د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو ته هم نومونه ورخلاص شول!

ډاکتر شارق ساپی 14.04.2016 12:12

هره جګړه چې له خپل ټاکلې پولې، هدف، مکاني اوزماني ظرفيتونو نه وا وړي، نور د جګړې پر دواړو لوريو ورځ تربلې درنيږي.

په دوه زره يو ميلادي کال کې امريکا او متحدين يې د يوې تازه جزبې اوغوسې په پایله کې افغانستان ته راغلل، چې په ظاهره يې هدف د یولسم ستمبر د خونړۍ پېښې بدل اخیستل اوعاملين نيول و.

 دامريکا دفاع وزارت خپل دښمن ته د رواني(روحي) شکست لپاره اعلان وکړ، چې دوي په افغانستان کې ترلسو کلونو جګړې ته چمتوالی لري، پر دې خبره هغه وخت د اروپا او امريکا ځیني رسنيزو کړیو اوسياستوالو هم مسخرې کولې، چې امريکا د لسیزي جګړو لپاره څه اړتيالري!

خو اوس جګړه له یوې نیمې لسیزې وروسته نوره هم پیچيده اودرنه ده.

له اوله په طالبانوکې يوشمېر خلګ له دې امله له دولت سره يوځای شول چې د امريکا او۴۵هيوادونو پرضد جګړه ورته په هر اړخيزه توګه ناشونې ښکاريده.

اويو لوي شميريې بيا په دې غلط فهمي کې وو، چې په څو کلونو کې  به امريکايان بیرته وتلو ته اړکړي!

زموږ رسنيو د جګړې د يوې اړخیزې پديدې په توګه له کچې وتلې مبالغه کوله، افغانانوته يې په تبلیغاتي زور د ښه حالاتو اوښه راتلونکې په اړه  ډاډ ورکاوه.

 روانه جګړه يې لنډمهال اوختميدونکې تعریفوله، هره ورځ د دښمن دومره تلفات اعلانول چې سړي به فکر کاوه چې نور خو مقابل لوری که نن وي که سبا په ختميدو دی.

خو جګړه  نورهم سخته اوپیچيده شوه  چې له  امله يې هيواد يوځل بیا د بحرانوپه غیږکې ولويد.

په لکونو ځوانان بهرته وتښتيدل اويو لوي شمېر د تېښتې په حال کې دی؛ دترکې اويونان دبحرونو کبان هم د افغان تنکي ځوانانو په خوږو خوښو عادت شول؛ دایران اوترکي کردانوته هم دغه ځوانان يو ارزانه اواسانه ملعبه اوښکار وګرځید!

 د ذدکړو، روغتيا اوسوداګري لپاره په تيرو ۱۵کالوکې بیاهم مناسب چاپیريال رامېنځ ته نشو؛ کومه فابریکه جوړه نشوه، کوم پرمختللی طبی مرکز جوړ نشو؛ برق بیاهم په سوال اودرنو پیسو له تاجکستان غوندي غریب هيوادنه راځي، هغه هم يواځي کابل ښار او دهيواد څو نورو برخوته.

 نه بندونه وتړل شول اونه هم د بريښنا د توليدکوم بل پراجیګټ رامينځ ته شو.

فقر، بې وزلې ، مهاجرتونه او د خپلواک اوشفاف نظام نه شتون له ۱۵کاله  انتظاره وروسته  نورد عامو افغانانو مایوسي په اعتیاد واړوله.

موږ لاس ته راوړني یادوو، خومشخص کولا يې نشو!

 داسمه ده چې دا اروپا او امريکا يو څو برګر فروشو ته او د پنشیر اومزار يو څو سړي خواروته د وزارتونوڅوکۍ ورسیدې، د مرستو په نامه يولوي شمير پیسې د يو څو دلالانو جیبونو ته لاړې، يوڅوښځې چې هرسهار له میکپ نه وروسته د رسنيو په وړاندي اودب هرنيانوو په ګیسټ هاوسونوکې لیدل کيږي، دښځو د حقوقو په نامه تش په نامه مبارزه کې مشهورې شوې....همدا لاس ته راوړنې !!؟؟

بل لوري ته طالبان هم نور داوږده جنګ له امله له نويو ستونځوسره مخ ښکاري، ترمينځ يې د پردو په لاس وهنه اختلافات، د ګاونډیانو لخوا د هغوي پر پټ ځایونو فشارونه اويوشميز نورو ستونځو دهغوي ډیری کسان ستړي کړي اومایوسه کړي دي.

هغوي په تيرو ۷ کلونوکي د خپلو پسرلنيو عملیاتو لپاره د بدر، خیبر اوفتح په څېر پریکنده سپیڅلي  نومونه غوره کول، چې معنابه يې دا وه چې سږني عملیات به د دښمن د ماتي لپاره ورستني جنګي عملیات وي.

خو هغوي ته جګړه اوږده شوه او اوس نور نومونه هم ورخلاص شول، سږني عملیات يې د اسلامي تاریخ دکومې غزا پرځاي دخپل وفات شوي مشر نامه ته منسوب کړل.

 نو نور دي هر افغان او هر لوری په دې پوه شي! چې دا ډول پیچيده او پیکه جګړه دهيواد لپاره هيڅ کوم د خوښي زیری نلري، بلکي مصیبت اوبدبختي اود بدبختي دپاسه بدبختي!!!

د یوسولیز حل لپاره منډې د لانجې دهواري اصلی اویواځنی علاج دی، خو افسوس چې دجګړې دواړه لوري په دې اړه تراوسه هم مخلص نه ښکاري.

ديوه سولیز اوپرمختللي افغانستان په هېله.