د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يو سرتېري غږ

بریدمن اجمل 16.04.2016 13:12

    د شپې يوولس بجې دي. د سړک پر غاړه د شنو ونو، بوټو او اوږدو فصلونو په منځ کې مو پوسته ده. تیارې د رڼا پر مرئ منګولې ښخې کړې دي. نری نری باران ورېږي. په پنځه متري کې څوک نه ښکاري. فضا خاموشه ده. د خدای دا لوی کاينات او طبيعيت د ارام په غېږ کې پروت دي. د يوې شرشرې غږ په زړونو کې لارې جوړوي. د  ويالې اوبه په نري چرچر او قړقړ د ښېرازۍ سندرې وايي.  زه د خپلې پوستې په يو لوړ برج کې ناست يم. ياران مې څو شېبې د خوب مېلمانه دي. زه ګوته په ماشه خښه ده. په ترپ او درب پسې سترګې اړوم. ګوته مې پر ماشه ايښې ده. په شېبه،شېبه  کې خپل شاوخوا چاپېريال څارم. د باران څاڅکي په ترپال پرېوځي او ټق‌ټق کوي. ماته د خپلې جونګړې ځوړند چت يادېږي. اوس به زما کوچنيان د چک‌چکان له وېرې سرونه په بړستونو ننباسي.
    له لېرې د موټر څراغونه راښکاره شول. ځان مې تيار کړ. خدایه!  دا څوک دی چې په دا نيمه شپه يې له ښاره د الينګار مخه نيولې ده؟ اماده شوم. ما ويل په دا وخت خو دلته پشکه هم نه ښوري، هسې نه کوم ځانمرکی نه وي ټول ياران به راته شهيدان کړي. ورپسې د څو نورو موټرو رڼاوې هم راښکاره شوې. حيران شوم. په ذهني کشمکش اخته يم. موټرې د پوستې مخې ته ودرېدل. ورغږ مې کړ. چې ګورم له ټولو مخکې د لغمان والي راښکته شو. وايي: ځوانه درتلی سم؟ له خوشالۍ راڅخه خپلې خبرې هېرې شوې. احساساتي شوم. اوښکې مې پر ږيره ورغړېدې. زموږ د بدبختو د ورځې څوک د پوښتنې نه وي؛ خو د شپې!!! د والي راتګ، ورسره د امنيې قومندان، د لومړۍ پلې لوا قومندان، د امنيت رييس او نور نظاميان! هر څه رانه هېر شول.
ما ویل اوس له خوشاليه چيغې ووهم. ما ويل همدا شېبه پر دين او وطن خپله سينه غلبېل کړم. ما ويل کاشکې د خپل دين، هيواد او هېوادوالو په خدمت کې له دې په سختو شرايطو کې و اوسم. والي په خپله غېږ کې ونيوم. ځان ته يې جوخت کړم. احساس مې کړه چې لا اوس هم کوچنی يم او خپل پلار خپلې سينې ته جوخت کړی يم. زما هر ملګری والی صیب په خپلې سينې پورې جوخت کړ. يوه هيجاني فضا حاکمه وه. زموږ زړور مشر له موږ سره و. موږ د يواځې والي احساس نه کاوه. موږ له پښتني غرور او جوشه د دين او هيواد د ښمنانو وينو ته تږي شولو. والي زموږ مهربان پلار و. زموږ د کور او ضرورياتو، د ستونزو او اړتياو پوښتنه يې کوله. خو موږ له خوشالۍ دومره غني وو چې د خپل لوړ مورال پر مټ مو په تش لاس خپل دښمن له غرو پناه کاوه.
نعيمي صيب تر ډېره راسره و. کله چې له موږ رخصت شو؛ ټول ملګري سره راټول شول. د هر چا  په سترګو کې د خوشالۍ ډېوې بلې وې. د هر چا مورال لوړ وو. هر چا ګڼله چې والي صيب له دوی سره په خوا کې ولاړ دی. تر سهاره مو له خوشالۍ خوب ونه کړ او د والي صيب پر شخصيت، متانت، شجاعت او زړورتيا مو بحثونه کول. سهار خبر شوم چې والي صيب يواځې زموږ پوستې ته نه و  راغلی، بلکه ټوله شپه يې ګزمه کړې وه. بیا راته يو ملګري وويل چې له تاسو وروسته بيا د اليشنګ خواته تللی وو او هلته يې ډېرې پوستې کتلې وې. له اليشنګ وروسته بيا د قرغيو ولسوالۍ ته تللی و او هلته يې هم له ډېرو پوستو څخه ليدنه کړې وه.والي صيب بيا له قرغيو ولسوالۍ وروسته د کابل ــ جلال اباد پر لويه لار هم د نظم عامې تر کنډک پورې ورغلی و او هلته يې د لويې لارې پوستې او کنډکونه هم ليدلي وو.
زه يو سرتېری يم. زه تل د خپل هيواد او دين په ګټلو کې هر چلنج ته سينه سپر کوم. د لغمان ولس زموږ تر شا ولاړ دی. محلي اداره زموږ تر شا ولاړه ده. موږ له هيڅ دښمن څخه وېره نه لرو. موږ چې داسې بااحساسه مشران لرو په خپل ټول لوړ مورال د هر دښمن مقابله کولی شو. ژوندی دې وي نعيمي او ژوندۍ دې وي د لغمان محلي اداره.