د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډګر جنرال غازي بسم الله خان وردک د بنسټ په ځواب کې

محمد انور ولید 19.04.2016 22:07

محمد انور ولید ، په سید آباد ؤلسوالۍ کې د جهاد لومړنی بنسټ اېښود ونکی :
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی او بښونکي خدای په نامه :
په دې څو را وروسته کلونو کې په وردکو ولایت کې ځینې مؤرخین ، مشاهیرلیکونکي او ابن الوخت د تجارت پېشه نهادونو په نامه بنسټ لرونکي لیکوالان را پیدا شوي چې د وردکو د زرګونو شهیدانو او ريښتینوژوندیومبارزینواومؤسسینو په موجود یت کې په ډېره سپین سترګۍ د خپلو شته دولتي اوغیردولتي چپي فمېنېسټي امکاناتو پرمټ یې داسلامي اصیلوتحریکونواومبارزې په مسیرمسخه کولوپسې را اخیستې ، له جهاد اومبارزې څخه یې د مؤمن خان ښامارجوړکړی اوهرڅوک په خپله خوښه  یوه تسمه ترې باسي او وایي چې ګواکي د روسي ښکېلاک ښامار موږ مړکړی اوغواړې پردې سره د خپلو تېرومنفي عادتونو، مهارتونواو معاملو له مخې د جهاد اواصیلې اسلامي مبارزې مخ پربله خوا واړوي او راتلونکو نسلونو ته وښیي چې ګواکې ددې قافلې د پیل او پای ټول علمبر داران همدوی وواو بس .
خو نه داسې هم نه ده ! تراوسه پورې پېړۍ نه دي وتلې ، د جهاد د لومړي پېر پیلېدو او تنظیمولواصلي ممثلین اوکرېکټرونه لِله الحمد لاهم ژوندي دي . په رڼه ورځ له سره لادینه زبرځواک سره د مقابلې ژوندي اوښان په بډه وهل د تاریخي غلو، کم ذاتوګیدړانواونامردانوکاردئ . د اصیل جهاد اورزمي مبارزې له پیلېدو مخکې خودغه تاریخي غله څوک په دولت کې پټ وو ، څوک له ډېرې بې ایمانۍ څخه له خپل سیوري ډارېدل ، له خپل مال ، خپلوکورنیواوخپلو څوکیو نه تېرېدل ، هغه یې ترجهاد او اسلامي نظام جوړېدو هم غوره ګڼل ، چا چې دا جهاد په عملي توګه د ایمان په زورد خپل سر ، خپلو کورنیو ، خپلو رسمي څوکیواو خپل عزت النفس په بدل او نذرانه کولو سره  پیل کړی ؤ ، هغه مهال خو داسې نرهلته په ډګرنه ؤ چې د همدغومجاهدینو په څېر په تش لاس د کمونېزم پرباروتي فیلانو سپرې پیشوګۍ په غاړه کې مرګوني ګونګړي ور واچوي . کوم کسان چې وروسته یا د مجاهینو له ډاره او یا هم د کمونېستانو له وېرې مجاهد ینو ته راغلل او ځانونه یې پرې پټ کړل ، هغه د هغوی خپله زرنګي او چالاکي وه ، خو بیا دې هم خیر یوسي ، کور یې آباد ، بچي یې لوی . خو دا هم باید ومني چې جهاد دوی نه ؤ پیل کړی او دا ادعأ با ید ونه کړي ، بنسټ لرونکي سودا بازان هم باید د فراري او مجاهد تر مینځ  تو پیرسره وکړي . نواوس څه وشول چې د سومنات بُت ماتوونکي ، د اصفهان ، بخارا او پاني پت دغه پس مرګې بې پلاره فاتحین په کې له سره را وټوکېدل ؟؟؟!!! ؟‎...... دایې لا څوک دي ؟ د سیاسي او اکمالاتي کمپاینرانو او پروژو معامله ګرغله دي ، که بل څوک ؟ خیر په هر صورت ؛ زمایې له معاملو سره کارنه شته ، خو‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ د وسله وال جهاد او تعلیمي او قلمي مبارزې له اصیل خط څخه دفاع کول زموږ خپل (۴۷) کلن میراث اوحق دئ .
لکه څنګه چې د سرو روسانو په وړاندې په قاطعیت او مېړانه  سره جنګېد و ، نو بیا له مافیایي ډلو سره څنګه نه شوجنګېدلی ؟ تراوسه پورې خو ؤلسې  ملاتړ او ځواک په ريښتیني ډول په وردک ولایت ، او سیاسي ملاتړ د افغانستان په ( ۳۴ ) ولایتونو کې انشاءالله الرحمن را سره شته ، خیرکه موږ ځانونه ډګر ته نه دې را وړاندې کړي او په چا موځانونه ، جهاد او مجاهدین نه دې پلورلي . د دې منعا دا نه ده چې موږ (اېکس فایر ) شوي اوله کاره لوېدلي یو، بلکې دا ترمړوایرولاندې هغه پټ اوردئ چې اغېزې به یې په خپلو سترګو خپله بیا وګورۍ . اوس به راشم اصل مطلب ته :  
په دې خو ټول پوهېږو چې د هرې پېښې ترپېښېد و مخکې یوعامل اولامل ، عمل اوعکس العمل وجود لري اوپېښه که ښه وي یا بده هېڅکله هم له عمل اوعکس العمل څخه خوندي نه وي .
پرافغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل کومه تصادفي پېښه نه وه . ځکه دې پېښې تر پېښېدو مخکې ډېر نور پړاوونه هم طی کړي اوهغه دا چې د ماکیاول د ځوځات ترمشرۍ لاندې تزاري روسانود انګلیس د توراستعمارله ماتې وروسته د هند سمندرګي تودو اوبوته د رسېد وخوبونه لیدل ، خود خپلوخوبونود تعبیراو ریښتیا کېدو له پاره یې افغانستان خپل پینځلسم ایالت فرض کړی ؤ ، ځکه یې د افغانستان په دیپلو ماتیکو ، کلتوري ، تعلیمي ، کارګري او پوځي برخو کې داسې پانګونې وکړې چې آن د غرب غوني یې ور زیږه کړل .
تر (۱۳۴۲ ) لمریزکال مخکې مولوي ارشاد ظاهرشاه ته فتوا ورکړه چې آزادي روا ده . خو په دې فتوا کې د آزادۍ حدود نا څرګند وو . د ( کې . جې. بې . ) جاسوسي سازمان چې په افغان نظام کې یې د ننه ژورې او اغېزمنې رېښې او اړیکې لرلې ـ له دې تشې ناوړه ګټه پورته کړه ، په شاهي نظام کې کورنی درځ راغۍ او کمونېستان یې ترلسو کالو پورې د مخلوع صدراعظم سردار داؤد خان په پوست کې ورد ننه کړل .  
په (۱۳۴۲) لمریزکال کې یې د ماشومې د یموکراسۍ د لسیزې له پیلېدو سره سم ناوړه ګټه پورته کړه ، د خلق ، پرچم او نورو چپي ګوندونو قانوني فعالیت ته یې د سردارداؤد خان ترچترلاندې زمینه پرې برابره کړه ، د بندونو ، زراعتي فارمونو، سیلوګانو، فابریکو، سړکونو ، روسي پلوه او روسي هېوادو ته د تعلیمي بورسونو د دروازو پرانستلواودعلمي کانونونو په جوړېد و سره یې د افغانستان د خاموش اکثریت په ځینو برخو کې د مارکسېزم او لېنېنېزم پوچه مفکوره ور تزریق کړه .   
خو په افغانستان کې د ننه ژرترژره ددې پاکې خاورې داسې خبیراوپه پردیو دسیسو پوه بچیان د روسي ښکېلاک پردغه شومه دسیسه او فعالیت باندې خبراو پوه شول چې د مخنیوي په اړه یې په وړاندې په کابل پوهنتون کې د ( ۱۳۴۸ ) لمریزکال د ثورپه (۸مه) د ( جوانان مسلمان ) په نوم بنسټ جوړاوخپل موجودیت یې اعلان کړ.
دې تحریک په خورا چټکۍ سره د وردګو سید آباد ؤلسوالۍ ته د همدې کال د ثور په ( شلمه ) نېټه د شهید څارنوال ګلاب الدین په واسطه چې هغه مهال د کابل د شرعیاتو پوهنځۍ محصل ؤ ـ سرایت وکړ.او د لومړي ځل له پاره یې دې تحریک ته د تنګي د منځنۍ ښوونځۍ د نهم ټولګي پینځه تنه زده کوونکي د عبدالشکور، محمد انور، انجینیرعیسی خان ، مأمورعبدالقدوس ، جګړن وسیم ګل او ډګروال وزیرګل په نومونوچې ټول سره همصنفیان وو جذ ب کړل ، په (۱۳۵۷) لمریزکال کې ترهجرت کولووروسته عبدالشکورد (خادم الله) اومحمد انور د ( ولید) په نومونوشهرت وموند – اوپاتې څلورتنه په خپلو نومونوپاتې شو ، له دوی څخه انجنیر عیسی خان په حرخي پله زندان کې زنداني شو . شهید څارنوال ګلاب الدین د غلام محی الدین خان زوی د سید آباد د زین خانخېلو د کلي اوسېدونکی ؤ چې په (۱۳۵۸) لمریز کال کې د چک په ؤلسوالۍ کې د چک د ؤلسوال له خوا شهید کړی شو .
عبدالشکور( خادم الله ) اوما محمد انور( ولید ) د سید آباد په تنګي دره اوسید آباد ټوله ؤلسوالۍ کې د خپلې لېسې له لارې په شنیز، اوشیخ آباد سیموکې ترد شت ټوپ پورې ډېرې حزبي حوزې اوحلقي ځکه پرانستلې چې موږ د لېسې ممتاز شاګردان او د لېسې لومړۍ دوره وو . ټولو شاګردانو موږ ته ډېر درناوی درلود او هره خبره یې زموږ منله . همدا وجه وه چې موږ هغه وخت په نوموړې لېسه کې (۲۲) تنه استادان ـ په سیمه کې ( ۱۲ ) تنه ملکان او (۲۵ ) تنه جیید علمأ د ( جوانان مسلمان ) تحریک ته په عملي توګه د خپل منطق او استدلال په ژبه را دعوت کړل . د اونخي په سیمه کې د سید آباد همدغه اوسني ؤلسوال ډاکټرمسلم چې اصلي نوم یې فضل کریم دئ ، دا کارکړی او د اونخي ټول دعوت همدې سړي کړی چې بیا په سید آباد لېسه کې دده له خوا دعوت شوي وروڼه له موږ سره په ( ۱۳۴۹ ) لمریز کال کې هم یوځای شول .
د (۱۳۴۹) لمریز کال په مني کې د مولود شریف د نمانځلو پرمهال موږ د شهید څارنوال ګلاب الدین په مرسته د خپل جوړکړي پروګرام له مخې د کابل دارالعلوم استاد اوپه وروستیوکې د منهاج الدین ګهیځ ترشهادت وروسته د ګهیځ د جریدي د امتیازخاوند ( شهید مولوي عبدالرب احدي ) چې بیا وروسته زما خسرهم شو، په شرعیاتوکې ځینې وختونه د طب عدلي استاد او سترلیکوال ( د جغتو قاضي صاحب شهید سلیم فرقاني ) ، د ګهيځ د جریدي مسؤول مدیر(د جغتو محمد عارف پیماني ) ، د اونخي فضل کریم ( مسلم ) او د چک ؤلسوالۍ زمرک (یاسر) چې هغه مهال د حبیبیې لېسې شاګرد ان وو، د میدان د نرخ اوسېدونکی ( شهید استاد ګل محمد ) ، د کابل د طب پوهنځۍ محصل د سلطان خېلو کلي اوسېدونکی ( شهید ډاکټرعزیز) ، د کابل د ادبیاتو اوعلوم اجتماعي محصل او د محصلینو د اتحادیې ریْس د لړمو کلي اوۍطدونکی ( شهید استاد سلطانجان ) ، په امام صاحب د ؤلسوالۍ کې ناقل اوسېدونکی څارنوال محمد رسول ( څارنوال نقیب الله )  او نور وروڼه په سپینو ټوټو له لیکلو شعارونو سره یو ځای له کابل څخه را وغوښتل . موږ د یادې لېسې ټول شاګردان را و ایستل ، او د سید آباد تر لسوالۍ پورې  مخا مخ مو خپل لاریون ته د مارش شکل ورکړاو هلته مو بیا د جوانان مسلمان تحریک په رسمي توګه اعلان کړ .
له دې وروسته موږ په ټوله ؤلسوالۍ کې (۱۵) فعالې جوزې جوړې کړې او د هغوی نظارت او څ�=7رنه مو د انجنیرعبدالشکور ( خادم الله ) ترمشرۍ لاندې کوله . د اسلام د اصلي څېرې ښکاره کولو او د کمونېزم او استعمار د منافقې څېرې بربنډولو په خاطر درسونه او بحثونه زموږ په ټولو حوزو کې روان وو . شهید څارنوال ګلاب الدین زموږ څارنه هر وخت کوله ، خو څارنوال محمد رسول ( نقیب الله ) موږ ته بیا نه دئ راغلی ، څرنګه چې هغه د امام صاحب په ؤلسوالۍ کې یو ناقل ؤ ، په وردګو کې هغه چا نه پېژاند ، ځکه نوموړي د چک ؤلسوالۍ په بمبائي لېسه کې په (۱۳۵۰ ) لمریزکال کې د بمبائي د کلي د حاجي محمد ایوب د زوی ظاهرنومي په واسطه فعالیت درلود . او د څارنوال نقیب الله ټوله کورنۍ به د حاجي محمد ایوب په کورکې وه . حاجې محمد ایوب یو شتمن سوداګرؤ . اودوی به د نوموړې حاجي زامنو ته درسونه ویل او له هغه سره به بسیا وو . د وردګو په نورو سیمو کې یې هېڅ ډول فعالیت نه دئ کړی ، که په دې برخه کې نوموړي د خپل شهرت موندلو په خاطر څه لیکلي وي او یایې وروسته له دې ولیکي هغه ټول سوچه درواغ دي ، او موږ به یې په ډاګه ور رد کړو .
بیا موږله کابل څخه نوموړې حوزې تر(۱۳۵۷) لمریزکال پورې پراخې اوژوندۍ وساتلې . په هغو وختوکې له کمونېستانوسره زموږ لفظي او فزیکي برخوردونه راغلل . د ظاهرشاه د حکومت له خوا څوڅو ځلې تهدید شوو ، راډیوګانې ورباندې وغږېدلې ،  د سیمې کمونېستان او د هغه وخت ټول خلک په دې باندې خبردي . ولې بیا موهم خپله مبارزه د کمونېزم او سره استعمار د شومو اهدافو په وړاندې  همداسې ژوندۍ او فعاله وساتله .  
خوکله چې د (۱۳۵۷) لمریزکال د غوایي په ( اوومه ) د هند او روسیې په سفارتونوکې د مخه جوړه شوې سره کودتا وشوه ، زموږ ډېر وروڼه د وخت کمونېست حکومت ونیول ، ( زه محمد انور ولید او عبدالشکور خادم الله ) دواړه له حکومت څخه له میدان وردګو او کابل څخه د کمونېزم د وحشي حکومت له لاسه د خوست د بټۍ تاڼې او تېرزیو علاقه دارۍ له لارو په جلا جلا توګه د سناتور میرزا د ارتباتیانو په مرسته پېښورته وتښتېدلو. ژمی هماغلته وو . د پسرلي په لومړۍ او دوهمه میاشت کې په پکتیا کې وو . وروسته په ( ۱۳۵۸ ) لمریز کال کې د میرانشاه د دته خېلو، ځدراڼواو تنګې ځدراڼوڅخه ، د رح�=5ت الله مرکز( کواښ ) ته او له هغه ځای څخه  ژېړوک ، زرمت ، درنګ او د خروارد پنج پای کلي له لارې قُله سبزي ته راغلو .
د جوزا په (۲۰ مه) زه ( محمد انور ولید ) ، شهید انجنیرعبدالمتین ( امان الله ) ، د هوسي خېلو شهید صابر( دده ) اود سرقُل د شهید محمد نورد ورور( ډاکټر نیازي ) سره یو ځای د خروار د قُله ْ سبزي او آبدرې له لارې راغلو او دوه ساعته شپه مو د ډنډوکې په جومات کې تېره کړه او بیا سهار وختي د باغک د کلي په مینځ کې تېراو په سرقُل کې مود عبدالمحمد په کورکې ورځ بېګا کړه او شپې ته د انجینیرعبدالمتین کور( رحیم خېلو ) کلي ته ولاړو او سملاسي موږ خپل خلک په همغه شپه د اونخي اړوندو �=7رتباطي خلکو ته ولېږل ، ترڅو چې سبا ته حکومت پرموږ باندې خبرېده ، موږ دواړو د شپې ټول لومړني احضارات ونیول ، یوه ورځ وروسته حکومت د حرکتیانو له خوا پرموږ باندې ځکه خبرشوچې حرکتیان او حکومت دواړه په سیمه کې زموږ له موجودیت څخه په وېره کې وو .
مولوي محمد نبي زموږ دواړو ( خادم الله او ولید ) پرضد خپل مرستیال ( رفیع الله مؤذن ) وردګو ته زموږ د دعوت د مخنیوي اوخنثی کولو په خاطر را ولېږه ، خو هغه هم ناکام شو . حکومت پرموږ باندې په اونخي کې حمله وکړه ، خو تر سختو تلفاتو ور اړولو وروسته بېرته په شا شول ، غنیمتونه موهم ترې ونیول .
کله چې د اونخي د سیمې ټول کارونه منظم شول ، ترجګړې ختمېدو وروسته په همغه ماښام شهید انجنیرعبدالمتین په خپله سیمه کې له نورو مجاهدینو سره پاتې ، او زه ( محمد انور ولید ) له انجنیرعبدالمتین سره په همغږۍ کې بېرته له خپلو مجاهدو ملګرو سره یو ځای ګربت ته راغلم ، ځکه هلته ما ـ او زما رور انجنیرعبدالشکور ( خادم الله ) پخوا ډېر کارکړی ؤ ، موږ د شنیز د ټولې درې متعلمین ، محصلین ، معلمین ، ملایان ، سپین ږیري او متنفذین پېژندل . کله چې مې هلته حرکت وکړ ، په لاره کې د سیمې د ملېشو یوه لس کسیزه ډله هم موږ ته تسلیم شوه او له هغوی سره یوځای موږد پایکي خوړته راغلو ، شپه موهلته تېره کړه . په سبا یې ما له ځینو مهمو او اعتمادي خلکو سره اړیکې ونیولې . د باغک د کلي خلک مې د د وو هلکانو چې یو شاه وزیر نومېږي او ب�=4 زړګی او دغه دواړه د هرات د زراعت د لېسې متعلمین ـ او له هرات څخه را تښتېدلي وو . اوس هم ژوندي دي ، او معلم صاحب شهید برات خان ، د هغه د ورور مجاهد زلمي ، د مرحوم ملک تورد لمسي شهید نظام ، علیخان د شهید ګلا خان زوی ، مجاهد مارزک ، مجاهد نورګل اکا ، مجاهد سید رسول او نو� �و مجاهدینو په مرسته را ټول او هغوی ته مې د حزب اسلامي شنه نشانونه چې په یوه مخ یې د حزب اسلامي آرم چاپ شوی ؤ ـ ورکړل او د حزب اسلامي موجود یت ، مرام نامه او د عضوې مسؤولیتونه  مې د یوه داعي الی الحق په توګه په خلص شکل ور ته بیان کړل . هغوی ټولو زما بلنه حزب اسلامي ته را سره �=8منله . حکومت زموږ په موجودیت او فعالیت باندې خبرشو . موږ یې ښه تثبیت کړي وو ، ځکه یې هغه مهال زموږ (۹۱) کلن پلار ونیو ، چې بیا د کلي او سیمې د خلکو په ضمانت ترې را خوشې شو . هغه وخت زموږ نوم مرګ  ـ  او ځای مو د ځمکې زړه ؤ . موږ خلکو ته په تش لاس د وخت د حکومت پر ضد د پاڅون زړه ورکړاود صابون او پطرولو د محلول څخه پراستفادې به موږ ټانکونه سوځول . بله شپه لس بجې زه ( محمد انور ولید ) او زما ورورانجنیرعبدالشکور ( خادم الله ) د یوسف خېلوپه آخند زاده سره مشهورد افغانستان په سطحه کُل استاذ ( مرحوم عبدالله جان آخند زاده صاحب ) ته ورغلو، دروازه مو ور وټکوله ، تر ډاکټرهدایت الله آخند زاده کشر زوی یې دروازه راته خلاصه کړه ، ځان مې ور وښود . زوی یې کوټې ته ورغۍ ، ترمعرفت  وروسته یې زموږ د ورتلوغوښتنه وکړه ، په هغه شپه نوموړی د شنیز په حسن خېلو کې چې د ده د هستوګنې اصلي کلی دئ ـ موجود ؤ . تر ستړي مشي وروسته یې خپل زوی ـ او زموږ دوه تنه مجاهدین د باندې د پیرې له پاره ودرول ـ  او موږ په خبرو پیل وکړ. لومړی آخند زاده صاحب منفي ځواب راکړ او ویل یې چې : زړګیه !  دېوالونه غږېږي ، زه نه شم کولی ، تر مینځ مو ډېرې خبرې ښکته پورته شوې . موږ چې پوه شوو آخند زاده صاحب د بې دینه کمونېستانو له ډاره نه را سره درېږي ، نو موږ په پای کې ده ته پېغور ورکړ چې : (( آخند زاده صاحبه ! موږ دوه کوچیني هلکان یو ، خو نن موږ د خدایتعالی پردین او دغه یرغمل شوي بې دفاع ؤلس باندې ننګ کړی . خپل کورونه ، څوکي ، پلرونه اوټوله کورنۍ مو د خدایتعالی ددین په خاطرترشا پرې اېښې ده . ځکه موږ ته د خدایتعالی تردین پرته بل هېڅ شي ارزښت نه لري . د ځمکې اوهوا له لارې پرموږ باندې کفر مسلط دئ . موږ د سره کفر په لاس اسیر یو . دغه مرحله د نفیرعام ده . خو ستا شاګردان چې له بدخشانه ترهراته ، او له کندهاره ترننګر�=7ار پورې تیت پرک پرکتابو او تدریس باندې چپه پراته دي او خپله په ټول افغانستان کې د کل استاذ په صفت شهرت لرې ، د خدای تعالی ددین وارث هم تاسو ځانونه بولۍ ، په قلاره ناست یې . آیا پردې قلاره کښېناستو به له دې آفته ځان او خپله کورنۍ وژغورلی شې ؟ نه هېڅکله نه ! د قیامت په ورځ به ته رسول الله (ص) ته د خدایتعالی په حضورکې څه ځواب وایې ؟ په داسې حال کې چې موږ دواړه به هم در باندې شاهدي ووایو . دلته موږ د یوسف خېل=9� آخند زاده صاحب را ګیراو تحریک کړ ، د شپې یوه بجه شوه او داسې یې راته وویل : چې سراو مال مې ټول په کې ځي ، بچیانو په سراومال درسره ولاړ یم . )) همداسې وشول او په سبا یې د یوسف خېلو ټول کلی ، حسن خېل ، کروخېل ، د شنیز ددرې لوی او واړه کلي ، مشران او ځوانان را و کوچول ، د سیرک ( ۱۸ ) تنه تکړه ځوانان او د سنډور د شرین اکا لمسیان د عبدالله خان زامن ( پژمان ، ورور یې علي خان او کاکا یې ) ټول راغلل ، د چنګې ملک صاحب جان او د بلند کاس ملاصاحب اکبرخان ، د ملک محمد حسین زوی او نور مجاهدین د جغتو د خټک تر زامنو پورې له موږ سره یو ځای شول ، ملا صاحبان وارخطا شول چې د جغتو او سید آباد ؤلسوالي ټوله انجنیرعبدالمتین او ولید را څخه ونیوله . هجوم یې را ؤړ. دوی داسې فکر کاوه چې د کلیو او سیموخلک به برمته کېږي ، خو نه داسې نه وه . خلک هوښیار او په هر څه باندې پوهېدل . دوی به هغه ځای ته ورتلل چې هلته به حقیقت او نظم وجود درلود . بل دا چې موږ له پخوا را هیسې دلته دعوت چلولی ؤ . دلته هغه مهال پرته له حرب اسلامي او حرت اسلامي څخه بل تنظیم وجود نه درلود ، محاذ یوازې په جغتو کې ؤ ، مرحوم مدیر صاحب غمی یې عمومي قوماندان ؤ ، کله چې کمونېستي دولت وسلې ور ووېشلې ، مدیرغمی سره له خپلو ملګرویې ترې غره ته شو او په بدل کې یې د خدایداد خان قلا ور ونړوله . د مولوي خالص ، جمعیت ، سیاف او حضرت نوم هم نه ؤ . د تنګي مولوي احمد جان شهید ، قدیم آخند زاده ، مولوی رفیع الله مؤذن ، محمود آخندزاده او نور ملا صاحبان مو د منطق او استدلال له مخې مات کړل ، خو د تنظیمي ګډوډیو او خپلمنځي احتمالي جګړو مخه مو ونیوله .
کله چې هغه وخت د روان جهاد هغه ټولې ژوندۍ صحنې خلکو په خپلو سترګو ولیدلې ، نوهلته خونه د سردارداؤد خان د بې سرپناه اوتښتېد لیوغورځنګي فوځیانوڅرک په خ�=Eلوپلرنیوسیمواوکلیوکې د چا ترسترګوکېده ، اونه هم د هغوقومي مشرانواومتنفذ ینود فعالیت پل ښکارېده ، د چا په نامه چې اوس سوړخیالي اوله حقیقته لیرې تجارت روان دئ .
هغوی خوهغه مهال له خپل سیوري څخه هم په وېره کې وو . کله به یې چې د جهاد او مجاهدینو نوم واورېد ، ترډېرو پټو اښتنو پوښتنوکو�=4و وروسته به ښه ډاډه شول چې ګواکي اوس موږ حکومت نه شي ترې بېولی ، وروسته بیا یو یو را پیدا شول ـ اوله مجاهدینو سره له ډېرې مودې وروسته یوځای شول ، چې موږ دسیمې هغوی ټولوعلمأی کرامو، سپین ږیرو، مشرانو، استادانو، صاحب منصبانو، وړو، زړو، اومجاهدینوته د قدر په سترګه کتل او راتلو ته یې موږ تل ښه راغلاست ویلی دي .
د اسلام د مبارک دین په رڼا کې زموږ ددعوت دروازه پرته له جنګېدونکومزدوروکمونېستانوڅخه نور دهېچا پرمخ نه وه تړل شوې اوهمدا اوس دا بهیرهمداسې پرانستی روان دئ . ځکه اسلام هېچاته ددعوت د دروازې تړلو اجازه نه ورکوي او نه یې پخوا چېرې ورکړې ده . دا پردۍ غیراسلامي عقیدې اوشوم پلانونه دي چې ترځان یې چارچاپېره د مکراوفرېب دېوالونه ورتاوکړي دي ، خلکوته د ښکارکولوله پاره خپل دامونه ږدي اود سپېڅلي ژوند ټولې هیلې یې د خپلو ناولیو شومو اهدافوقرباني کوي .
د ملي خېلو شهید ضابط ولي محمد خان یو له هغو تکړه ، مسلکي توپچي عملي صاحب منصبانوڅخه ؤ چې ترنوروټولولومړی زموږ سره په دې کاروان کې یوځای شواو په ټولوعملي عملیاتو کې به یې له موږ سره تل ونډه لرله . چې دا ټول شنیز ته معلومه ده . د هغه له جهاد او مبارزې څخه سترګې پټول شین کفردي . که داسې نه وه نو روسانو ولې په هغه پسې کلي بمبارد ول ، او ولې یې هغه ګام په ګام تعقیباوه . هغه او شهید ضابط جمعه ګل او ددوی کورنیو ته خو چا په کلي کې هم ځای نه ورکاوه . د لیل به یې هم دا ؤ چې ستاسو له لاسه زموږ کلي کورونه بمباردېږي .
هغوی ، او� � هغوی په څېرنور مجاهدین خو د سپین ډګرمجاهدین وو. نه یې له استعماراواستکبارڅخه وېره لرله ، اونه هم د وخت له لاسپوڅي حکومت څخه . هغوی خو د نورو په څېرداسې افسانوي جهاد هم نه دئ کړي او نه یې کاوه چې عملیات به نورو مجاهدینو وکړل ـ او په شپو شپو او ورځو ورځو به بیا همدغه ډول افسانوي مجاهد نما خلک چېرې پټ وو چې ګواکي افشأ او بدنام نه شي . که مجاهدینو به په کوموعملیاتو کې بری ترلاسه کړ، برېتونه به بیا همدوی په اوبو باندې غوړول ، اوکه به بری نه ؤـ نوبیا به یې په اصلي او بنسټ اېښودونکو مجاهدینو ( موږ) پسې بدې ردې ویلې او ویل به یې چې دا اورخو دوی پرموږاوزموږ پرسیمه باندې بل کړی دئ .
دغه ډول افسانوي مجاهدین اود جهاد درواغجن وارثین هرچېرې وو ـ اوشته چې د نورو د وینواو اوښکو په بیه ګټلي افتخارات به یې د ځان بلل . خو لکه څنګه چې ددرواغومزل لنډ وي ، نودوی هم همداسې خدایتعالی ( ج ) رسوا او وشرمول .
د اسمار کوهي غنډ د کاپیسا ولایت د تګاب اوسېدونکي صاحب منصب رؤوف خان ، د وردکو تورن اصیل خان او ور سره (۱۴) تنو ملګرو یې د حزب او جمعیت اړوندو صاحب منصبانو د خپل منځي کودتا په شکل تسلیم کړ ، رؤوف خان او ور سره (۱۴) تنه ملګري یې د جمعیت ددرې په غنډ کې د یوې توطئې په ترڅ کې په یوه ځای په شهادت ورسېدل او د حکمتیار په مشرۍ موږ په پېښورکې په یوه قطار قبرونو کې خاورو ته وسپارل ـ ځکه په هغه ورځ استاد برهان الدین نه ؤ . او تورن اصیل خان اوس هم ژوندی دئ چې دا مهال د جنرالۍ په رتبه کې په کور تقاعد دئ .
خو د =A�رزي صیب د کابینې یوه وزیرصیب یوه خپل مطبوعاتي غله انډیوال ته د خپل وزارت پر مهال دنده وسپارله چې داسې کتاب ورته ولیکي چې : ( ګواکي د اسمارکوهي غنډ ده د خپلوهڅو په پایله کې تسلیم کړی دئ ) ، په داسې حال کې چې حکمتیارهم شته او ژوندی دئ ، هغه ته د اسمار د کوهي غنډ تسلیمېدو ټوله کیسه معلومه ده . جنرال اصیل خان هم ژوندی دئ ، او د شهید رؤوف خان ورور استاد عبداهادي هم ژوندی دئ . دغنډ د تسلیمېد و تاریخ ، شواهد ، ټول اسناد او ژوندۍ وېدیو ګانې همدا اوس وجود لري ، خونوموړي حرفوي لیکوال همداسې افسانوي درواغ لیکلي او چاپ کړي دي کوم چې وزیرصیب له خپلې خولې ورته ویلي .
په داسې حال کې چې کله هغه غنډ تسلیم شو، نوموړی وزیرصیب دغنډ ترتسلیمېد و وروسته د شهید انجنیرعبدالمتین له خوا ورواستول شو، ترڅودلته د مجاهدینوله خوا کوم اذیت اوتکلیف ورته ونه رسېږي . خو وروسته هغوی هم له غنډ څخه وشاړه . ځکه چې د نوموړي وزیر صیب مخکینی بګرونډ او خام سن چاته د منلو وړنه ؤ .
خیر په هر صورت �=C اوس به راشم اصل مطلب ته :
ډګروال صاحب بسم الله خان د ظاهر خانۍ او داؤد خانۍ د وخت یوتکړه پلی توپچي افسر ؤ . د نوموړي پرشخصیت او کرېکټر باندې زه هېڅ هم نه وایم .هغه زموږ سره د جهاد پرمهال د جهاد په صف کې یو با تهذیبه ، پراصولو ولاړ سپین ږیری صاحب منصب ؤ . زموږ په شمول یې ټولو مجاهدینو درناوی کاوه . اوس یې هم په مړینه خفګان ښکاره کوي او ځا ی یې تش بولي . هغه خود خواه او جاه طلب انسان نه ؤ . له کمونېستانو یې ډېره کرکه کوله .خو نوموړي بنسټ د ده په هکله په خپله لیکنه کې په ځينو برخوکې داسې درواغ لیکلي چې که اوس هغه خپله موجود او ژوندی وای ، پرلیکونکو به یې نفرین ویلی ؤ .
د بېلګې په توګه :
نوموړي بنسټ د خپلې لیکنې په یوه برخه کې ویلي چې : (د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د وردګو د ملي پاڅون اوجهادي قیادت لومړنی اسلامي بیرغ د وردګو د مشرانو ـ روحانیونو ـ پو هانو او ځوانانو د یوې سترې سراسرۍ ټولنې په محضر کې د ګوربت د تاریخي غره په ( سم غالي ) سیمه کې د غازي بسم الله خان وردګ تر قیادت لاندې د ملي او اسلامي ولولو په تر سره کېدو سره د یرغلګرو پر وړاندې ورپول شو . بیا یې لیکلي چې : د کمې مودې په تېرېدو سره ډېر شمېر باشهامته مجاهدین او غازیان د ګربت د جهادي قرارګاه د غیرتي او درانه کاروان سره یو ځای شول . )
ډګروال صاحب بسم الله خان چې همغه کال یې د برید جنرال کېدو ترفع کوله ، خو د ترفع کولو وخت ته پاتې نه شو، پر داؤد خان باندې کمونېستانو کودتا وکړه او دده په څېر داؤد خان ته وفادار ټول صاحب منصبان د مرګ له ګواښ سره مخ شول . ځکه ددوی ټولې هڅې ناکامې او پلانونه یې شنډ شول . نوموړی هم له هغوافسرانویو ؤ چې حتی په خپل کلي کې یې په ښکاره شپه نه شوای تېرولی . ځکه کمونېستان دداؤد خان په ورکواوتښتېدلیو ملګرو پسې ګرځېدل ، هغه وخت دده د پټېدو ځای ورک ؤ .
 د حزب اسلامي د مخه جوړشو�=C سنګرده ـ او دده په څېر نورو خلکو ته یوغوره او خوندي ځای ؤ . دا سنګر د مخه پرته له محمد انور ولید او ورورڅخه یې بل هېچا نه دئ جوړ کړی او نه هم دلته بله کومه قومي یا تنظیمي جبهه وه . د ګربت د حزب اسلامي جبهه محمد انور ولید جوړه کړې ده چې د سیمې مجاهدینوبه ورته آمرخطاب کاوه او د سیمې خلکو د است=8�د ولید یا معلم ولید په نامه پېژانده . دا خبره خو ټول وردک ته معلومه ده .
د کوچیني اختر په ورځ زه ( محمد انور ولید ) او را سره مجاهدین د باغک د کلي سترجومات ته ورغلو ، اوتراختر مبارکۍ وروسته ما خلکو ته په څو ساده تکو کې د نړۍ د نورو مسلمانانو او افغانانود اخترونو په اړه خبرې وکړې د باغک ستر ملا (حاجي صاحب ) چې په خټه سید ؤ او نورو خلکو زما په خبرو او ددې ځورېدلي ؤلس په وینو لړلي اختر باندې وژل. او د باغک همدې ستر ملاصاحب یوه مېږه مجاهدینو ته په اختر مبارکۍ کې عیدي ورکړه . خو نوموړي بنسټ دلته ستر درواغ ویلي او په هغه ورځ ډګروال صاحب لا زموږ جبهې ته هم نه ؤ راغلی . کېدای شي په خپل کورکې به پټ ؤ ، ځکه له کمونېستي حکومت څخه به را تښتېدلی ؤ . خو موږ او سیمې خلکو نه ؤ لیدلی .
ور پسې مې د پایکي په خوړکې دتنګي د دوآب کلي مولوي احمد جان او قدیم آخند زاده ته داسې ځواب ورکړچې : تاسوځانته اوموږ به ځانته د روسانوپه وړاندې جنګېږو . هماغسې مو وکړل . له هغې دوې ورځې وروسته پراونخي باندې کمونېستي ملېشې را وختلې ، ما خپل مجاهدین په رحیم خېلو کلي کې په دوو ځایونو کې ورته ځای پرځای کړل ، ( ۲۲ ) تنه مجاهدین په هغه ورځ شهیدان شول او (۲۱۸ ) تنه د ملېشو له مینځه ولاړل . خو د حرکت خلک د خواجه ابراهیم بابا سره نزدې ناست و�=8 او ویل یې چې :  پراخوانیانو باندې سخت پرنګی جنګ دۍ او ټک یې هم نه ور باندې کاوه . پردې خبره زما س�=Eت قهر ورته راغۍ او په همغه مازیګر مې د جغتو ایریاب سیمې ته وشړل اواخطارمې ورکړ چې : که له دې ځایه همدا نن شپه  ولاړۍ نه شۍ ، د شپې به تاسو ټول ووژنم . د بلند کاش ملا اکبر کاکا په دې عمل له ما څخه خفه هم شو او را ته ویل یې چې دا خواره کي په دې شپه چېرې ولاړ شي ، بسونه ور ته حلال کړ�=7 . خو مایې په ځواب کې وویل چې وچه ډوډۍ او ددې ځای اوبه هم والله که را څخه وڅښي .
د کروخېلو د کلي د محمد کبیرکشر ورورحاجي صاحب محمد عارف  د ډګروال صاحب د کاکا زوی    ( حاجي آغاجان ) جبهې ته راؤست او بیا وروسته د حاجي آغاجان په مرسته ډګروال صاحب بسم الله خان سره له دوو زامنو جبهې ته راغۍ . ور پسې د باغک ضابط محمد نبي را پیدا شو .
ترهغه ډېرې شپې وروسته بیا موږ خپله دا تصمیم ونیوچې د دهري او مرتد حکومت په وړاندې باید له خپل سنګرڅخه د وسله وال جهاد اعلان کړو .
د ګربت دغره د لوی خوړ په خوله کې د کناوېز قلا پورې غاړه د زردالیو په باغ کې چې د سیمې د خلکو کومه غونډه خپله شخصاً موږ را وبلله ، ما محمد انور ولید په خپله هغه لومړنۍ غونډه د کوچیني اختر په ورځ نه ـ بلکې تر روژې او کوچیني اختر وروسته په خپلو خبرو پرانستله . بیا زما ورور ( انجنیر خادم الله ) خبرې وکړې ، ور پسې مې مولوي ګل رحمن ته چې د تنګي په ابتدأیه ښوونځۍ کې له موږ سره په مکتب کې ؤ او موږ له همغه وخت را هیسې پېژانده د خبروکولو نوبت ورکړ. خو په همدې وخت کې ډګروال صاحب بسم الله خان له کومې خوا راغۍ او ویل یې چې غونډه ختمه کړۍ . چېرې نه چې پرخلکو بمبارد وشي . موږ یې هم د یوه سپین ږیري تجربه کارمنصبدار په توګه دا خبره ومنله . د غونډې له ختمېد و سره سم ریښتیا هم چورلکې راغلې او دا سیمه یې بمبارد کړه . خوهغه مهال موږ ټول خلک سره تیت پرک کړي وو . د خدا ی په فضل هېڅوک په کې ټپي یا شهیدان نه شول . ولې څه وخت چې موږ د حزب اسلامي موجودیت ددې غونډې له لارې اعلاناوه ، نوموړی ډګر وال صاحب له موږ سره همغږی نه ؤ . بلکې ځان یې تري تم کړ .
خو بیا هم زما خپل ترکیزپردې باندې ؤ چې مرحوم ډګر وال صاحب ددې لویې جبهې د نظامي قوماندان په توګه له ځان سره ونیسم ، خود سیمې نورو مجاهدینو په شوراکې د انجنیرعبدالمتین په ګډون زما د وړاندیز مخالفت وکړ.  پېښورته مې د نوموړي په هلکه خپله ډګروال صیب ته مکتوب ورکړ چې ډګروال بسم الله خان د ګربت د جبهې د نظامي قوماندان په توګه ومني ، هغوی یې هم مخالفت وکړ. دا ځکه چې نوموړی د داؤد خان له غوځنګ ګوند سره تنظیم شوی ؤ اوغورځنګ ګوند د داوود خان د واکمنۍ پرمهال جوانان مسلمان ته ډېرې ضربې ورکړې وې .  
 د ډګروال بسم الله خان ( ډګرجنرال غازي بسم الله خان بنسټ ) په نوم چې کوم نهاد د کومو حرفوي سوداګرو له خوا جوړشوی او د کومو خلکو نومونه او نېټې چې په کې یادې شوې ، هغه ټولې جعلي او دداسې بې معلوماته خلکو له خوا لیکل شوې دي چې په هغه وخت کې داسې پېښې دداسې کسانو له خوا نه دي شوې او دغه ډول بنسټ والان خوبه یا هېڅ تولد شوي نه وو ، یا به یې کورنۍ کمونېستان وو ، او یا داچې هغه مهال به یې له اسلام او مسلمانانو سره مخه ښه کړې وه ، اویا هم کېدای شي له چایې اورېدلي وې چې : ګواکې د ګربت د جبهې مؤسس ډګروال صاحب بسم الله خان ؤ . ولې دا عقل هم نه مني ، خکه چې ډګروال صاحب بسم الله خان خو له حزب اسلامي سره دده له دې راتګ پرته پخوا هېڅ ډول اړیکې هم نه لرلې . نوڅه ډول یې په خپل سر د حزب اسلامي په نامه جبهه جوړوله ؟
حزب اسلامي ته چې راغۍ هم علت یې داؤ چې دلته زموږ په جبهه کې نظم موجود ؤ . مجاهدین او نور روښان فکره کسان له موږ سره ډېر وو .
نوموړي بنسټ د خپلې ل�= Cکنې په بله برخه کې لیکلي چې : د خپلواکۍ په موخه د وردګو ولایت د مشرانو ـ روحانیونو او علمأ و تاریخي جرګه :
(( د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې د غازي بسم الله خان په وړاندیز د وردګو ولایت مشرانو ـ روحنیونو اوعلماوو یوه جرګه دایره کړه ؛ په دې عالي شورا کې :
د مولوي عبد الرحمن آخند زاده ، د یوسف خېلو آخند زاده ، د چهاد دهي د ملک محمد حسین خان ، جهادي مشر مدیرغمی وردګ ، جهادي رهبر مولوي رفیع الله مؤذن ، ملک محمد هاشم خان ، د برات خېلو مامور سردار خان ، د باغک حاجي صاحب ، د باغک محمد وزیر خان ، د باغک بهاوول خان ، مولوي فضل قدیم ( مولوي قدیم ) آخند زاده ، د حسن خېلو محمد کبیر خان ، د سید آباد قاضي ګلاب الدین خان ، مولوي محمود آخند زاده ، شهید انجنیر عبدالمتین خان ، مولوي محمد سعید پاچا صاحب ، قاضي محمد کریم حیدري ، د سالارو رحیم خان ، شهید ګل وزیر خD8�ن ، څارنوال شاه رسول خان ، شهید ډګرمن تازه ګل خان ، شهید تورن عبدالواحد خان ، مولوي محمد حسن آخند زاده ، مولوي معشوق آخند زاده ، شهید قو ماندان همېشه ګل خان ، شهید ضابط جمعه ګل خان ، د تنګي مولوي بابا ، دیني عالم عبد الرب آخند زاده ، حاجي آغاجان وردګ او نورو مشرانوهم ګډون درلود چې ټول D8�دوداً (۲۰۰) کسه مشران د باغک د ( شاه کاریز ) په سیمه کې را ټول شوي وو . د خبرو اترو او مشرورو نه وروسته په یوه آواز د کمونېستي رژیم او روسانو پر وړاندې د جهاد اعلان تر سره شو . ))
درنو لوستونکو او په وردکو کې د کفري استکبار او استعمار او منافقینو ضد واقعي مجاهدینو:
 دېته مو باید ښه پام وي چې په خپلووینو، اوښکو او تڼاکو لړلی تاریخ اوخپل دیني او ملي ارزښتونه او افتخارات نه پرچا باندې وپلورۍ ، او نه بل چاته د هغو د پلورلو حق ورکړۍ . ځکه دا ستاسو له خوا ستاسو راتلونکو نسلونو ته یو سترامانت او په امانت کې خیانت د ستر منافق خاصیت او خصلت دئ .
د جهاد اعلان خو موږ او تاسو ټولود زمري په میاشت کې نه ـ بلکې د سرطان په میاشت کې د کناوېز له قلا پورې غاړه د زردالیو په باغ کې د ورخې په ( ۱۱ ) بجو وکړ . چې د حرکت د ځینو کسانو او خپله د ډګروال صاحب دا کارخوښ نه شو او له غونډې وتښتېدل . بیا خو خلک نه دې را غونډ شوي . بل دا چې په یادو کسانو کې خو د همېشه ګل نوم یاد شوی ، په داسې حال کې چې همېشه ګل هغه مهال له مجاهدینو سره له سره وجود نه درلود ، چې کله داغۍ حرکت ته ورغۍ او هغوی منګلي چپنه د خپل تبلیغ له پاره وراغوستې وه او خپل شعرونه به یې ورباندې ویل .
په یادوکسانو کې د برات خېلو مامورسردارخان خو ځای پرځای فلج په کورکې پروت ؤ ، هېڅ ځای نه شوی تللی . مرحوم قاضي صاحب محمد کریم D8� شهید ضابط جمعه ګل او شهید انجنیرعبدالمتین دری واړه اخوانیان او بیا حزبیان وو ، هغوی هېڅکله هم قومي غونډو ته نه دي تللي . شهید ګل وزیر خان خو ددې غونډې تریاد شوي تاریخ مخکې جکومت ونیو ، هغه هم دلته په دې تاریخ نه ؤ، معشوق آخندزاده تر شیخ آباد پورته له ډاره ګرځېدلی نه شوای ، د تنګې ملا بابا هغه مهال په مشکوک حالت کې ؤ ، هغه ډېرهوښیارملا دئ ، په داسې غونډو کې یې له هېچا سره شرکت نه دئ کړی . شهید مولوي عبدالرب احدي زما خپل خسرؤ ، هغه کله چې په ۱۳۵۷ لمریزکال کې د کمونېستانو له خوا د پنجشنبې په ورځ کودتا وشوه ، پرسبا یې د خیرخانې مېنې په کوېټي جومات کې د جمعې ترلمانځه ورکولو وروسته د لوډ سپیکر له لارې د افغانستان ټولو مسلمانانوته د نفیرعام اعلان وکړاو له همغه ځای څخه یې ونیو او په څرخي پله زندان کې د حفیظ الله امین د رئیس دفتر ( داؤد تړون ) له خوا په شهادت ورسېد اوهغه د لته په دې خیالي غونډه کې موجود نه ؤ.
دا خو ما څو نمونې یادې کړې ، له دېنه تاسو لوستونکو ته خپله معلومېږي چې دا غونډه خیالي ، او د یادو خلکو شتون ټول په درواغو لیکل شوی ، یعنې مرحوم ډګر وال صیب داسې غونډه هېڅکله هم په شنیز دره کې نه وه جوړه کړې .
نوموړي بنسټ د خپلې خیاD9�ي لیکنې په بل ځای کې لیکلي چې : (( د ۱۳۵۹ هجري لمریز کال د غوایه د میاشتې په لومړۍ نېټه لاندې مشران چې ټول حدوداً (۳۰ ) کسه کېدل د ببرک کارمل له خوا د جګړې د بندیز او سولې په موخه وردګو ته راغلل ، تر څو د غازي بسم الله خان وردک او نورو جهادي مشرانو سره د یوې جرګې له مخې یوه تفاهم ته ورسېږي ، نوم�88ړې جرګه د د وردګو ولایت د شنیز درې د کروخېلو د کلي تر څنګ دایره شوه .
په نوموړې جرګه کې لاندې مشران وردګو ته راغلي وو :
ډاکتر محمد عمر خان د ملي شورا پخوانی رئیس ، پو هان عبدالقیوم خان د کانونو پخوانی وزیر ، والي محمد اسماعیل خان ، والي روشندل خان ، جنرال محمد موسی نعیمي ، والي تاج محمد خان ، د برات خېلو حاکم عبدالاحد خان ، ډګروال عبدالحنان مینه پال د کابل پخوانی امنیه قو ماندان ، ډګر وال اسد الله خان ، د حسن خېلو ملک عبدالرؤوف خان ، د پټانخېلو خزانه دار صاحب جان ( شېرزوی ) ، امین الله خان حیدري ، عبدالقدیر کامل )) او نور مشران . بیا یې لیکلي چې : ((  تر خبرو اترو او مشورو وروسته د وردګو مشرانو او علمأ وو ټول اساسي او بنسټيز وړاندیزونه د پورتنیو مشرانو په لاس ببرک کارمل ته واستول شول چې په دې وړاندیزونوکې یوازې یو وړاندیز ( تور ـ سورـ زرغون ) بیرغ د ملي بیرغ په توګه ، او سور بیرغ د حزبي بیرغ په حیث منل شوي وو . او نور ټول وړاندیزونه د ببرک کارمل له خوا رد او ونه منل شول . ))  بیا یې لیکلي چې : (( ددې په غبرګون کې ببرک کارمل یو لوی لښکر چمتوکړاو ( ۲۰۰ ) تنه یې په شهادت ورسول . د روسانوګڼ شمېرټانکونه او وسایط تخریب او ماتې یې وخوړله . ))
د وردګواوبرحق جهاد درنووارثینو ! کمونېستي حکومت دوه ځلې وردګو ته د وردګو کابل مېشتي مشران را لېږي : لومړی هغه مهال چې د ( شل زره ) میله ( سه صدو سه بور) ټوپکو وسلې یې په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې د ډګروال غلام دستګیر ترمشرۍ لاندې ووېشلې چې بیا په چک او دایمیردادو کې مجاهدینو وسلې غرونو ته ترې وتښتولې ، دایمیردادو او چک ؤلسوالیو سقوط وکړ، او له سید آباد اوجغتو ؤلسوالیو څخه یې د پوهاند حکیمي ، د رادارو د پخواني قوماندان جنرال عبدالحق او نوروپه لاس بېرته په هغه ورځ ټولې کړې وې چې زه ( ولید ) خپله ګربت ته = 9�ه وسلو ټولولو دری ساعته وروسته ناوخته ورورسېدم خو وسلې ټولې شوې وې . یوازې مدیرغمي په جغتو کې وسلې ترې وتښتولې اوغروته شو . هغه وخت خو په شنیز دره کې له ملایانو نیولې تر همدغو صاحب منصبانو او قومي مشرانو پورې دومره څوک نه وو او په ذره بین کې نه پیدا کېدل چې د خلکو په لاسو کې همدغه تیارې په لاس ورغلې اخیستل شوې وسلې یې مدیریت کړې وای ، حتی ددې پر ضد یې خلک ګواښل چې ګواکي موږ او زموږ کلي په حکومت باندې مه تباه کوۍ . په پردي لاس او پردي کور کې یې وسله نه شوای زغملی . داسې مشران چې دومره زور په کې موجود ؤ او دومره خلک یې پرځان باندې را ټولولی شوای ، نو ولې یې همغه وخت ددې کار اقدام نه کاوه ، د پردیو سیمو خلکو ته به څه حاجت ؤ .
بل دا چې مجاهدینو که هغه حزبیان وو یا د کوم بل تنظیم ـ سور بیرع یې هېڅکله هم نه مانه او پر ضد یې وسله وال جهاد پیل کړی ؤ. نو بیا یې داسې غلط وړاندیز څه ډول ببرک کار مل ته کاوه ؟ آیا کمونېزم یې محرفوي کمونېستانو کار دئ .
بل دا چې نوموړي بنسټ لیکلي چې پردې پسې حکومت قوه را ولېږله او (۲۰۰) تنه یې شهیدان کړل . په داسې حال کې چې هغه خو سره قوه وه ، خاص ورد ګو ته را لېږل شوې وه او لومړی پیل یې هم د روژې په نهم تاریخ سهار وختي له تنګې درې څخه ؤ ، چې له دوآب څخه تر سپین ورسک پوري تر ماښام پورې (۱۸۰ ) تنه د تنګې بې ګناه مسلمانان په شهادت ورسېدل او (۱۰۵۰ ) تنه سره روسان په کې مردار شول . د روژې په لسمه اونخي او شنیز درې ته وختله .  ور پسې چک او جغتو ؤلسوالیو ته ولاړه ، او همداسې د میدان نرخ ؤلسوالۍ او نورو سیمو ته ولاړه . په ټولو ورد ګو کې یې (۱۲۰۰) بې ګناه مسلمانان په شهادت ورسول . انجتیرعبدالمتین او نور مجاهدین هم په همغه قوه کې شهید ان شول .
د ببرک کارمل حکومت او روسانو د کابل په خوله کې ترخولې پورې وسله وال مجاهد وردک نه شوای زغملای ، نو ځکه یې له خپل تصمیم سره سمه د کسات اخیستو له پاره قوه ور ولېږله . او هغې قوې د غازي ډګر جنرال بسم الله خان د بنسټ له خیالي غونډې سره هېڅ تړاو نه درلود .   
بل ځل یاد کسان د ( ۱۳۵۸ ) کال په مني کې د ډاکتر محمد عمر وردک او والي اسماعیل خان په مشرۍ حفیظ الله امین په دې موخه را لېږلي وو چې ګوا�A9ي وردک دې له حکومت سره سوله وکړي او وسلې دې بېرته حکومت ته تسلیم کړي . زه هم منیر آخند زاده او علاقه دار ببرک دې غونډې ته ور وبللم . خوهلته په هغه غونډه کې په شېخ یاسین او شاه قلندرسیموکې ډاکټرعمراو والي اسماعیل خان خپله مجاهدینو ته وویل چې : (( وسلې ورنه کړۍ ! خپل جهاد ته ادامه ورکړۍ !  موږ یې په زور را لېږلي یو !  زه له چا څخه نه ډارېږم ! مادې خدای اوس ور باندې مړ کړي . )) ب�8Cا والي اسماعیل خان چې په دوی کې ډېر سپین ږیری ؤ په خره باندې مجاهدینو ترټوپ دښتې پورې ویوړ او غونډه پای ته ورسېدله . خو بل وخت داسې کسان وردګو ته نه دي را غلي . دې بنسټ  چورلټ درواغ ویلي دي  او په شنیز دره کې دغه ډول غونډه نه ده شوې او دغه ډول وړاندیزونه د کمونېستي حکومت استازوته چا نه دې ورکړي .
او بل دا چې هغه مهال وروسته له ما ( محمد انور ولید ) څخه څارنوال محمد رسول ( څارنوال نقیب الله ) غوښتل چې دا جبهه ړنګه کړي ، ځکه ده خپله پخ� �ا دلته کوم حزبي کار نه ؤ کړی او نه یې څوک دلته دعوت کړي وو. خوهلته یې حکمتیار ته په درواغو ویلي وو چې ګواکي په ټول وردک ولایت کې ما کارکړی ، ما دعوت کړی ، زه چې څوک در پېزنم ، پر هغه باندې باید کار وکړو او هغه ته باید رشد ورکړو . په داسې حال کې چې څارنوال نقیب الله یوازې په چک لېسه کې یو څو تنه دD8�وت کړي وو او بس .
موږ چې د نقیب الله په دې توطئیه خبر شوو . په تنګې کې مو د بلې جبهې جوړولو نیت وکړ، زه هلته له خپلو درېیو تنو ملګرو سره یوازې ولاړم ، خوله شانه د حکومتي جاسوسانو له خوا افشا شوو اود لوګر، غزني اوکابل له خوایې محاصره کړو ، ورځ مو په مقاومت ور سره تېره کړه او شپې ته د ټولو قواوو له مینځ څخه ووتلو. بیا مو په ژمي کې استاد سمیع خان او انجنیر حضرت ګل را وغوښتل ، د اونخي په یومي خېلو کې مو پروګرامونه ورسره مطرح اوموږ له څارنوال نقیب الله سره د ټولو پېښو د سپیناوي په موخه پښور ته ولاړو او شهید انجنیر عبدالمتین ته مو وویل چې موږ پېښورته ځو ، خوته ( انجنیر عبدالمتین او ډاکټرمسلم به تنګي ته ولاړشۍ او په زوربه جبهه پرانیزۍ ، هغوی همداسې وکړل . حرکتیان یې مخې ته د مخنیوي له پاره ورغلل او دوی پرته له جنګ جګړې څخه په زورترې تېرشول اوپه تنګي کې یې جبهه پرانستله . ورشۍ ددې پېښې نور جزئیات له ډاکټر مسلم څخه و پوښتۍ . همداسې د شیخ آباد او دشت ټوپ جبهې هم جوړې شوې .
خو ډګروال صاحب بسم الله خان هغه مهال له چارګل سره په جنجال اوښتی ؤ ، ځکه چارګل د نقیب الله کلیوال ؤ، اوهغه ته یې د ګربت د جبهې د آمرپه صفت له حکمتیار څخه امراخیستی ؤ . او ډګر وال صاحب بسم الله خان هغه وخت که څه هم هغه سیمه ددوی د خلکو وه ، چا په رسمیت نه پېژاند . ځکه ټول امکانات او رسمیات له چارګل سره وو . یعنې له ډګر وال صاحب بسم الله خان سره خیانت څارنوال نقیب الله وکړ . ځکه تر چارګل مخکې ډګروال صاحب بسم الله خان هلته په جبهه کې وجود درلود . خو له ډګروال صاحب بسم الله خان څخه مخکې شهید ضابط صاحب ولي محمد خان له موږ سره په ج بهه کې موجود ؤ او ترټولو لومړنی ټپي اوغازي هم همغه ؤ . د لومړیتوب حق وروسته له ما څخه د هغه ؤ. ترهغه را وروسته شهید سید رسول خان ، شهید زیار، او ور سره نور د عقیدې علم او پوهې لرونکي مجاهدین وو . او چارګل د مخه په دې تنظیم کې نه ؤ ، د سید آباد په لېسه کې چې کله هلته د دري معلم ؤ ـ زموږ د برحقې اسلامي مبارزې مخالف ؤ. دخلقیانو په وخت کې چارګل د حکومت په ملېشو جوړولو کې ونډه لرله . دده د هورا شپېلاق د لړمو د کلي D9�ه ملا خیرګل سره ؤ . نقیب الله زموږ پر ضد دا سړی تنظیم ته راؤست او د حزب اسلامي خولۍ یې ورپه سرکړه . خو کله چې په ګربت کې د آمر په صفت ځای پرځای شو، خپل منحرف ګروپ یې جوړکړاو یوازي د سیمې بې ګناه خلک اومجاهدین به یې ترورول . همدا لامل ؤ چې په وردګو ولایت کې ترټولوپیاوړی حزب اسلامي په ترټولو ضعیف حزب باندې بد ل شو . ځکه چې اصلي با هد فه مهرې ترې ووتلې او قلار کښېناستل .
لنډه داچې ډګر وال صاحب بسم الله خان هلته دومره پیاوړی وسله وال ، سیاسي او قومي دریځ نه درلود چې خلک پرځان باندې را ټول کړي ، یوازې د کاکا زوی یې حاجې آغاجان به ځینې فعالیتونه ور ته کول ، خو خلکو دومره دلچسپي هم نه ور سره لرله ، ځکه خو ډګر وال صاحب له بدې ورځې د خپلې شپې تېرولواوعزت ساتلو له پاره لومړی محاذ ملي ـ او ور پسې استاد سیاف ته ورغۍ .
ګرانو درواغجنو وروڼو !
د مرحوم ډګروال صاحب بسم الله خان په شخصیت او د مجاهدینو په هویت او مبارزې باندې خپل شخصي تجارت مه کوۍ . د تجارت نورې لارې هم شته . خپلې ( ان جي او ) ګانې له نورو لارو تمویل او وپړسوۍ . د ډګروال صاحب په نامه بنسټونه مه جوړوۍ ، که غواړۍ د هغه نوم ژوندی وساتۍ نو د هغه حِلم او اخلاق په ځان کې پیدا کړۍ . که نن هغه دلته ژوندی وای ـ نو د تاسې دغه ټولې اوتې بوتې به یې خپله در رد کړې وای .
زه پوهېږم چې په وردکو کې ډېر داسې دکانونه جوړ شوي او د ډېرو سترو ستD8�و جهادي او تاریخي څېرو نومونه یې ور باندې اېښي دي . خو چې کله د هغو اشخاصو په اړه ترې وپو ښتې ، له سره به یې پېژني هم نه ، بلکې د هغوی د مبارزو اوهلو ځلو اصلي دښمنان به هم همدوی وي . خو دلته به عوام خلک په دې نومونواو څېرو باندې تېرباسي ، یابه په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخې اخیستو له پاره دا کارکوي او یا به یې د خپل کورني خرڅ پیداکولوله پاره ځانته ( ان جي او ) په کې جوړه کړې وي . د ډګرجنرال غازي بسم الله خ� �ن بنسټ هم له دغو دوو ټکوخالي نه دئ . الله (ج) دې لومړی موږ ـ او بیا ددوی په څېر ټولوته هدایت وکړي او له درواغو ویلو دې خدای پاک موږ او تاسې ټول وساتي .
انشآءالله چې همدا به درته بس وي . که نه نو ستاسې په څېر بنسټ والواو نورو سیاسي جعلي د کاندارانو اصلي څېرې ، خاندانونه ، بیو ګرافۍ ، نومونه او د کار او فعالیت ساحې به ټول د ویکي لیکس په څېر درافشأ شي . ځکه ستاسو ټولو آرشیف خو له موږ سره شته او تراوسه پورې خوندي دئ . موږ تر اوسه پورې ژوندي یو . په رڼه ورځ اوښان په بډه مه وهۍ .
و مــــا عـــلـــینا الّاالبـــــــــــــلاغ