د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیع العینه

فیصل جلالي 15.04.2016 11:10

بیع العینه
بیع الیعنه له هغو بیعو نه ده چې د ربا (سود) شبهه په کې ده. هغې بیعې ته ویل کيږي چې یو کس له چا څخه یوه څه په قرض واخلي او په عین وخت کې یې بېرته پر هغه له اخیستل شوې قیمت نه په لږه قیمت وپلوري. د مثال په ډول احمد پېسو ته ضرورت لري،او محمود دکاندار دی، خو له محمود نه پېسې نه اخلي؛ ځکه چې که میاشت پس محمود ته پېسې ورکوي نو باید یو څه زیاتې ورکړي چې د محمود ګټه هم وشي؛ نو په دې کې سود راځي. احمد د سود نه د خلاصون په پلمه له محمود نه یو څه په قرض اخلي او په عین وخت کې یې بیرت پر محمود په نقدو پېسو، خو د اصلي قیمت نه په کمو پلوري. که یې په ۱۰۰ افغانې په قرض اخیستې وي نو په ۹۰ افغانيو یې پلوري او میاشت پس محمود ته ۱۰۰ افغانۍ ورکوي. چې جمهور علماء دا لس روپۍ د احمد او محمود په معامله کې سود ګڼي خو بیا دا بیعه د امام شافعي رح په نظر حلاله ده او دلیل یې د رسول الله صلی علیه وسلم هغه حدیث راخیستې چې ( ان النبی صلی الله علیه وسلم قد استعمل رجلا علی خیبر، فجا‌ء بتمر جنیب فقال له الرسول صلی الله علیه وسلم : اکل تمر خیبر هکذا؟ قال: لا والله یا رسول الله، انا لنأخذ الصاع بالصاعین و الصاعین بالثلاثة، فقال النبی صلی الله علیه وسلم: «لا تفعل، بع الجمع بالدراهم، ثم ابتع بالدراهم جنیبا».
نبي صلی الله علیه وسلم ته یو کس د خیبر نه جنیب (د کجور یو قسم دی) کجورې راوړې، رسول صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل چې د خیبر ټولې کجورې همداسې دي؟ هغه ځواب ورکړ: نه، یا رسول الله موږ په دوو صاعو (د کچې واحد) یوه صاع او په دریو صاعو دوه صاعه د خیبر کجورې اخلو، رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل داسې مه کوئ، کجورې مو په درهم وپلورۍ او بیا پرې جنیب واخلئ.
شافعي مذهبي د پورتني حدیث په دلیل بیع العینه جایزه ګڼي؛ خو جمهور علما‌ء بیا بیع العینه حرامه ګڼي او د شافعیانو دلیل ردوي. اوزاعي رح د رسول صلی علیه وسلم دا حدیث راخیستې ( یأتي علی الناس زمان یستحلون الربا بالبیع). داسې یوه زمانه به راشي چې خلک به ربا په بیع کې حلالوي. ابن القیم رح د نبي کریم صلی علیه وسلم دا حدیث د دلیل په څير راخلي (رويه عن ابن عمر رض ـ قال النبی صل الله علیه وسلم ((اذا تبایعتم بالعینة وأخذتم أذناب البقره ورضیتم بالزرع، وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلا لا ینزعه حتی ترجعوا الی دینکم. ابن عمر رض ـ د رسول صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي: که تاسو په بیع العینه باندي خرڅلاو وکړ او د غوا لکۍ مو ونیوې(په مال کې حرص کول ) او زراعت مو خپله ټوله دنیا وګڼله او له اخرت نه مو مخکې کړ او جهاد مو پرېښود، خداي ج به تاسو ذلیله کړي او تر هغه به مو له ذلالته خلاص نه کړي تر څو چې له خپلو اعمالو ونه ګرځي. او امام شوکاني په نیل الاوطار کې وایي: بیع العینه د سود خوړلو ته یوه لار جوړول دي او چل دی. نو د جمهور علماء په نظر بیع العینه حرامه ده.