د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پټ دښمن او ښکاره بریدونه

احمدجان تڼی 21.04.2016 11:16

یو ټکی باید په زغرده ووایو ، هغه ټکی چی د کابل د ارګ واکمنان پرې نه پوهیږی او یا سترګی په پټوي .
مګر د اسلام اباد د پوځ مشران په پوهیږی او د هغه په رڼا کې خپله پالیسی په دقیقه توګه ترتیبوي هغه دا دی چې :
په سیمه کی دوه بیل او مستقل هیوادونه د ( افغانستان ) او ( پاکستان) په نوم وجود نه شی درلودلی. یو هیواد باید حتما له منځه ولاړ شی تر څو ، دا بل هیواد خپل شتوالی ته دوام ورکړي.
د کابل واکمنان ددی په ځای چی پورتنی واقعیت درک کړی. د پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب او ورور ګلوی خبری کوي. پخوانی اولسمشر ښاغلی حامدکرزی ، حتی د ښه ګاونډیتوب او ورور ګلوی څخه یو ګام مخته ورغی او ویی ویل : که چیری کوم څوک په پاکستان برید کوی، دی به د پاکستان تر شا ودریږي.
په دی برسیره ښاغلی حامد کرزی شل واره پاکستان ته ولاړ ، نږدی شل واره یی د پاکستان مشرانو ته میلمستیاوی ورکړي. مګر په دی سره سره یی یو ویښته ګټه هم د افغانستان د پاره تر لاسه نکړی شوه.
خو پاکستان ډیر څه لاسته راوړل. پنجاپی پوځونه چی د پخوانی پروتوکول له مخې حق نه درلود چی قبایلی سیموته ننوزی . هغوی قبایلی سیمو ته ننوتل . د دې سیمو نیمه خپلواکی یی ختمه کړه او نه یوازی پنجاپی پوځونو قبایلی سیمې اشغال کړی بلکی د ډیورینډ د منحوسی کرښي څخه هم راتیر شول.
پاکستانی پوځ وکولی شول پښتانه او پلوڅ په ډیره بی رحمانه توګه وځپی. ښاغلی حامد کرزی د پښتنو او بلوڅو په ضد د پنجاپی پوځ زړه بوګنونکی جنایتونه ونه غندل او سترګي یی په پتې کړې.
اوسنی اولسمشر هم تر ډیره بریده د پخوانی اولسمشر په ګامونو ګام ایښی دی او زیار یی ایستلی دی چی ځان اسلام اباد ته نږدی کړي. خو دوی دواړو دا ټکی درک نه کړ چی : اسلام اباد د افغانستان په وړاندی د خپلی ستراتیژی څخه یو ویښته هم نه په شا کیږی . هغه ستراتیژی عبارت ده د افغانستان تباهی.
د پورتنی ستراتیژیکی څيړنی له مخې پاکستان غواړی چی ، افغانستان تر لاس لاندی هیواد وګرځوي او ورو یی هضم کړي. پنجاپی سیاستوالو ددی موخی د لاسته راوړلو د پاره زیات شمیر تنظیمونه او ډلی را منځته کړې. دا ډلی چی مختلف نومونه یی ځانته غوره کړی و او یا کړی دی، یوازی او یوازی د افغانستان بدنې ته زیان رسوي او بس.
یو افغان جنرال دیرش کالله مخکی ویلی و: هر څوک چې د پاکستان د ( ای اس ای) په دسترخوان یوه ورځ هم ډوډی خوړلی وي د هغه څخه وطندوست افغان نه جوړیږی.
که چیری په افغانستان کی اوسنی دولت جوړښت ته وګورو ، داسی کسان به په کی وجود لری چی په پاکستان کی یې ، د افغانستان د پخوانی دولت ( ډاکتر نجیب) په ضد په مختلفو نومونو سره په کار بوخت و.
د داسی کسانو څخه زیات یی کیدای شی تر اوسه د پاکستان ګټو ته ژمن وي. کیدای شی دا کسان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د پنجاپ د ګټو له پاره وکړي.
پنجاپی استعمار د افغانستان په هکله د خپلو ستراتیژیکو څیړنو څخه دا پایله تر لاسه کړی ده ،چې پښتون اولس د افغانستان هیواد د شمزی د تیر حیثیت لري . که چیری دا اولس ځواکمن وی افغانستان ځواکمن دی او که دا اولس کمزوری شی افغانستان کمزوری کیږی او حتی د تباهی سره مخامخ کیږی.
د پنجاپی استعمار په ستراتیژی کی تر ټولو باید پښتون اولس تر فشار راندی راوړل شی .
هره ورځ په سلګونود افغانستان خلک په تیره بیا پښتانه د پنجاپ د ناوړي استعماری توطیی خوراک کیږي. پنجاپ نه یوازی :
• هڅه کوي چی افغانستان بې ثباته او نا ارام کړي.
• له دی لارې د پښتنو ټولې کورنۍ په غم ککړې کړي او لدې لارې د وطنپالنې روحیه ووژني
• د افغانستان اقتصادی بنسټونو ویجاړ کړی
• د جګړو له امله په افغانستان مالي فشار زیات کړی
• د اوسنی اولسمشر په وړاندې عمومی نا رضایتی را وپاروي.
بهرنی وسله والې ډلې د پنجاپ په کومانده سره ، د فوق العاده جنګي مانورونو په تر سره کولو سره ، په مختلفو سیمو کې خپل ګوزارونه کوي او کوشش کوي د افغانستان کمزوري ټکی تر برید لاندې ونیسي.
دا پنجاپی قواوې د هیواد په مختلفو سیمو کې فعالې دي او دوی وکولی شول تر یوې اندازی هیواد نا ارام کړي.
د پنجاپ جګړه اوس تر محمودخان پله پورې راورسیده. اوس شاته د شاتګ د پاره څه نه دي پاتې. پنجاپ په یوه بل ګام سره کولی شی د افغانستان زړه ودروي.
پنجاب نه یوازی د افغانستان سیاسی –اقتصادی – امنیتی ثبات له منځه وړی دی بلکی په تیرو شپاړسو کلونو کی یی په سلګونوکیلومتره خاوره د ډیوریند کرښی را دی خواته هم لاندی کړه.
پنجاپی استعمار په خپل تعرضی سیاست کی تر ډیره بریده بریالی دی او په دی توانیدلی دی چی افغانستان په یوه کمزوری ، ناتوان او محتاج هیواد باندی واړوي.
خو د کابل دربار په تیرو شپاړسو کلونو کی د تسلیم طلبی ، سترګو پټولو او حتی د غوړه مالی سیاست د پنجاپ په وړاندی مخته بیولی دی.
ددی د پاره چی پنجاپ د دوی څخه خوشاله شی تر ډیری اندازی یی د ملی ګټو څخه سترګي پټی کړي او د خاوری تمامیت یی د ګواښ سره مخامخ کړي دی.
پنجاب د افغانستان په ضد جګړه یوه ثانیه هم نه دروي.
اوس د کابل اولسمشر وایی چی دی د شهیدانو او ټپیانو د هرڅاڅکی بدل اخلي. پوښتنه داده چی د کابل ارګمشر د چا څخه غچ اخلی؟
بیا به په پښتنی سیمو کی د طالبانو د ځپلو په نامه وحشیانه عملیات پیل کړی او په زرګونو پښتانه په شهیدان او بی کوره کړي؟
یا به د جګړی اصلی عامل پنجاپ ته به مخ واړوي او ددی وینو غچ به د پنجاپ د پوځیانو څخه واخلي؟
خو که چیری واقعیتونه وکتل شی داسی ښکاری چی د کابل د ارګ واکمن به پنجاپی پوځیان په نښه نکړی بلکی د متعصبو پاشیستی او مزدورو کړیو د اغیزی له امله به د پښتنو کلی او کورونه وران کړي. چې ښه مثال یی بغلان او کندز ولایتونه دي.
لکه چی پورته وویل شول چی پنجاپی استعمار د خپل ځان د بقا د پاره په افغانستان کی جګړه کوي ، په هغه ډول کابل ته ا ړینه وه چی د ځان د بقا او د ملي ګټو د تر لاسه کولو د پاره په پنجاپ او لاهور کی جګړه وکړي.
خو دا هغه څه دی چی د کابل د ارګمشرانو په خوب او خیال کی هم نه راځي. تر اوسه دوی پنجاپی استعمار ته د دوست او ورور هیواد په توګه ګوري.
کله چی د کابل ارګمشر ښاغلی اشرف غنی واک تر لاسه کړ ، پنجاپی استعماری اداری کابل ته تاوده تلل او راتلل پیل کړل. او د کابل مشر هم ددی له پاره چی پنجاپی استعمار سره اړیکی دوستانه کړی او د دوی د شر څخه ځان وژغوری په خپلو سیمه ایزو اړیکو کی یی بدلون راوست . هند ته یی شا کړه او تر ډیره بریده د پنجاپی استعمار غوښتنی ومنلی.
پنجاپی استعمار هم په څو اونیو کی یی د سولی د راتګ ژمنه ورکړه . مګر اوس څو کلونو تیر شول. د سولی تر نامه لاندی څلور اړخیزه خبری په کابل او اسلام اباد کی تر سره شوې. خو پایله یی د افغانستان د پاره صفر .
خو د پنجاپ د پاره پایله یی دا شوه : اسلام اباد په افغانستان کی د جګړی مخته بیولو د پاره نوی پلانونه تر تیب او تنظیم کړی. قوتونه یی تنظیم ، ځای په ځای او اکمال کړی.
دوی کابل اغفال کړ. او تر ډیره بریده یی کابل اداره په داخلی سیالیو کی مصروفه کړه.
هر افغان سیاستوال او مشر چې پنجاپی استعمار ته د دوست او یا د دوست کیدلو په نظر ګوري هغه په بشپړه توګه ساده او یا د پنجاپی استعمار مزدور دی.
دا ځکه چې تر هغې چې د افغانستان خاوره ( تر ملتان ، جیهلم ، ګوادر ) د پنجاپ تر اشغال لاندی وي پنجاپی استعمار هیڅکله د افغانستان دوست نه شی کیدای.
همدا خبره ده : چی یا باید افغانستان په بشپړه توګه د پنجاپ له خوا اشغال شی.
او یا د پنجاپ تر اشغال لاندی د پښتنو او بلوڅو سیمی بیرته خپل هیواد( افغانستان ) سره وتړل شی .
په دی کی دریمه لار نه شته.
د کابل ارګ باید د پورتنی یا د شوی اصل له مخې د پنجاپی استعمار په وړاندی خپله ستراتیژی تر تیب او عملی کړي. او د نوموړی ستراتیژی د عملی کولو د پاره باید د کابل په اداره کی اراده را منځته شی.
د کابل په اداره کې د ملي ارادې نشتوالی ددی سبب شوی دی چې هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ شي او افغان دښمنه ګاونډیان په دی بریالی شی چی دا هیواد د پښو وغورځوي.
یا په بله مانا ، په افغانستان کی د جګړو اصلی سبب په کابل کی د ملی ګټو ته نه ژمنتیا ، تسلیم طلبی او د غلطو ایدیولوژیو او پالیسیو څخه پیروی د دې سبب شوي ده، چې افغانستان ونه کولی شی د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندې ودریږي.
کابل تل ووایی چې اسلام اباد دی تروریستانو په وړاندی عملی ګامونه پورته کړي. که چیرې د کابل د چارواکو څخه وپوښتل شی چی هغه وسله وال چی په خپله د پنجاپی پوځ له خوا تنظیم شوی دی کیدای شی د پنجابی استعمار له خوا و ځپل شی؟
ددی پوښتنې ځواب ( نه ) دی.
نږدې څلویښت کاله کیږی چی په افغانستان کې جګړه روانه ده. د افغانستان ټول خلک په دی باور دی چی دا جګړه د پنجاپی استعماری نظام له خوا پلان شوی ده او مخته ځی .
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی شوی دی چی ددې جګړي په پایله کې نه یوازی د افغانستان هیواد کمزوری کړي بلکی ددی جګړي په مخته بیولو سره یو شمیر مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
د اوسنیو شرایطو په ژور تحلیل او د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د جوړښت او همدارنګه ددی ادارې تر واک لاندی د خلکو ژوند ته په کتو سره ، د افغانستان دپاره ډیره اړینه ده چې د پنجاپ په وړاندې د جګړي په اړوند ستراتیژي ترتیب کړي .
پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره دې پایلی ته رسیږو ، چی که چیری افغانستان غواړي د پنجاپی استعماري – تروریستی اداری مداخلی پای ومومي او هم خپلو سترو ستراتیژیکو موخو یعنی د پنجاپ د اشغال څخه د افغانی خاورې د ازادی او د یوه متحد افغانستان د جوړیدو یوازینی لار:
د پنجاپ له خوا د پیل شوی جګړي ، بیرته پنجاب ته لیږدول دی.
یعنی دا چې د افغانستان ابادي د پنجاپی استعمار د تباهی سره تړلی ده . او دا خبره معکوس هم ده یعنی د پنجاپی استعمار شته والی د افغانستان په تباهی کې دی.
همدا خبره ده چی پنجاپی استعمار به یوه شیبه هم د افغانستان په ضد جګړه ونه دروي .
دلته د تروریزم تیوری یوه احمقانه تیوری ده چی د کابل چارواکی هم پرې شخوندونه وهی .تروریزم د ځمکی څخه نه دی را ټوکیدلی او یا نه د اسمانه راکښته شوی.
په سیمه کې تروریزم په خپله وده نه ده کړي . بلکې دلته تروریزم رامنځته کړل شوی دی. دلته د تروریزم ایجادونکی ، مخته وړونکی پنجاپی استعمار دی. پنجاپی استعمار د تروریزم څخه نه یوازی د افغانستان په ضد کار اخلی بلکی په تروریزم باندی د ولاړ سیاست په توګه په سیمه او نړۍ کی هم کاروي.
پنجاپی استعمار د خپلو بهرنیو ګټو د تامین د پاره تروریستی ډلی ، چین ، منځنی ختیز، منځنی اسیا ، هند او لویدیز ته لیږي. مګر له بده مرغه د نړی زیاتره هیوادونه د پنجاپی استعمار په دی تروریستی پالیسی باندې سترګې پټوي.
مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . د بلې خوا د افغانستان دولت د پنجاپی استعمار لاندی خلکو په وړاندی ملی ، تاریخی او انسانی مسوولیتونه هم لري چی باید هغه ادا کړي.
د کابل اداره مسوولیت لری چی د افغانستان د هغو خلکو چې د پنجاب تر نیواک لاندې ژوند کوي د هغوی دمبارزو هر اړخیزه ملاتړ وکړي.
د کابل اداری ته اړینه ده چی په نړیواله توګه د پنجاپي اشغال لاندی د افغانستان د ځمکو د بیرته تر لاسه کولو د پاره مبارزه پیل کړي او په نړیوالو غونډو کی هغه مطرح کړي. کابل ته اړینه ده چی د پنجاپ تر اشغال لاندی د افغانستان د ځمکو د تر لاسه کولو د پراخ دیپلوماتیک فعالیتونه پیل کړي.
د پنجاب تر نیواک لاندی پښتانه ( افغانان) په ډیرو ستونزو کې ژوند کوي دوی په ډیره بې رحمانه توګه د پنجاپي استعمار د پوځ له خوا وژل کیږی ، کلي ،ښارونه او سیمی یی تباه کیږی.
د افغانستان حکومت دا ملی مسوولیت لری چی د پنجاپی نیواک لاندې پښتنو ( افغانانو) د نجات او بیرته د افغانستان سره د دوی د یوځای کیدو د پاره کار او هڅه وکړي.
د کابل حکومت باندی د پنجاپی استعمار لاندی د ازادی له پاره پښتني مبارزینو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او هم په سیاسی توګه د دوی مسله په نړیواله سویه مطرح او ترې ملاتړ وکړي.
تر څو چی د پنجاپی نیواک لاندی افغانانو ( پښتنو ) خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي او د افغانستان خاوره بیرته د خپل وجود سره یو ځای شوی نه وي تر هغه په سیمه کې سوله اوامنیت ناممکن دی.
نو لدې له پاره چې پڼجاپی استعمار اړ شی چې تر نیواک لاندی خاوره پریږدی، پنجاپی پوځ او اداری ترې ووځی او د دوی خپلواکی په رسمیت وپیژنی ، افغانستان ته را صادره شوی جګړه باید بیرته پنجاپ ته ولیږدول شی.
یعنی د پنجاپی استعمار لاندی د ټولو سیمو نا ارام کول او په خپله د پنجاپ ایالت ته د دی اور انتقال ، د اسلام اباد واکمنان دې ته اړ کوي چې د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندې خلکو غوښتنو او حقوقو ته غاړه کیږدي.
د پنجاپی استعمار په وړاندی د افغانستان د خلکو ( پنجاپی استعمار نیواک لاندې تر جهیلم او ګوادر) جګړه او مبارزه عادلانه ، روا او اسلامی ده
د یادولو وړ ده چې د پنجاپ تر نیواک لاندی خلک د پنجاپی استعمار د نیواک څخه تر پوزې راغلی دی دوی خپل روا حقوق غواړي ازادی غواړی
پنجاپ د هیواد واک لاندې سیمو کې د خلکو په ضد ډيره وحشیانه جګړه روانه کړي ده د پښتنو ستر ښارونه لکه میرامشانه ، میرعلی او نور په بشپړه توګه له منځه ولاړل او په سلګونو زره پښتانه د پنجاپی وحشی پوځ له خوا په شهادت ورسیدل او دا بهیر روان دی
د پنجاپی استعمار په ضد د پښتنو او بلوڅو جګړه تروریستی جګړه نه ده بلکی ولسی او د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو د پاره ده. د کابل اداری ته اړینه ده چی د پنجاپ په وړاندی د پښتنو او بلوڅو د مبارزی کلک ملاتړ وکړي.
پنجاپی استعماری رژیم ستنې سستې او په یو کوچنی ګوزار سره ړنګیدونکی دی. دا ځکه چې د هیواد په داخل کې تر استعمار لاندی ټول خلک د هغه خلاف دي او د دې استعماری نظام د ړنګیدو د پاره مبارزه کوي.
خو په سیاسی ډګر کی د پنجاپی استعمار واکمنان ، خپلو ګټو د ساتلو د پاره شیطانی پلانونه ترتیب او عملی کوي پنچاپ د خپلو شیطانی پلانونو په عملی کولوسره وکولی شول د خپلی استعماری – تروریستی اداری عمر اوږد کړي او حتی په دی لاری کی نوی بریاوی هم تر لاسه کړی.
د کابل واکمنان باید پوه شی چې د پنجاپ په وړاندی خپلو روا حقوقو څخه تیریدل او د پنجاپ په مداخلو او لاسوهنو باندی د سترګو پټولو سره نه شی کیدای په افغانستان کی د پنجاپ له خوا روانه جګړه ودروي. پنجاپ به ترهغه د کابل په وړاندی جګړه مخته بوزی تر هغه چی افغانستان خپل مستقل هویت د لاسه ورکړی نه وي او د افغانستان بهرنی او کورنی سیاستونه د پنجاپ تر کنترول لاندی راغلی نه وي.
پنجاپی استعمار د افغانستان پټ دښمن دی مګر بریدونه یی ښکاره دی اوې د دې پټ دښمن د افغانستان په ضد جګړې نږدی څلویښت کاله دوام وکړ.