د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابلته دغم شریکی پیغام

شمال وردګ 23.04.2016 15:31

بیائي دوهشت بیرغ اوچت کړو په کابل کی.
بیائي د و هشت او ر و نه بل کړل په کابل کی.
هر اشرار اوبی فرهنګه. که خالد دی. که ولید.
دسکروټو بارا نونه و ر و ی بیا په کا بل کی.
نعری دالله اکبر دی خپری شوئ. له هر لوری.
معلوم نه دی څوک قاتل اوڅوک قاضی دی په کابل کی.
نه پو هژم  چه  دا څه  ګناه. ده. کړی. کابلیه.
چه نه دارشته نه قاضی قصابخانه ده په کابل کی.
چه رنجو به یی له سترګو نه حیا کړه.
دوطن دعزت پیغله شوه سرتوره په کابل کی.
ناکردو دزمانی ته خو لږځیر شه کابلیه.
څرنګه سری وینی دی روانی په کابل کی.
دجومات له کنجه پورته شی تا وژنی.
دکعبی قران خواره ټول قاتلان دی په کابل کی.
څنګه ئي نن بیا ژیره دلومی په شان ګرده کړه.
همدغه دقاتل دی که طالب که مجاهد دی په کابل کی.
لویه خدایه  داڅپه دبدبختی ټوټه ټوټه کړه.
ځنی خلاص کړه نورافغان هم په ذابل هم په کابل کی.