د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د معاصر افغانستان ستونزې، فرصتونه او ځینې حل لارې

محمد عارف رسولي 07.04.2016 12:22

( نهمه برخه )
سریزه
د دې مقالې موخه داده چې که ممکنه وي زموږ په ملي ژوند کې له خپل تاریخ څخه د نه زده کړې ستونزې او دهغو پایلو ته ګوته  ونیول شي او که ممکنه وي د یوه رغنده بحث لاره اواره شي.
له تاریخ څخه درس نه اخیستل زموږ ستونزه
له بشري او په تیره د خپلې تولنې او ملت له تاریخه زده کړه ملتونو او ټولنو ته موکه ورکوي چې د خپل ملت له تیرو تیروتنو خبر، په لاملونو یې پوه او بیا یې تر وسه وسه تکرار نکړي. همدارنګه، له خپلو تیرو ښو لاسته راوړنو، بریاوو او اړوندو تدبیرونو هم خبر شي، او ورڅخه ګټه واخلي.
زموږ د ملک زیاتو مشرانو او هم نورو سیاستوالو له خپله تاریخه کمه یا هیڅ زده کړه نه ده کړې. دا یوه پیچلې مسئله ده، زیات لاملونه به لری. خو کیدای شي یو لامل یې داوي چې موږ د تاریخ لیکلو، زده کړې او ورڅخه د درس اخیستلو کلتور نلرو او ورته پاملرنه مو نه ده کړي. زموږ کم شمیر تاریخي سندونه د زده کړې لپاره څه لري، کوم تاریخي اثار او کتابونه مو چې کوم ګټور مطالب لري، ملت ته ښه نه دي په ګوته شوي، موږ ورڅخه خبر نه یو او د هغو زده کول زموږ د سیاسي کلتور برخه نه ده ګرځیدلې. نو ځکه موږ په تاریخ، د تاریخ په فلسفه او ورڅخه د درس زده کولو پسې نه ګرځو، او اهمیت نه ورکوو. موږ یوازې کله کله په خپل تاریخ کې د سیاسي شخصیتونو په هکله ناندرۍ وهو. که مو کوم برم او عظمت کله درلود، هغو ته د رسیدو په لارو چارو، ننګونو، حکمتونو، تدبیرونو، او لاملونو یې ځان نه پوه کوو، تش ورباندې ویاړو، نو د زده کړې په ځای مو تل ماضي ته بیایي، په غفلت کې مو ساتي، او له اوسنو او راتلونکو مسئولیتونو مو لیرې کوي.
بل مهم لامل دادی چې زموږ هغه تاریخ چې په ښوونیز نظام کې شامل دی، د یو څو شخړو او د یو څو سیاسي لوبغاړو د  کړنو تر یاد وراخوا د زده کړې ډېر کم څه لري. په هغه کې له تاریخه زده کړه، په تاریخي مسئلو باندې څیړنې، لیکنې، شننې او ارزونې نشته. نو ځکه له تاریخه زده کړه او د اوس او راتلونکي لپاره ورڅخه ګټه پورته کول زموږ ټولنیزې پوهې، سیاسي شعور او مدني کلتور ته لا نه دي ور د ننه شوي. په تاریخي مسئلو باندې کار د یو څو ګوتو په شمار خلکو مسؤلیت پاته شوی دی، د دولت د پالیسیو، د زیاتو شنونکو، لیکوالانو، روڼ اندو  او نور ورته کمه پاملرنه کړې ده او دا مهم د نور ملت له پاملرنې هم لیرې پاته شوی دی.
بیوزلي هم بل لوی لامل دی چې موږ ته یې موکه نه ده راکړې چې خپل تیر تاریخ و ارزوو، تیروتنې تکرار نکړو، او له ښو تجربو او نیکو تدبیرونو ګټه پورته کړو. د پوهانو په نظر انسان لوړو ټولنیزو او تاریخي درسونو او ارزښتونو ته هغه وخت نظر کولای شي، چې د ژوند اساسي اړتیاوې یې تر یوې کچې پوره شوې وي. په بیوزله ملکونو او ملتونو کې لوستي خلک کم وي، په کتاب پیسې څوک نشی ورکولای، سمو او معتبرو تاریخي کتابونو ته کم څوک لاسرسی لري، په تاریخي حوادثو علمي، بې پرې، او ګټور بحثونه او لیکنې او شننې کمې وي. زموږ ډېری خلک د لیکوالانو او څیرونکو په ګډون په یوه مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده دي او سترو ملي مسئلو ته کمه پاملرنه کولای شي. زموږ ډېری خلک د کتاب لوستلو او څیړنو کولو کمه لیوالتیا لري، پیسې نه ورباندې ورکوي نو ځکه لیکوالان مو هم د کتاب له پیرلو نفقه نشي ترلاسه کولای او نه دولت ورسره د مرستې توان لري.
همدارنګه، بل کمښت د پیړیو په اوږدو کې زموږ د ملک د نفوذ لرونکو خلکو له تاریخ سره سیاسي چال چلند او یا نه پاملرنه ده. د سیاسي لاملونو له کبله، چارواکو له رښتیا ویلو ویره لرله، نو تاریخ لیکنه یې یوازې د ځان، خپل فامیل، او ډلې په ګټه څرخولې ده، له حقیقتونو یې سترګې پټې کړې دي او د تاریخ څخه د زده کړې زمینه یې نه ده برابره کړې. که د څه تاریخي حقایقو د ویلو لاره کله اواره شوې هم ده خو د دولت امکانات بیا کم، توان یې لږ، او ډېر څه یې نه دي ترسره کړي.
پورته کمښتونو زموږ په سیاسي، ملي او ټولنیز ژوند کې یوه ناوړه کلتوري تشه رامنځته کړې ده، زموږ ډېری سیاستوال، حکومتي لوبغاړي، ملي څېرې، او پوهان ترډېره د خپل هیواد او سیمې له ډېرو مهمو تاریخي پیښو لکه سترو لوبو (Great Games) او نورو څخه  ډېر کم او یا هیڅ خبر نه دي، او که ورڅخه یو څه خبر وي، داسې نه دي ارزول شوي چې د اوس وخت لپاره زموږ عام خلک ورڅخه ارزښت لرونکي درسونه زده کړي.
که د انګریزانو سره زموږ جنګونه، او دهیواد د خپلواکۍ تر رسمي اعلان وروسته راپيښې ستونزې، د پردو لاسوهنه، او داخلي اړدوړ چې د اماني دورې د ختمیدو لاملونه یې رامنځته کړل علمي، کره، بې پرې او هر اړخیزه څیړنه شوې وای، او بیا د ارزونو پایلې په ملي کچه د ملت ټولو پرګنو او قشرونو ته ښې تشریح شوې وای، ورباندې غوره اثار لیکل شوي وای، زموږ په ښوونیز نظام کې درس ورکړل شوې وای، نو زموږ په سیاسي او ټولنیز شعور او ټولیزه پوهه به ېې زیاته اغیزه کړې وای. ډېره ممکنه ده  چې د روسانو تر ماتې او وتو وروسته به زموږ د داخلي شخړو، ملکي او دولتي نهادونو د شړیدو مخه نیول شوې وای او هم به جګړې دومره نه وې اوږدې شوې او نه به ګاونډیانو او نورو ته د دومره زیاتو لاس وهنو زمینه برابره شوې وای. همدارنګه، که د روسانو تر وتو وروسته د ناخوالو او شخړو سم انځور او تیروتنې پوره ارزول شوې وای، د اوس وخت لپاره به زموږ لپاره خورا ګټورې وای.
که زموږ ادیبانو، لیکوالانو، کیسه لیکونکو، د ښوونیز نظام د پروګرامونو جوړونکو په هغو سرښندنو، لاسته راوړنو، ښې رهبرۍ او مدیریت، وروسته کمښتونو، داخلي شخړو لیکنې کړې وای نو د تل لپاره به ېې زموږ د خلکو اذهان روښانه کړې وای. خو په خواشینۍ سره داسې ډېر غوره اثار نه ترسترګو کیږي چې درس ورڅخه واخیستل شي.
د هند په نیمه وچه کې د افغانانو د واک او حکومت په هکله ډېر کم څه لیکل شوي او په هغو کې هم یوازې د شخړو او یو څو جنګونو یادونه شوې ده. د هغوي د بریاوو، غوره تدبیرونو، حکمت، عدالت، علم پرورۍ، حکومتولۍ او نور تاریخ سم نه دی لیکل شوی. که یې څه ناکامۍ لرلې او تیروتنې یې کړې هم سمې نه دي ارزول شوې. که په دې هکله څه تاریخي سندونه او تحلیلونه شته وي نو زموږ د ملت خلکوته نه دي رسیدلي او ورڅخه بیخبره دي. د مثال په توګه، د شیرشاه سوري د ښې حکومتولۍ، د هغه د خدمتونو لکه د کلکتې څخه تر پیښوره پورې د عمومی سړک (جي. ټي. روډ)  رامنځته کیدل چې هغه یې زیاته برخه جوړه کړې ده  ډېر کم افغانان ورباندې خبر دي. دهغه د زغم په هکله مشهوره خبره ده چې کله هغه په ډیلي کې واکمن و د جمعې په خطبه کې امام د هغه په حضور کې وویل چې په ټول ډیلي کې د ده تر کورنۍ فاسد خلک نشته. شیرشاه سوري یوازې له لمانځه وروسته ملاامام ته یوازې وویل چې دیني عالمانو ته به نرمه وعظ کول ښه دي اوبس.
خو کله چې زموږ په ملک کې د یوه سیاسي کس او یا کومې ډلې او فکري جریان لپاره اوبه تر ورخ تیرې شوې، بیا یې افسوس کړی دی. خو د خواشینۍ ځای دادی چې نورو سیاسیونو مو ورڅخه سم عبرت نه دی اخیستی. کله چې ډاکټر نجیب د ملګرو ملتونو په دفتر کې د نظر بند شپې سبا کولې، له خپلو پخوانیو بهرنیو دوستانو مایوسه شو، د هغوي مکاري، دوکه او ورته شاکول یې د نړی د نورو قوتونو سره د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره ولیدل نو ویل کیږي چې هغه به ویل: چې ترڅو زموږ د هیواد په چارو کې د بهرنیانو د جوړجاړي او دسیسو ناولې دایره نه ده ماته شوې نجات نه مومو. هغه هڅه وکړه او د سترو لوبو د کتاب په ژباړه یې پیل وکړ ترڅو افغانانو ته دا نظر ور انتقال کړي خو وخت له وخته تیر و او ګټه یې نه کوله.  په نړیوال جال یا انټرنټ کې کوم لیکوال لیکلي چې هغه د سترو لوبو د کتاب ژباړه چې ده سرته رسولې وه، د خپلې کورنۍ په لاس بهر ته واستوله چې چاپ یې کړي خو دا کار چا سبوتاژ کړ او کومه پته یې ونه لګیده.
سړی په یقین ویلای شي چې د افغانستان له ډېرو سیاسي مشرانو سره د هغوی د خارجي دوستانو لخوا ورته چلند شوی دی. تریوه وخته یې ښه دوستان بلل کیدل، خو کله چې بهرنیانو هغوی د خپلو ګټو لپاره نور ګټور و نه موندل نو یې ورته شا کړې. خو د خواشینۍ ځای دا دی چې زموږ سیاسي قشر تر اوسه له دې تاریخي پیښو کومه سمه او د خپل سیاسي ژوند د سمون، پخپل لاس د هیواد د سرنوښت ټاکلو او په ځان بسیا کیدو لپاره کومه ګټه نه ده پورته کړې او نه یې کوم عبرت او درس ورڅخه اخیستی.
دلته سړي ته یوه پوښته پیدا کیږي چې نور ملتونه له خپله تاریخه زده کړه کوي او په موږ افغانانو څه شوي. ځواب شاید څو اړخونه ولري خو یو خورا روښانه اړخ یې دادی چې دلته هم د ملک بیوزلي، بې سوادي، شخړې، د سیاسي کلتور او شعور کمښتونه موږ ته اجازه نه راکوي چې له تیرو تاریخي تجربو ګټه واخلو. زموږ په ټولنه دا حالت بیا بیا راغلی او په تاریخ کې تکرار شوی دی، او ستر لامل یې کیدای شي دا وي چې موږ کوم پایداره غوره نظام نه درلود ترڅو د هغو په سیوري کې پورته سیاسي شعور او یوه تهذیبي کلتور ته وده ورکړي.  


پایله او سپارښتنې
موږ هیڅکله د خپلو تیرو تاریخي سترو ملي پیښو لکه له انګریزانو، روسانو او یا د سیمې له نورو هیوادونو سره د خپلو اوږدو شخړو، د هغو د پایلو، زموږ د تیروتنو او لاسته راوړنو په هلکه په علمي او په سیستماتیک ډول د وړتیا لرونکو دولتي یا نادولتي ټیمونو او اړوندو کارپوهانو په مټ کومه ارزونه نه ده کړې ترڅو ورڅخه زده کړه وکړو.  
د خواشینۍ ځای دادی چې زموږ ډېری خلک له سترو لوبو خبر نه دي، نه ورباندې چا کومه لیکنه کړې او نه ورته پاملرنه شوې،  
    •    دولت، اړینو کارپوهانو، مدني ټولنو او ټول ملت ته اړتیا ده چې د خپل ملي ژوندانه دې کمښت ته ښه ځیر شي او رغنده ګامونه واخلي. دولت باید د اړوندو کارپوهانو په مرسته د پالیسۍ یو داسې چوکاټ او بستر رامنځته کړي ترڅو په دې هکله اړین ګامونه واخیسلای شو. دا لاندې وړاندیزونه اړین بولم:
    •    په ملت کې د خپل تاریخ او ورڅخه د زده کړو لپاره د اړوندو خپلو ملي کارپوهانو په مرسته یوه ملي پالیسي او کړنلاره تیاره او پلې شي،
    •    دولت باید د خپلو اړوندو ملي ټولنیزو او د تاریخ د پوهانو په مرسته  د شته غوره اثارو په پیژندلو، راټولو، پرګنو ته معرفي، تشریح، او د نورو نویو غوره اثارو په  پنځولو کې کار وکړي، او په دې کار کې پانګه واچوي، ترڅو د ځوان نسل لپاره د څیړنو میتودونه، غوره اثار او شرایط برابری شي او دولت باید هغه وهڅوي،
    •    زموږ په تیر تاریخ کې د پاته راتلو لاملونو، خپلو تیرو ټولنیزو شرایطو او تیروتنو ته یوه سمه ارزونه وکړو، او څنګه په اوس او راتلونکي وخت کې ورڅخه ځان وساتو،
    •    د خپل تاریخ په تیرو مرحلو کې که بریا ته رسیدلي یو، لاملونه یې په غور په ګوته او څنګه اوس او په راتلونکي کې ورڅخه ګټه اخیستلای شو
    •    د پورته مسئلو په ارزونه کې تر اشخاصو زیات په خپلو اړوندو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي  شرایطو تمر کز او غور وکړو چې موږ یې بریالي یا ناکام کړي یو،
    •    د اړوندو کارپوهانو په مټ د هیواد ښوونیز نظام داسې ورغول شي چې د ځوان کهول او راتلونکي نسل د سیاسي شعور او کلتور د لوړولو لپاره مثبت ټکي په ګوته شي،
    •