د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی

پاکیزه امرخېل 06.04.2016 14:13

دا خبره چې ښځه د کور ډیوه او رڼا ده ډېره مشهوره ده. دومره ډېره چې ممکن ان ستاسو تر غوږونو هم در رسېدلي وي، خو له بده مرغه لا هم ډېر بدمرغه فکرونه او لاسونه شته چې د کورونو د همدې ډیوې د وژلو او یا د هغې د رڼا د تیتولو ناوړه او ناولې هڅې کوي. دغه وړ ناوړه هڅې یواځې ښځو ته زیان نه اړوي، بلکې دا په لوی لاس د ټولنې زیانمنول دي، ځکه ټولنه د ښځې او نارینه له ګډ وجود څخه جوړه ده. یانې د یوې ټولنې په جوړولو کې چې نارینه څومره ونډه او ارزښت لري نو ښځې هم ورته ارزښت او ونډه لري ان په ځینو مواردو کې یې تر نارینه و څخه هم ونډه ډېره ده.
د نړۍ هر لوی انسان د همدې ښځې یانې مور په غېږ کې را زرغون شوی، د همدې  مور د غېږ په مدرسه کې یې د مینې ، انسانیت، منښت، ګرانښت، خواخوږي او نورې ګڼې ښېګڼې زده کړي. د همدې مور د تن په پیو پایېدلی. د همدې مور لارښوونې یې منلي او پلي کړي او د همدې مور د لارښوونو او سپارښتنو له برکته په یوه لوی انسان بدل شوی.
خو له بده مرغه د دې دومره ښېګڼو باوجود بیا هم له ښځو سره په ټولنه او کورنیو کې زور زیاتی کېږي.
 ښځې د ژوند له روا حقونو، لومړنیو اسانتیاو او ازادیو څخه بې برخې دي ان تر دې چې په خپله خوښه د ژوند کولو، د خپلې خوښې د خوړو، کالیو اغوستلو، زده کړې او په خپله خوښه د خپل ژوند د ملګري د ټاکلو واک او خوښه ترې اخیستل شوې. تر ټولو بده لا دا چې ښځې د خپلو کورنیو د نارینه غړو د تېروتنو، لنډپاریو او ګناهونو د جبران په بدل کې د یوه بې وسه او بې کسه وجود په څېر سوځېږي او رنځېږي.
همداسې ښځې د څارویو او وسایلو په څېر په یوه او بل پلورل کېږي. چې له ښځو سره دا وړ زور زیاتی د اسلام د سپېڅلي دین ، ارزښتونو او قوانینو په ګډون د ټولو نړۍ والو ارزښتونو او قوانینو یو خلاف کار دی.
 ښځه د کورنۍ او ټو� �نې د تشکیل اساس تشکیلوي او په کورنۍ کې د چارو تر ټولو اساسي او دروند بار چې د کور له پاکوالي، د خوړو تر پختن، د کورنۍ د غړیو او اولادونو تر پالنې او دوی ته د خوړو او جامو تر تیارولو او د مېلمنو تر پالنې پورې دا ټولې چارې ښځې په یوازې ځان په ښه توګه ترسره کوي، نو د دې لپاره چې ښځې یوازې په کور کې محدودې نه وي او دوی وکولی شي چې د خودکفایۍ لپاره په ټولنه کې هم د کور په څېر ګټور کارونه وکړي او د کار ثمر او خیر ټولنې ته ورسېږي ښایي چې دوی ته د ژوند ګڼې اسانتیاوې برابرې شي، د کار او زده کړې حق ورکړل شي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه یووړل شي.
ټولو په ځانګړي ډول نارینه و ته ښایي چې ښځې درک  کړي، د هغوی مقام او درنښت درک کړي او هغوی ته د ټولنې د فعال، مفید او اساسي قشر په سترګه وګوري، هغوی ته ارزښت ورکړي او هغوی ته د ستونزو او کړاونو د ایجاد پرځای له هغوی سره د ستونزو په حل کې م= 8�سته وکړي.
ولسمشر غني د ښځو د نړیوالو ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د ښځو مقام او منزلت وستایه او د دوی وجود یې د ټولنې د پرمختګ ، هوساینې سوکال او نېکمرغۍ لپاره ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چې حکومت به په بDB�لابېلو برخو کې د ښځو د هوساینې او د ژوند د ښه والي په موخه ځانګړنې پاملرنه وکړي، که چېرې دغه پاملرنه ډېره شي، نو باور دی چې د کورنۍ د نارینه و په چلند به هم ښه اغېز ولري او هغوی به هم له ښځو سره په نرمۍ چلند کولو ته وهڅوي.