د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پلنه دوسیه/ طنز

توریالی ملیار 06.04.2016 11:03

چې له دوکانه مې درې لویې کڅوړې سودا موټر ته د ننه کړه نو یو کس مې مخې ته راغی، وې دا موټر خو دې لږ مخ ته و خوځوه موږ خپل موټر وباسو، موټر مې چالان او لږ مې مخې ته کړ بیا مې یې نو دروازې بندې او بېرته دوکان ته ننوتلم چې نوره سودا مې له دوکانه را وایستله ګورم موټر مې روان شو، سترګې مې ښې سره څو ځلې خلاصې بندې کړې چې نظر مې سم ولګي، ما چې دویم ځل خپل نظر فوکس کاوه ګورم موټر مې په چټکۍ له مخې پنا شو، په زوره مې چیغه کړه، زما موټر!!! پولیس!!

په منډو منډو مې ځان د پولیسو پوستې ته ورساوه، په پوسته کې یوه پولیس پخلی کاوه، ما په بنده ساه ورته کړه چې هله موټر مې یې بوت، ده په ارامه راته ووې زما خو دیګ سوزي ته ودرېږه چې هغه زما ملګری راشي، ما وې چې ستا ملګری څو راځي خو زما موټر به یې خپل ځای ته رسولی وي، له ځان سره و ډونګیده ګاز یې په دیګ پسې بند کړ او تر کانتیر د باندې راسره را ووت، یو ځل خو یې سر تر پایه ښه تلا شي کړم بیا یې پر خپل موټر سایکل کښېنولم، ما وې خینو موټر مې راسره پیدا کوي خو ګورم چې د پولیسو د حوزې په مخ کې یې خوشي کړم وې اوس به زه خپل دیګ ته ولاړ شم چې و نه سوزي او ته زما د تیلو پیسې راکړه، جیب ته مې ژر لاس کړ څلور پينځه سوه افغانۍ په لاس راغلې ور مې کړې او دی په خپله مخه ولاړ.

د پولیسو د حوزې په مخ کې پیره دار ته مې ورمنډه کړه، هغه چې زما منډه ولیده نو سملاسې یې خپله توپانچه را وویسته کړپ کارتوس یې ور تیر کړ او د سمټو دیوال ته یې ځان تیارسئ کړ، یو بل هلته بل ځای کلاشینکوپ په ماشه سور کړ ماته یې وې وړاندې رانشې که نه ولم دې، د ده له غږ سره څو نور پولیس هم را پیدا شول ما ورته رڼې رڼې کتل په ډار او وهم کې ولاړ وم چې دواړه لاسونه مې په ډېر زور شا ته تاو شول یوه پولیس را ترپ کړل او ژر یې زما پر سینه او خیټه لاس را تیرکړ، زه خوشاله شوم ماوې ځه له مرګه خو بچ شوې. بیا یې سر تر پایه تلاشي کړم او لاسونه مې یې را خوشي کړل، بیا یې وې څه کوې په دې تیاره ماښام خیر خو دی نږدې دې ځان راباندې خمبیره کړی و؟؟ ما وې موټر مې غلو بوتلو، بس دوی نو همدلته د دروازې په مخ کې راڅخه تحقیق شروع کړ، چېرته؟ څه وخت؟ څنګه موټر و؟ ولې؟؟ ولې دې پام نه ورته کاوه؟ افسوس چې ورک شو؟؟ ډېر بد کار شوی!! او ....

د دروازې تحقیق چې پوره شو نو یو ځل بیا یې تلاشي کړم ټول کاغذونه او موبایل یې را نه واخیستل، یو پولیس را سره شو او نوکريوال مسوول ته یې ورورسولم، هغه هم لکه چې ستړی شوی وو، په کټ کې اوږد غزیدلی و بخارۍ ورته لګیده او د ټلویزیون سریال کې غرق تللی و، ما سلام ورته وکړ او بیا مې پېښه ورته بیان کړه، ده لاس کړ یو سپین کاغذ یې راکړ چې عریضه ولیکم، بس نو په څو ټکو کې مې عریضه ولیکله بیا ده واخسته امضا یې کړه او بیرته یې راکړه وې ځه نو سبا چې مامورین راشي ته هم راشه په دروازه کې زما د نوم پوښتنه وکړه (زړه ور خان بیدار) هر څه به اسانه شي. ما وې و د خدای دوسته موټر مې اوس ورک شو او زه سبا پسې وګرځم دا خو عجیبه ده؟؟ دم ګړی یې چرت وواهه او بیا یې را څخه وپوښتل:

- مو ټر دې چېرته ورک شو؟

- په دغه عمومي سړک د ښار خوا ته چې غزېدلی؟

- په کوم لوري؟

- د ښار خواته چې ځې یانې جنوب لوري ته.

- موټر یې کومې خواته بوت؟

- د ښار خواته.

- امممم....زړه مې ډېر درته بد شو خو خبره دا ده چې دا سړک نیم زموږ په حوزه پورې مربوط دی او نیم نور په بله پورې، ستا موټر د هغې بلې حوزې خواته ورک شوی دی.

دا یې وویل او بېرته یې د ټلویزیون غږ اوچت کړ.... بیا یې راته کړه ته تلی شي هغه بلې حوزې ته ورشه او ورته ووایه زه زړور خان را لیږلی یم.

زه هم روان شوم او له حوزې چې ووتلم غوښتل مې له پولیس خپل ټلفون او کاغدونه بېرته واخلم خو پولیس زما په ټلفون خبرې کولې او په کړس کړس یې خندل ما ورته وویل زه ځم ټلفون او کاغذونه مې راکړه ده ګوته پورته کړه ما نا چې یوه لحظه چپ ودرېږه، دومره پوه شوم چې ضمایر یې ښځينه کارول او خبرې یې له چوکاټه وتلې کولې... زما سخته بیړه وه او وارخطایۍ پر سر اخیستی وم خو ده چېرې ماته کتل څو دقیقي نور هم وګړبیده او بیا ټلفون بند شو، بیرته را وګرځيد را ته ویې ویل وبښه یو ضروري ټلفون و، ټلفون او کاغذونه یې راکړل او په بیړه مې یو ټکسي ودراوه پکې کښيناستم او د پولیسو بلې حوزې ته روان شوم، ټکسي وان چې زما وارخطایي ولیده نو وویرده او راباندې شکی شو څو ځلې مې يې څېرې ته ښکته پورته وکتل یوه نیمه پوښتنه یې په لاره کوله خو تر عمومي سړک وړاندې را سره ولاړ نه چې په دې سړي کې کومه بلا نه وي.

د پولیسو بلې حوزې ته چې ورسیدم نو تر تلاشئ وروسته ګورم چې نوکريوال مسوول د باندې راوتلی ما وې ځه لکه چې فال مې نیک شو الله به خیر کړي، زر مې ځان ور ورساوه او په نکل مې پوه کړ. ژر يې ډرېور ته وویل چې موټر چالان کړي- مو ټر یې چالان کړ زه یې ورسره کښېنولم او د تورم غږ چالان د ورکې ځای ته ورسېدو مو ټر یې ودراوه، ما ورته ټوله کیسه وکړه، ده را څخه وپوښتل چې موټر دې تر کومه ځایه مالومیده ماوې خدای مې دې غاړه نه بندوي هغه د پوهنتون تر دروازې خو را ته ښکارېده چې منډې مې پسې وهلې...

افسوس یې وکړ او موټر ته د ختلو یې را ته وویل په موټر کې چې کښیناستو او حرکت مو وکړ نو راته کړه یې، افسوس چې مرسته نشم درسره کولی ځکه تر کومه ځایه چې تا موټر لیدلی تر هغه وخته خو نو نه دی درڅخه ورک او په هغه ځای کې چې موټر دې له سترګو پنا شوی نو هملته ورک باله شي او هغه سیمه زموږ د حوزې اړونده نه ده، په موټر کې یې ورسره کښینولم او په چټکۍ یې د سیمې اړوندې حوزې مخې ته له موټر ښکته کړم په اشاره یې د حوزې دروازه را وښوده او دی په خپله مخه ولاړ.

درېیمې حوزې ته چې ورتلم نو ماخوستن ناوخته شوه له کوره یې زنګ راته وواهه ما وې تاسې ډوډۍ خورئ زه درځم.

په منډه د پولیسو حوزې ته په دوړو سپيره ورسیدلم، پیره دار د چراغ رڼا ته ښکاریده او له راډیو یې سندرې اورېدې، زه چټک ور روان وم چې په کریغه یې دریش راته وویل سخت یې وویرولم او ځای پر ځای یې و درولم یو دوه پولیس نور را ووتل تلاشي یې کړم یو بل ته یې وویل ځه ځانمرګی نه دی پوډري دی، یوه یې ښه وښورولم وې څه غواړې؟؟ ما وې موټر مې ورک شوی، بل غږ وکړ وې ځه یوازې پوډري نه دی لیونی هم دی، له دې خبرې سره بل پولیس غږ کړ وې لیونی نه دی شرابي دی، پوډري زېړ ترینګلی وي، یو بل رانږدې شو او ویې ویل چې شرابي دی نو راټینګ یې کړئ، شراب خو د قانون او اسلام خلاف عمل دی... بس په ريښتیا یې ور ټينګ کړم خوله مې یې بوی کړه، ما خبرې ته ځان جوړاوه خو پرې یې نه ښودم وې چالاکي مه کوه بس په حوزه یې ننویستلم.

چې څنګه یې ننه ایستلم نو ټلفون ته مې زنګ راغی، د ټلفون سکرین ته مې وکتل نمبر اشنا، نه و تر څو مې چې اوکې کاوه نو مسکال شو، یو پولیس لاس را وړاندې کړ او ټلفون مې یې له لاسه واخیست بیرته یې همدغه نمبر ته زنګ وواهه، د ټلفون غږ مې تر غوږ کیده چې یوه زنانه پکې په دویم نمبر خبرو سر شوه، پولیس هم خبره ورسره خوږه کړه.... زه حیران شوم چې ای خدایه دا لا څوک شول بیا پوه شوم چې دا خو د هغه بل پولیس کر و.

لږ وروسته چې اړیکه پرې شوه، پولیس ترې نمبر یاداشت کړ او نوکریوال مسوول ته یې وویل چې دغه سړی خو بس دویم نمبر دی ټول عملونه یې د اسلام خلاف دي، لنډه دا چې یو غم و اوس څلور شول، د غیر اخلاقي کړنو تور هم راباندې شو او له قانون سره سم یې یوې تیرې او سړې خونې ته ور د ننه کړم.

شپه مې په سړه هوا کې سبا کړه، سبا چې نهه بجې کېدلې نو له کوټې څخه وایستل شوم او یوه پولیس مخامخ د حوزې امر ته وروستلم- د حوزې امر دفتر ته چې ورسیدلم نو څو کسان نور هم عریضې په لاس یوه او بله خوا سره ناست او ولاړ وو، د دوی تر منځ یوه په زوره ناره کړه وې پیدا مې کړ.

زما مخې ته یې را ټوپ کړ او د پولیسو امر ته یې وویل دغه دی هغه غل چې زما له دوکانه یې په دوکه سودا تښتولې وه، سخت په قهر و او څه چې په خوله ورتلل نو را ته ویې ویل، ما د خپل ځان سپینولو هڅه وکړه چې یو څه ووایم خو د شا له خوا د پولیسي ډنډې وار چُپ کړم، بیا پولیس پسې زیاته کړه دوکه بازه! موټر دې ورک دی!؟ هه بد اخلاقه له ښځو سره هم یاري لرې؟؟!! له دوکانو غلا هم کوې؟؟!! بیا ځان ملامت هم نه بولې!!
د پولیسو امر دوکاندار ته وویل ښه ستا خو کار وشو او غل دې پیدا شو خو ستا دوکان زموږ تر حوزې پورې اړه نه لري نو ته به دې خپله مسله په اړونده حوزه کې حل کړې دی وايي چې زما موټر ورک شوی او موټر یې زموږ په حوزه پورې اړونده سیمه کې ورک شوی نو د ده یوه قضیه به دلته څېړل کېږي او بله به یې په بله حوزه کې دا یې وویل او دوکاندار ته یې کړل چې ولاړ شي او اړوندې حوزې ته عریضه وکړي.

د حوزې امر را څخه ښې ډېرې پوښتنې وکړې او ښه ډېر کاغذونه یې ډک کړل، بېرته یې تیارې خونې ته ولېږلم، رڼا ورځ مې په توره خونه کې تېره کړه، شپه شوه ډوډۍ یې راوړه زړه ته مې نه کېده یو دوې مړۍ مې وخوړه او همداسې په چرتونو کې ډوب ویده شوی وم، سهار چې بیا نهه بجې کېدلې نو له تیارې خونې یې وایستلم ، د ډاډسنې باډۍ ته یې واچولم او مخامخ یې هغې حوزې ته بوتلم چې دوکاندار راباندې عریضه کړې وه.

نو چې حوزې ته ورسیدو بس د غلا په تور ونیول شوم او اوس مې نو یوه دوسیه په یوه او بله په بله حوزه کې شوه د غلا تور دلته سپينېده او د شرابو هلته.

لنډه دا چې د پولیسو شک را باندې زیاتیده او له همدې امله یې استخبارت هم را باندې خبر کړل.... ماښام چې د ډوډۍ پر وخت دروازه خلاصه شوه ما وې ځه اوس خو به یوه مړۍ ډوډۍ وخورم چې ګورم سترګې اولاسونه یې راباندې وتړل او د ډاډسنې باډۍ ته یې ور ټېله کړم، اوس نو دوسیه دومره راته پلنه شوه چې سر وبر یې له ما هم ورک شو- تحقیق له ډبولو سره یو ځای او هغه هم د استخباراتو ډبول.

ما وې ولاړې هلکه د انګورو به تول کې اوس نو بند په بند وتړل شوې- په استخباراتو کې د خدای مه بندوه چې یو ځل پکې بند شوې لکه مچ چې د تارکشې په ځاله ورشي بیا یې خلاصون نشته.

سخت ګیر شوم خو د مړیو زور و چې دوسیې مې بل لټ وخوړ - ګوډ مات له نورو بندیانو سره ټلویزیون ته ناست وم چې د موټر عکس مې په سکرین راغی، خبر یې داسې و:

دغه موټر د شپږمې حوزې د بر خوړ په دلدو کې بند پاتې شوی و او اوس د پولیسو د اړوندې حوزې په انګړ کې دی.

یو ځل مې چیغې کړې ماوې راشئ خدای ته وګورئ زما ټوله کیسه له همدې ځایه ده.... عسکر چې راغی اول خو یې یوه لغته راکړه خو چې خبر ته یې پام شو نو شکمن شو، بیا یې خبره له یوه بل افسر سره شریکه کړه، چې د موټر د پلیټ نمبر مې ورته ووې نو ایله یې لږ ومنله.

اونۍ وروسته مې کورنۍ په ټلویزیون کې ولیدم خبر داسې و:

یو موټر چې غلو تښتولی وو د پولیسو په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو پیدا او بېرته یې خپل څښتن ته وسپارل شو.
موټر په لاس راغی خو سودا یې غلو وړې او د دوکاندار تاوان راباندې شو... اونۍ وروسته چې کور ته ورسیدم د پيژندلو نه وم، خو په کور کې را ته هغه وخت غم جوړ شو چې هغې بیکاره ښځې زما په شمېره زنګ وواهه او مېرمنې مې پورته کړ- زه ورته قسمونه کوم دا وايي بې لارې یې دا څو ورځې دې له همدې جرارې سره تېرې کړې دي، د سارا دوسیه څه وه چې د کور را ته پلنه شوه، یا پيره را ورسیږي!!