د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاهي کانال

عابد 13.04.2016 12:22

لغمان دافغانستان يوله هغوولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې دامهال په کې دبيارغنیزډګره څخه دلسګونو پروژو دبشپړېدواویا پيلېدو خبرونه ترغوږکېږي خو له دې سره سره بيا هم له دغه ولايته په سلګونو ځوانان د بې روزګارۍ له امله نوروهېوادونوته په سختو او قاچاقي لارو زړه ښه کوي،دلغمان ادارې ددغه ولایت دزارعتي ودې،پراختیا او  اقتصادې ستونزو د راکمولو ترڅنګ ځوانانو ته د کارموندنې   په موخه  وپتیله چې دشاهي کانال دلسیزو مړه پروژه  بیرته راژوندي او د کار په پيل سره سلګونو ځوانانوته په کور دننه دکار زمینه برابره کړي.
دلغمان د جیدو دیني علماؤ،قومي مخورو مشرانو، جهادي شخصیتونو، ځوانانو او مدني فعالانو سره د ولایت مقام دبیا،بیا کتنو او غونډو وروسته دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي  ددغه ولایت  دخلکو د کلونو غوښتنو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې اوتلاشونه ګړندي کړل، په مرکز کې یې د اړونده وزراتونو او بیا د کابینې په جلسه کې په خاصه توګه د افغان جمهور رئیس  جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني  سره د ولسونو غوښتنې چې یو خوب او خیال و بیا بیا شریک او تعقیب کړې، چې په پایله کې ښاغلي غني د خپلې ځانګړې لورینې له مخې په۲۰ /۱۰ /۱۳۹۴ نېټه په ننګرهار  ولایت کې د ختیځ زون  د والیانو  او ولسونو سره د لیدنې پر مهال د لغمان د ولسونو لپاره دشاهي کانال ستره پروژه منظور کړه، چې دا مهال یې د سروې چارې جریان لري  .
په ۱۳۵۴ ه ل کال کی د هیواد پخوانې جمهور رئیس مرحوم سردار محمد داوودخان د افغانستان د ملی انکشافي ستراتیژئ سره سم د اقتصادی کچی د لوړوالي ، د بریښنأ د تولید ،د صنعت پرمختګ او همدارنګه د هیواد د کرهڼیز نظام د پرمختګ او کرهڼیزو محصولاتو د کچی د لوړوالي په خاطر د لغمان ولایت په خپل پنځه کلن انکشافی پلان کی شامل کړ، تر څو د سیمی د خلکو اقتصادی وضع ښه او په کار بوخت شی، خو متاسفانه نه ولسمشر ژوندی پاتی شو   او نه هم داسترې حیاتې او اقتصادې پروژې پلې شوې.
خوشبختانه دا دی دلسیزو ناخوالو وروسته په هېواد  کې دملي یووالي دحکومت د رامنځته کیدو سره سم،دهېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني په خاصه پاملرنه  د اقتصادې پیاوړتیا،پرمختګ او په ځان بسیا افغانستان لپاره  دشاهي کانال  او یو شمیر پروژو په ګډون بېلابېلې سترې پروژې یو ځل بیا راژوندۍ شوې او عملاً يې دسروې چارې پيل شوې،ددې ډاډ شته چې دا ځل به د سیمه ییزې ادارې په جدې پاملرنه او دمرکزي حکومت په خاصه توجه دا حیاتې او اقتصادې پروژه پلې شي
دشاهي کانال دسترې اوحیاتې پروژې په تطبیق سره به دالینګار څپاند سیند مهار او پراخې للمي ځمکې به خړو بې شي،دهغو معلوماتو په اساس چې  د اوبو دتنظیم لوی ریاست څخه مو ترلاسه کړې دي ،دشاهي کانال په بشپړیدوسره به د شل زروڅخه تر پنځه ویشت زرو هکتارو زیاته ځمکه خړو به شي او په دې سره به د کرهڼېزې ودې ترڅنګ دچاپيریال ساتنې په بهتر والي کې هم دپام وړ ښه والی راشي.
 دشاهي کانال ستره ،حیاتي او له پراخو اقتصادې ګټو برخمنې پروژه دلغمان ولایت د علینګار ولسوالی اړوند د سندروا کلی څخه پیلیږي ،د علینګار سیند د شمال لویدیځی برخی څخه اوبه اخلی او دخپل مسیر په اوږدوکې دجنوب په لور د علینګار ولسوالی اړوند زیاتی خاره ځمکی د شخطری ، سلطان غازی بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.
دغه کانال دپنځوس څخه تر شپېتو کیلومترو پورې اوږد والی لري چې په جوړیدو سره به يې نه یوازې داچې د کانال په مسیر پرتې ۲۵ زره  هکتاره للمي ځمکه خړوبه شي، بلکې  (100’000 – 200’000) کورنۍ به هم دهمدې کانال څخه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه ګټه پورته کړي.
په پلان کې ده چې دغه ستر پروژه د څلور میاشتنې سروې وروسته ددرې کلونو په اږدو کې بشپړه  او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي،
میاشت وړاندې دلغمان ولایت مقام رهبري ولس ته دیوې لوی غونډې پرمهال کلنی ګزارش وړندې کړ، دخپل  ګزارش پرمهال يې ټولو ته ډاډ وکړ چې په هره برخه کې به لومړیتوبونو ته په کتو به په هره برخه کې یو اساسي چارې ترسره  او پراخو ولسي ستونزوته به ګام په  ګام دحل لار ولټوي.
دا چې امنیت دهر پرمختګ راز دی ،نو اړینه ده چې دشاهي کانال په شمول دټولو پرمختیايي پروژو دتطبیق لپاره  د ډاډمن امنیت دتامین په موخه دټولنې فرد،فرد ځان مسؤل وګڼي او په دې برخه کې دخپل نظام او امنیتي ځواکونو ملا وتړئ او په دې سره دپراخو بیارغنیزو چارو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړئ.