر ۴۰ سانتی مترو پورې انتخاب کړئ، دهغو کسانو چې سترګې کمزوري دي او لرې ښه لیدلای شي او نږدې نه، ښه ده چې دمطالعې په وخت کې طبی عینکې وکاروي، د مطالعې په وخت کې ځان پرکتاب مه کړوپوی ښه ده چې په څوکۍ او میزمطالعه وشي که هغه نه وي نو یو بالښت یا داسې یو څیز باندې کتاب کښېږدئ چې له ځمکې لوړ وي او تاسو ورته کړوپ نه شئ.
کله چې او ږده غزېدلي وئ مطالعه مه کوئ ، ځان ته قید مه ټاکئ چې دومره کتاب باید مطالعه کړم.
ـ په عمیقه او دقیقه او په فکر سره مطالعه وکړئ.  
ـ دمطالعې په وخت کې له نورو کارونو ډډه وکړئ ، دکتاب په لوستلو کې باید استقامت ولرئ او مفاهیم باید ښه درک کړئ ، ددې لپاره مطالعه مه کوئ چې دومره شمېر کتابونه مو ولوستل بلکې ددې لپاره مطالعه وکړئ چې له هغو مفهوم ترلاسه کړئ سره له دې چې که لږه مطالعه هم وي، یو کتاب یا مضمون کیدلای شي څو ځلې هم ولولئ ، کله مو چې ډیروخت وتلی وي بیا هغه کتاب مطالعه کړئ .
ـ د مطالعې لپاره ښه ګټوره داده چې د خپلې عقېدې او دین مطابق کتابونه ومومئ او مطالعه یې کړئ، په بې ګټې مطالعې مه بوختیږئ، ددروغو داستانونه یا داسې کیسې چې مبتذلې وي مه یی لولئ او خپل وخت مه پرې ضایع کوئ.
له خپلو استادانو او دوستانو د ښوکتابونو په هکله مشوره وغواړئ .
ـ که مطالعه مو زړه تنګوي او تاسو نوې مطالعې پیل کړي وي  نوواقعي داستاني اوتاریخي کتابونه له دې کبله چې په زړه پورې وي انتخاب کړئ، په دې توګه به په مطالعه کولو روږدي او عادت شئ او بیا هرډول کتابونه چې تاسو یې لازمه بولئ مطالعه کړئ ، په دې توګه به مو زړه تنګي لرې شي، په جبر اکراه اوزړه تنګۍ او چټکۍ سره مطالعه پرځان مه تحمیلوئ ان که آزموینه مو وي باید دمطالعې انګېزه ولرئ او د مفهوم اخیستو زمینه ځانته برابره کړئ.
ـ په یو کتاب کې چې ((پنځه سوه ټکي دمطالعې په اړه)) نومیږي راغلي چې د مطالعې یوه ښه طریقه داده چې دکتاب مهمې موضوع ګانې په لنډیز سره ولیکئ او بیا یی تکرار کړئ ، په هغه څه چې پوه نه شوی دسواليې په شکل یې ولیکئ او ځواب ورته ومومئ.
ـ د کتاب لوستلو او مطالعې لپاره باید پلان او کړنلاره ولرئ ، مطالعه د خپل ژوند یوه برخه وګرځوئ سره له دې چې اوس انترنتي او الکترونیکي مطالعه هم مروجه شوې کیدای شي له دې لارې هم دخپلومعلوماتو پانګه زیاته کړئ او اړتیا مو ترلاسه کړئ.
ـ  زیار وباسئ چې دمطالعې لوری مو مشخص وي او په همغه مورد کې ډیره مطالعه وکړئ. مثلاْ ددیني کتابونو مطالعه ، ارواپوهنې ، اقتصادي ، سیاست ... په هره برخه کې باید دځانګړي وخت لپاره مطالعه وکړئ ، متفرقه او متشتته او نامنظمه  مطالعه مه کوئ ، زیار وباسی دخپلې مطالعې سلسله داسې جوړه کړئ چې بله ورځ خپله لیکوال شئ او په یوه مشخصه موضوع کې په خپله څه ولیکلای شئ.
دمطالعې په وخت کې یو قلم له ځان سره ولرئ، سوالونه او مهم موضوعات پرې لیکئ
کله چې دیو کتاب مطالعه پیلوئ لومړی یې فهرست وګورئ چې مخکې له مخکې دکتاب له موضوع ګانو خبرشئ.
هغه کسان چې دمطالعې په وخت کې له ګوتې او خطبر نه ګټه اخلي او کرښې تعقیبوي دغه عادت باید پرېږدي ، یواځې په سترګو مطالعه وکړئ خپله ژبه او لاس آرام وساتئ.
کله چې پاڼه یا ورقه اړوئ مخکې له دې چې صفحه یا مخ مو پای ته رسولای وي تیارئ ورته ولرئ دکتاب  له کيڼې پاسنئ لوري نه ورقه داړولو لپاره چمتو کړئ او که انګریزي یا کومه بله بهرنۍ ژبه مطالعه کوئ بیا برعکس دکتاب دښي لوری پاسنۍ برخې نه پاڼه  واړوئ. په دې توګه به مو دخپل وخت سپما کړې وي.
یو پوه وایی هغه څه چې موږ یې له شلو کلونو تجربې ترلاسه کولای شو خو مطالعه یې کولای شي په یو ساعت کې موږ ته رازده کړي. نو مطالعه مه هیروئ او دخپل ورځني مهال ویش یوه برخه یې په هرصورت کې وګرځوئ.  په زیاتې مطالعې سره کولای شئ خپله لیکنې وکړئ او بلآخره تاسو نه هم ښه لیکوال جوړشي.
---------------------------------------------------------------------------------