د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالب بیا د جګړې لاره اختیار کړه

بشیر یوسفزی 16.04.2016 10:09

اوسني حکومت د هغې پیاوړې ارادې او تدبیر له امله چې د سولې د تامین لپاره یې لري، لومړی د مذاکراتو چوکاټ رامنځته کړ. د چوکاټ د رامنځته کولو اړتیا او ګټه دا وه تر څو ولس او نړیوال په دې پوه شي چې څوک سوله غواړي او څوک د سولې په پلمه د ولس او نړیوالو د تېراېستلو هڅه کوي.
افغان حکومت په همدې موخه د سولې په بهیر کې دوه نړیوال څارونکي د امریکا متحده ایالاتو او د چین استازي هم په دې مذاکراتو کې شامل کړل، خو د هغوی رول یوازې د سولې د مذاکراتو د بهیر څارنه وه.
د سولې په مذاکراتو کې د افغان حکومت او پاکستاني لوري مخامخ د نړیوالو څارونکو په حضور کې خبرې کولې. پاکستاني لوري سره د خبرو کولو دوه قوي دلایل وو، لومړی دا چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان جګړه ده. دا د طالب او القاعده جګړه نه ده. طالب او القاعده د روانې جګړې وسیلې دي. د دغو وسیلو تر شا د پاکستان لاس دی.
پاکستان د افغانستان پر وړاندې شومې موخې لري. دوی په افغانستان کې کمزوری او تر لاس لاندې حکومت غواړي، داسې حکومت چې هره پرېکړه او تصمیم باید د اسلام اباد په اجازه او یا د هغوی په مشوره وکړي، نو د همدغه شوم نېت په موخه پاکستان په افغانستان کې جګړه روانه ساتي. دوی کوښښ کوي چې له دې لارې په افغان حکومت فشار راوړي او د خپلو شومو موخو او هڅو منلو ته یې اړ باسي.
دویم دلیل یې دادی چې پاکستان د طالبانو استازیتوب کوي، ځکه یې استازیتوب کوي، چې طالبان د دوی لاسپوڅي دي، نو تر څو چې پاکستان وي لاسپوڅو ته یې څه اړتیا؟ او نه پاکستان طالبانو ته د دې اجازه ورکوي چې په مستقله توګه دې له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي، ځکه پاکستان حکومت ورته وایي چې په تاسو موږ پانګونه کړې او دا پانګونه مو د سولې نه بلکې د جګړې په خاطر کړې.
لنډه دا چې طالب نه د سولې واک لري او نه هم د سولې نېت او اراده. طالب نه له خپل هېواد او ولس سره مینه لري او نه هم د ابادي، ودانۍ او پرمختګ کومه طرحه او ستراتیژي لري. طالب د پاکستان په مدرسو کې یوازې د دې لپاره روزل شوی دی چې څنګه د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې وجنګېږي. د دوی د سوکالۍ، امن او پرمختګ لارې ډب کړي. د بیا رغاونې او اقتصادي ودې پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي، عامه تاسیسات او ښوونځي ویجاړ کړي او ان په جوماتونو او عامو خلکو بریدونه وکړي.
مګر افغان حکومت د دې لپاره چې د طالب پروژه او د پاکستان دسیسه هم خپلو خلکو او هم نړیوالو ته په ډاګه کړه، په ټول اخلاص، صداقت، قوت، اراده او ښه نېت یې د سولې د مذاکراتو بهیر پیل کړ، مګر پاکستان طالب وګواښه ویل که دې د سولې نوم په خوله اخیستی و، نو د سپي په مرګ به مو ووژنو، نو همغه وو چې طالب د تل په څېر خپل ولس سره د دښمنۍ په موخه د جګړې لاره اختیار کړه.
د هغې بدمرغه جګړې لاره یې ونیوله چې شر او زیان یې زموږ ولسونه او خلک ویني، د جګړې په دواړو غاړو کې افغان ځوانان وژل کېږي، مګر د جګړې خیر پاکستان ته رسېږي، ځکه د پاکستان غوښتنه همدا ده چې افغان ولس د حکومتوالۍ، نظام د پایښت او پرمختګ له چارو څخه په جګړه کې بوخت وساتي.
مګر هغه فیسبوکي ځوانان چې تل په ټولنیزو رسنیو کې په حقه او ناحقه حکومت غندي، سپکې سپورې پسې وایي، د طالب پر وړاندې نن ولې غلي دي؟ ولې طالب له دې امله نه غندي چې د سولې پر ځای یې د جګړې لاره اختیار کړه، له خپل ولس او خلکو سره د جګړې لار. له دې څخه معلومېږي چې زموږ اکثره فیسبوکي ځوانان هم په شعوري او غیر شعوري توګه د طالب په څېر د پاکستان په خدمت کې دي او د هغوی د ګټو مدافعین دي.