د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

گورباچوف د كارمل سره

انجنیر دلاور حبیبی 08.04.2016 19:59

سياسى بيرو كال ١٩٨٥ د أكتوبر ١٧

"تصميم پر افغانستان،" پدي معنى چى د "پاي وخت ئي را رسيدلي دي."
گورباچوف زياته كړه، چى ددي خبري د اوريدو سره ببرك كارمل داسي هكپك شو لكه گونگى ." گورباچوف د خپلو خبرو په دوام كى وايي:"كارمل د هر څه لپاره تيار وو، اما ددي خبر د اوريدو يي هيڅ فكر نه كاوه." د شوروى اتحاد د كمونيست گوند مشر گورباچوف د سياسى بيرو غړو ته وايي: " كارمل زموږ د قواو موجوديت كه تلپاتي نه وي نو د ډيري اوږدى مودى لپاره په خپل هيواد كى غواړي."
له همدى كبله گورباچوف په ډير ټينگار او كلكا كارمل ته وويل:"د ١٩٨٦کال په اوړى كى ځانونه هر څنگه چى كولاى شۍ د خپل مرام د دفاع او سأتلو لپاره اماده كړۍ او دا تاسي يوازي پخپله كوۍ." گورباچوپ كارمل ته وايي، موږ به مرسته كوو، خو يوازي وسله، نه عسكري قواوي. او بيا ورته وايي:
كه "تاسي خپله بقاء غواړۍ، خپل حكومت هر أړخيزه او بنسټ يي پراخه كړۍ، سوسياليزم له ياده و باسۍ. د مخورو او قومى مشرانو نه كار وأخلى، له قوى مجاهدينو سره اريكي و نيسي" او تر ټولو مهمه خبره دا چي اسلام بيرته رواج كړۍ.
د خلكو د دود او دستور ستاينه او احترام وكړۍ، خپله اردو جوړه او اماده كړۍ. همدارنگه د منصبدارانو او ملایان معاشات زيات او خلكو ته د انقلاب گټى ثابتې کړۍ چى د هغوى په ژوند كى يي څه بدلون راوستى دي او كه نه؟ د شخصي او خصوصي پانگونې ملاتړ وكړى، ځكه تاسي د ډيري مودي لپاره نشى كولاى چى بل قسم اقتصاد مينځ ته راوړۍ.
گورباچوف خلکو يو څو راغلي ليكونه چى د سياسي بيرو په پریکړه چى ولى يي افغانستان ته خپلي قواوى لیږلې دې، هم و لوستلي او زيادتره ليكونه د مرگ ژوبلي د مخنوى لپاره د قواوى بيرته كور ته راوستل وو.
" د كارمل د موافقى او يا نه موافقى سره موږ بايد خپلي تولي قواوى له افغانستانه را وبأسو."
مارشال سوکولوف خپله وینا پيل او وئي ویل:"ً د کارمل سره به هیڅکله خوږې او نرمې خبرې و نکړم او ً هر څه بايد راټول کړم." گروميكو په خپل وار يؤ څه نور هدایتونه د پخوانيو هدایتونو سره مخکښي د کابل د تګ نه ور زیات کړه.
د ګورباچوف ملګرو د ده د وضع نه داسی پایله واخیستله:
د ګورباچوف تندی ‌‌‌‌‌‌د ببرک کارمل د خبرو اترو وروسته پدي مجلس کی ډیر تریو و‌ؤ، ډير په قهر او غوسناک هم و‌ؤ.
د هغي تندی او غوسې هر څه لانی توګه بیانول:
" ته خر، څه چټیات او بی منطقه خبرې کوي، اوس موږ ته مشوره راکوې."
”تا موږ پدي ګنده او کثیف کارو بار کی واچلو، او اوس ټوله پړه پر موږ اچوې.”