د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو پسرلني عمليات او د حکومت چمتووالی

اجمل درمان 16.04.2016 13:06

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت نه دی توانیدلی هغه ژمنې پوره کړې چې د امنیت ، اداري اصلاحاتو او اقتصادي وضعیت د ښه کولو په اړه يي ولس ته ورکړې وي؛ خپل ټول تمرکز يې له وسله والو مخالفانو سره د سولې لپاره د پاکستان مرستې ته اړولی دی خو له بده مرغه چې په دې برخه کې يي هم له پاکستانه هغه څه نه دي ترلاسه کړي چې ولس ترې هيله درلوده. د حکومت په مقابل کې د خلکو او سياسيونو مخالفت ورځ تر بلې زياتيدونکی دی، د ځینو وزيرانو په استعفا ورکولو سره د حکومت نیمګړې کابينه لا هم نيمګړې شوه، او له بلې خوا د هوا په ګرمیدو سره ښایي د وسله والو طالبانو لخوا پسرلني بريدونه هم زيات شي. ځکه تيره ورځ وسله والو طالبانو د اعلاميي له لارې د پسرلنۍ جګړې اعلان وکړ.
وسله ‌والو طالبانو د خپلې رسمي وېب پاڼې له لارې د «عمري» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړي او ویلي دي، چې په نويو عملیاتو کې به خپلو تهاجمي بریدونو ته دوام ورکوي او پر «حساسو» ځایونو به بریدونه کوي. په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ټول «مضر چارواکي» به د چریکي بریدونو له لارې په نښه شي.
په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شريک حکومت له راتګ سره سم په ټول هيواد کي بې کاري او ورسره په څنګ کي روانه ناامني د دې لامل شوې، تر څو ولس دوی ته پر خپله رايه ورکولو هم پښېمانه شي. که څه هم په ټوله کې د حکومت په رأس کې د واک د واحدې جزيرې نه شتون او د حکومت د شريکانو تر منځ د نظر اختلاف د هيواد د اوسنيو ټولو بدبختيو زيږنده ده خو په ځانګړي توګه د هيواد د اميني حالاتو د ترينګلتيا لامل بيا د افغان امنيتي سرتېرو تر منځ نه همغږي، غيرمسلکي کسان په لوړو پوځي دندو کي ګمارل، په نظامي او سکتوري برخو کي وړ او په کار پوه کسان نه ګمارل؛ د دې لامل شوي چې حالات د بهترۍ پر ځای د بدترۍ په لور رهي شي.
لکه څرنګه چې په تير کې د هيواد په کچه کليدي امنيتي او دفاعي وزارتونه او ولايتونه د سرپرستانو له خوا اداره کيدل او ځينې يي اوس هم سرپرستان کنټرولوي، دا چې حکومت تر ډیره د سولې په خبرو بوخت و او د راتلونکي کال پسرلني علميات يي له ياده ويستلي و، او د ددې تر څنګ لکه څرنګه چې وسله والو طالبانو تېر کال وکولی شول چې د کندوز مرکز د دوو اوونیو لپاره تر خپلې ولکې لاندې وساتي او د ځينو نورو ولايتونو ځينې ولسوالۍ د څه وخت لپاره له حکومت ونيسي ، نو تر ډيره داسې انګيرل کيږي چې سږ کال به د ملي يووالي حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې کال وي.
دا چې افغان حکومت وکولای شي چې په روان کال کې د وسله والو مخالفانو احتمالي بريدونه په شا وتمبوي او له واقع کيدو مخکې يي مخنيوی وکړي؛ بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي.
1. افغان حکومت بايد د پاکستان په شمول د امريکا او چين په منځګړيتوب په څلور اړخيزو غونډو خپل وخت ضايع نه کړي او پر ځای يي بايد د افغان امنيتي ځواکونو په تجهيز او همغږي کولو کار وکړي.
2. افغان حکومت بايد له امريکا وغواړي چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ وکړي ځکه که امريکا په دغه برخه کې خپل دريځ روښانه نه کړي نو ډیر امکان شته چې د افغان حکومت او حزب اسلامي خبرې د تير په څېر يو ځل بيا بې پایلې پاتې شي.
3. افغان حکومت بايد په روان کال کې د دښمن په مقابل کې د تير کال دفاعي ستراتيژي بدله او پر ځای يې تهاجمي ستراتيژي پلي کړي.
4. افغان حکومت، په ځانګړي توګه امنيتي بنسټونه بايد د تاکتيکي شاتګ په نوم؛ وسله والو مخالفانو ته په لوی لاس د سيمو د پريښودلو لړۍ بنده او په مسلکي توګه د دښمن مقابله وکړي.
5. افغان حکومت بايد د مليشه سازۍ په ځانګړي توګه په شمالي ولايتونو کې د پخوانيو جهادي قوماندانانو لخوا د وسلو د غير قانوني ويش مخنيوی وکړي.
6. او تر هر څه ډیر اړين دا چې حکومت دې د حکومت له منځه د حکومت ضد کړيو د غير مسولانه څرګندونو په جدي توګه مخنيوی وکړي څو د افغان امنيتي ځواکونو په وړتيا د خلکو باور ته زيان ونه رسيږي.