د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روسیې هډوکو بیا خارښ کړی

محمد انور ولید 13.04.2016 11:22

په دې وروستیو کې د افغانستان له پاره د پوتين ځانګړي استازي ضمیر کابلوف انټر فاکس خبري آژانس ته ویلي چې : ( روسیه په افغانستان کې له ناټو سره د ترورېزم پرضد مبارزه کې ګډ کارته د دوه طرفه جادې په شکل تیاره ده . ) خو دایې نه ده رو ښانه کړې چې په افغانستان کې د تروېزم پرضد جګړې له پاره ددوی له دوه طرفه جادې څخه مقصد څه دئ ؟ آویا دوی به د جګړه ییزې جغرافیې یوې خواته ـ او امریکا بلې خواته جنګېږي که څه ؟ ضمیر کابلوف مخکې هم څو څو ځلې د روسیې په استازیتوب داسې ضد او نقیض خبرې کړې دي .
د رواني اوونۍ په سرکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي وو چې : ( په افغانستان کې خواوشا (۶۰۰۰) داعشیان وجود لري او دوی ټول د ازبکستان ، تاجکستان ، چیچینیا ، قرغېزستان او افقازیه سیمواوسېدونکي دي . ) په داسې حال کې چې یادې سیمې اوهېوادونه اوس هم د روسیې تراغېز لاندې هېوادونه دي .
 له دې وړاندې روسیې ادعأ کوله چې : ( له افغانستانه روسیې ته مخدره توکي قاچاق کېږي . ) په دې اړه د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال روسانو د ننګرهار په اچین ؤلسوالۍ کې خپلسري عملیات هم تر سره کړل او هلته یې د هېرو ئینو ځینې کارخانې ونړولې . خو خبره داده چې دا د روسیې په قلمرو باندې د میلیاردونوډالرو په ارزښت د پوډرواوهېروئینود زاڼودغه تړلي قاچاقي کتارونه پرکومه اروپا او نورو غربي هېواد و ته تېرېږي ؟
له هغو وړاندې روسانو دا ادعأ هم کړې وه چې له بدخشان څخه د تاجکستان په سرحدي سیموکې د مخدره توکود خرڅلاوبازارونه جوړ شوي . خو دا یې ونه ویل چې په کې ناست څوک دي ؟ له دغوکارو باري وړو هټیو او دکانونو څخه ټکس او مالیه څوک اخلي او پیرې څوک ور باندې کوي ؟
پردې سربېره روسانودااعلان هم وکړچې : له تاجکستان سره په توافق روسیه د افغانستان او تاجکستان ترمینځ پولې باندې خپل (۲۵۰۰۰ ) پوځیان ځای پرځای کوي . ورپسې په تاجکستان خاوره کې روسیې له تاجک پوځیانو سره د خپلو ګډو پوځي تمریناتواعلان وکړ . آیا هغه پوځیان د ناټو د مخنیوي په خاطر وو ـ او که پرافغانستان باندې پر خپل وخت د حملې له پاره کوم تیاری ؟
روسانو له یوې خوا د خپلو رسنیو له لارې وویل چې : نړیوال ځواکونه د روسیې له پاره خطر دئ ، او بلخوا یې بیا ناټو ځواکونو ته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو له پاره د ( ماناس ) د هوایي اډې د قرارداد معامله لاسلیک کړه چې ناټو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له همدې لارې تمویل او تهیزېد له . خو ناټو ته په دې قرارداد کې د یوه کانتینرټکس ورکولو بیه  په (۱۲۰۰۰) ډالرو تمامېدله چې بیا وروسته پاکستان هم ددغه ډول ټکس ترلاسه کېدو په تمه لېونی شو او د کراچۍ له لارې تر تورخم او سپین بولدک پورې یې همدومره ټکس له امریکې څخه غوښت ، چې بیا یې پرسرترمینځ اختلاف سره پیدا شو .
ځکه امریکې هغه وخت دومره لوړ ټکس پاکستان ته نه ورکاوه ، او پاکستان یې پرضد بیا د طالبانو په جامه کې پراکمالاتي کاروانونو باندې وسله والې حملې کولې ، چې ډېرمهم او رازداره پوځي تجهیزات هم پاکستان په کې ترلاسه کړل او تشو موټرو ته به یې بیا د طالب په نامه خپله اور ور واچاوه او هغه به یې بیا پرافغان او پاکستاني طالبانو ور تاوان کړل .
داسې ګنګوسې هم د پردې تر شا روانې وې چې پاکستان هغه ټولې مانورې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د ایستلو په خاطرد روسیې ، ايران ، شمالي کوریا اوچین په دستورترسره کولې . خوکله چې پاکستان له یادوهېوادوسره په خپلوکړنوکې پاتې راغۍ ـ نوبیا یې د منځني ختیځ له هسته یي ځواک سره په همغږۍ کې د اسلامي خلافت او حزب تحریر دوې نورې څپې هم پرې را پورته کړې . القاعده عناصر یې له سره بیا منظم کړل ، د طالبانو اسلامي امارت خو یې لا له وړاندې پرپاکستاني اوافغاني طالبانوسره وېشلی ؤ . خوالقاعده ته یې د داعش نوی نوم ورکړ، امارت اسلامې یې د مشرانو له وژلو وروسته په څوډلوسره ووېشه او په پېښوراوکوېټه کې یې ځای پرځای کړل .
خو د داعش یو ښاخ یې ترلوی ننګرهار‎ـ فراه ـ ارزګان ـ زابل ـ غزني اولویې پکتیا پورې ، او بل ښاخ یې د ازبکستان او تاجکستان له لارې د افغانستان شمالي پولو ته ورساوه ترڅو پرمټ یې د منځۍ آسیا خامو موادو ترلاسه کولوته د افغانستان په خاوره کې مفته یو طرفه لاره ځانته پرې ومومي .
پاکستان خپل دې هدف ته د رسېدو په خاطرافغان طالبان له روسیې سره اړیکوټینګولوته وهڅول . په رسنیو کې دا خبرې هم څوڅو ځلې خپرې شوې چې طالبانو له روسي چارواکو سره پټې خبرې کړې او روسیې ددوی د ملاتړ ژمنې ورسره کړې دي . روسي پلوه هېوادونوته د نوازشریف تګ هم همدغه معنا لرله .
دا په داسې حال کې ده چې روسانو د خپل پخوانې سترا تژیک دوست ( هند ) پرضد ولې دا ګام پورته کړ؟ خو کېدای شي چې د روسانو دغه اړیکې به د هند په وړاندې له امریکې سره د هند د اړیکو نږدې کېدو په ټس کې وي .
بلخوا پاکستان له چين څخه هم د ګوادر بندراو پیکېنګ ترمینځ جادې رغولو په پلمه ( دوه زره او شپږ سوه مېلیون ) ډالر- اوله امریکې څخه یې بیا (۴۵) میلیارده ډالرترلاسه کړي . نو بیا روسیې د کوم هدف له پاره پرته له دې چې یوځل بیا په افغانستان کې خپل د یپلوماتیک ، اقتصادي ، رغنیز، پوځي ، کلتوري اوکرنیزاستخباراتي دامونه او جالونه وغوړوي ـ  په بله کومه بیه پاکستان ته لاس ورغځولی ؟ په داسې حال کې چې پخوانی شوروي اتحاد خوهم د همدغه پاکستان له لوري ماتې وخوړله  ، ړنګ او پر ( ۱۵ ) ټوټو سره ووېشل شو ، د کمونېزم خیالي مفکوره اومکتب دواړه په ټوله نړۍ کې له رسوایۍ اوشرمېدلې ماتې سره مخ شول .
دا په داسې حال کې ده چې روسانوله افغان حکومت سره هم پوځي مرستې وکړې اوروسیې ته د افغانستان د امنیت شورا د رئیس حنیف اتمرله ورتلوسره سم یې (۱۰۰۰۰) کلاشینکوفونه افغانستان ته ورکړل ، خو له افغانستان سره د روسي چورلکو د قرار داد او نورو درنو وسلوخبره لا پرځای پاتې ده .
دا ؛ او د ېته ورته نورې ډېرې خبرې شته چې په افغانستان کې د روسانو د پیا ځلې لاسوهنې ثبوتونه په ګوته کوي . ځکه روسانو یوځل بیا افغانستان ته د خپل مکراو تمساح ژبه را ایستلې ، غواړي له دې لارې د افغانستان له مجبوریتونوڅخه ناوړه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې د امنیت ټیګولو په پلمه خپلو پښو ته یو ځل بیا ځای پیدا کړي .
که نه نو د افغانستان د امنیت ټينګېدواو ثبات  نورې لارې چارې هم شته او هغه دا چې روسان دې له پاکستان سره پټې یارانې نه چلوي . له هغوی سره دې خپلې اړیکې داسې وشلوي ـ لکه پاکستان چې د افغانستان اړیکې له هندوستان سره پرې کول غواړي . د هغوداعشیانومخه دې په روسي پلوه جمهوریتونوکې هماغلته ونیسي چې ددوی په خپله خوله افغانستان ته ترې راغلي دي . دلته دې په افغانستان کې نورخپل پوځي ټرېنېنګونه نه کوي ، نه دې دلته خپلې ذروي ، کېمیاوي او بیولوژیکي وسلې آزمویي او نه دې د یوموټی افغانانو ترمینځ نورد ژبې ، سمت او مذهب په نومونود نفاق تخمونه کري . همغه مخکې جنایتونه یې چې په افغانستان کې ترسره کړي ـ ددغې مرستې پرځای دې د هغووراوښتوځاني او مالي  تاوانونوغرامت افغانانو ته ورکړي . له نورو مرستو یې توبه .
وایي پشۍ یوه ورځ موږک ته وویل چې : دوې ګوتې سرله سوړې را وباسه ، ( ۱۰۰۰ ) روپۍ به در کړم . موږک چې د پشي دا وړاندیز واورېد ، نو له خپل عقل څخه یې کار واخیست او په ځواب کې یې داسې ورغبرګه کړه چې : څنګه فاصله دوې ګوتې ده او روپۍ ( ۱۰۰۰ ) راکوي ؟ په دې کې خو ستا څه چل دئ .
موږ افغانان د افغانستان له پاره د پو تين د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دې څرګندونو څخه دوه مطلبه اخلو :  
لومړی دا چې کېدای شي پوتین او امریکې به د سوریې د معاملې په څېرپه خپلوکې جوړجاړی سره کړی وي چې ګواکي ناټو له افغانستانه په تو ده ، دا ځل بیا نوبت د روسانو دئ ، خو کېدای شي روسانو به امریکایانوته څه امتیازات د منځنۍ آسیا ، سوریې ، یمن ، عراق اواوکراین په سیاسي واک او جغرافیوکې د کومو پټو ورتړلیو معاملو له مخې ورکړي وي .
دوهم دا چې کېدای شي امریکایانو به روسانو ته د افغانستان د شمالي ولایتونو په ځینوبرخوکې له ترورېزم او داعش سره د مبارزې او په افغانستان کې د امنیت ټینګولو او همکارۍ په پلمه د مداخلې اجازه ورکړې وي  .
درېیم : کېدای شي د افغانستان شمالي ټلوالې به روسانو ته هم داسې ټټردربولی وي لکه په (۲۰۰۱ )زیږدیز کال کې یې چې امریکایانو ته ذمه ووهله .
څلورم : کېدای شي روسان دې نتیجې ته رسېدلي وي چې ګواکي امریکایان له افغانستانه په وتو دي ، دوی به یوځل بیا ځانونه ورنږدې کړي ، کله چې امریکایان له دې ځایه ووځي ، روسان به یوځل بیا افغانستان لاندې کړي . خو د روسانو دا اټکل به ځکه غلط وي چې دلته اوس په افغانستان او منځنۍ آسیا کې امریکایانو پانګونې کړې ، قرباني یې ورکړې ، د روسانو دوه برابره وخت یې په افغانستان کې تېر کړ ، په وچه او اوبو کې یې سترا تېژیکې سیمې په ؤلکه کې دي ، نو روسان دې دا خوبونه د سایبېریا خرسانو او اسکموخلکو ته ووایي . د روسانو هډوکو هسې بېځایه بیا خارښ کړی . خودا ځل به د ماکیاول د ځوځات دغه خارښتي هډوکي د څو ژرندو د تیږو تر مینځ اوړه اوړه شي .
که چېرې دوی په ريښتیا د افغانستان خلک د ځان ملګري بللی ، نو پرهوایي او ځمکني حریم ، خپلواکۍ ، دین ، درانه افغاني کلتوراو افغاني عزت باندې به یې د څوتنواوباشو په خوله تېری نه کاوه . هغه لګښتونه چې دوی د افغانستان په ړنګولو او د افغانانو پر وژلو باندې وکړل ، هغه به یې د افغانستان او افغانانو په رغولو باندې کړي وو . اوس به خپله افغانانود نفرت پرځای د ښه راغلاست غېږ خلاصه ورته نیولې وای . نو روسان او روسي مشران دې د  افغانستان په برخه کې هسې بې اوماچه خپل ځانونه نه خولې کوي .