د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېژند پاڼه او توکمونه

احمدجان تڼی 06.04.2016 14:01

د کابل په اداره کې داسې پښتون چارواکي وجود لري چی ځانته د تاجکو مشران وايی او د هغوی په نوم امتيازات تر لاسه کوي.داسې تاجک او تورک چارواکي وجود لري چی د پښتنو په نوم يی په څوکيو ډډې لګولي دي.داسې د عرب او يا تورک توکمونو څخه چارواکي وجود لري چې د هزاره په نوم امتيازات ترلاسه کوي. او داسې نور.
داسې په زرګونو خلک وجود لري چی په خپله په هزاره توکم پورې تړلي دي مګر پښتونوالی خپل هويت ګڼي . همدارنګه داسې په سلګونو زرو پښتانه وجود لري چی دوی فکر کوي چې تاجکان دي.
زما يو همکار په پارسي خبرې کوي دی ځانته ته تاجک وايی . مګر بيا وايی چې په قوم ساپی دي .هغه د حقوقو پوهنځی ويلي ده مګر په دې نه پوهيږي چې ساپي قوم د پښتنو لويه پښه ده.
ځينې د لږکيو توکمونو خلک ، ددې په ځای چی ځانونه په خپل توکم پورې وتړي دوی ځانو ته پښتانه او يا تاجک وايي. د ساري په توګه ځينې کشميري هندي توکمونو کسان په افغانستان کې ځانونه تاجکان بولي مګر د دوی پلرونه او نيکونه ټولو ته معلوم دي چی کله دلته د هند څخه راغلي دي .
که چېرې د تذکرې د اخيستونکي په قول باندې توکم وليکل شي کېدای شي په سلګونو زره کسان به خپل توکم سم ونه ليکي.دا ځکه چې د هيواد ډيره اندازه خلک خپل اصلي توکم نه پېژني .
دا يوه ډېره ستونزمنه مسله ده چی په رښتيني توګه د يوه وګړي توکم معلوم شي او په پيژند پاڼه کې ورته ورسول شي. دا هغه مهال امکان لري چی د افغانستان د هر وګړي ډي اېن اې په ژوره توګه وکتل شی .
د دې له پاره چې د هر وګړي ډي اېن اې وکتل شي، بايد په ټول هيواد او کلي کې د (( د ډي اېن اې)) د کتلو لابراتورونه را منځته شي.
دا لابراتورونه بايد وکولی شی د ټولو توکمونو معاينه وکولی شي. د يو توکم د خالص ډي اېن اې معلومول هم ستره او مهمه طبي او انسان پېژندنې مسله ده چې ډېر پرمختللي هيوادونه يې هم نه شي تر سره کولی.
په افغانستان کې د ببرک کارمل د واکمنی په مهال کی ځينې توکمونه په مصنوعي توګه را منځته شول او يوشمير ډلو د هغو په نوم امتيازات تر لاسه کړل. په داسې حال چی نوموړي توکمونه د نورو توکمونو څخه را منځته شوي دی.
همدارنګه د وګړپوهنې يا انتروپولوجي د علم له نظره تر اوسه په افغانستان کې د توکمونو په هکله ژور معلومات وجود نلري.
1. په افغانستان کې څو توکمونه وجود لري ا و نومونه يې څه دي؟
2. د هر توکم د بدن ظاهري جوړښت په کوم ډول دی؟
3. دا توکمونه په کومو سيمو کې اوسيږي؟
4. د هر خالص توکم( ډي اېن اې ) څه ډول ده؟
بله دا چې بايد وپلټل شي چې :
1. په نړۍ کې داسې هيوادونه شته چې په پيژند پاڼو کې يې توکمونه ليکل شوي وي؟
2. که چېري ليکل شوي وي د هغوی تجربه څه ډول ده؟
بله مسله دا ده . چی د کابل اداره په قومي تعصب باندې ولاړه اداره ده. دلته مشخصې ډلې هڅه کوي چی په مصنوعي توګه ځينې توکمونه زيات کړي.
په تېرو پنځوسو کلونو کې د تذکرو د وېش ادارو کې داسې کسان ځای په ځای شوي و. چی په سلګونو زرو وګړو په تذکرو کې ددې په ځای کې چی اصلی توکم او يا ژبه ورته ليکل شي ، پارسي ورته ليکل شوي ده.
که چا غبرګون ښودلي دی ، بيايی ځواب تر لاسه کړی چې : چي پروا داره هر دو زبان کشور است. خو چې ورته ځير شې د يو تاجک ژبه پښتو او يا ازبکي نه ده ليکل شوي. دا يو بهير دی چې دا پنځوس کاله را روان دی. يعني په تېرو پنځوسو کلونو کې د نفوسو دثبت ادارې مامورينو په قصدي توګه دا جعلکاري کړي ده.
د پخوانيو تجربو په بنسټ او د واکمنو پاشيستی کړيو د پلان له مخې بيا هم د تذکرو د وېش په دفتر کې په قصدي توګه متعصب کسان ځای په ځای شوي او کيږي تر څو له دې لارې يو مصنوعي اکثريت را منځته کړي.دوی پلان لري چې لږکي په مصنوعي توګه اکثريت کړي او اکثريت په اقليت واړوي. دا په دې مانا چې اوسنۍ د پيژند پاڼو د وېش اداره ملي اداره نه ده او خلک په هغه باور نه لري.
د پيژند پاڼې د طرح او ډيزاين په هکله د ښاغلي حامد کرزي د واکمنی په مهال ستونزې را منځته شوې. دا ځکه حامدکرزي اداره د متعصبو پاشيستي کړيو د ايتلاف يوه اداره وه او اوسنۍ اداره هم د هغه ادارې دوام دی.
بايد وويل شي چې په پيژند پاڼو کې هغه معلومات ورکړل شي چې ورته اړتيا وي . د اضافي معلوماتو ليکل د وخت نيولو او د ستونزو د رامنځته کېدو سبب کيږي. له دې امله د نړۍ په پنځه نوي سلنه هېوادونو کې پيژند پاڼو کې غير ضروري معلومات هېڅ وجود نلري.
د پېژند پاڼو څخه موخه دا ده چې نوموړي وګړۍ د کوم هيواد تابعيت لري؟ نوم او د زيږېدو ځای يې کوم دی؟
مٍثلا په امريکا کې په سلګونو توکمونه وجود لري خو د يوه نوم هم نه شته . هند او نور هېوادونه همدا ډول دي او داسې نور. د توکمونو ليکل غير ضروري او حتی هېواد او اولس ته په زيان دي.
د په تېرو پنځلسو کلونو کې د کابل ادارې داسې څه نه دي کړي چې ملي خير په کې شته وي خو هغه کړنو ته ډېره چمتو ده چې اولس او هېواد ته پکې زيان رسيږي .
کابل د اداری يو ځل بيا داسې ګام پورته کوي چې په راتلونکي کی کېدای شي هېواد او خلکو ته ډېر زيان را منځته کړي چې يو يې هم په پېژند پاڼو کې د غير ضروري معلوماتو ځای په ځاي کول دي .
د کابل اداره بايد د افغانستان خلکو ته توضيح ورکړي چې:
په تذکره کی د توکم( مليت) ذکر کول څه اهميت لري؟
که په تذکره کی توکم ( مليت) نوم وجود ولری د پېژندپاڼي درلودونکی او هېواد ته ېی څه ګټه ده؟
که د توکم ذکر پکی نه وي څه زيان لري؟
لومړی د کابل د اداری چارواکی بايد پورتنيو پوښتنو ته ځواب ورکړي او ددی ځواب په ورکولو سره د خلکو قناعت تر لاسه شی.
د افغانستان د حالاتو په څېړلو او د نړيوالو تجربو ته کتلو سره دا ښکاره کيږي چې په پېژند پاڼه کې د توکم ( مليت ) ليکل کومه ګټه نه ليدل کيږي.مګر ليکل يې زيانمن دي :
ډېرو ته به په ياد وي چې يو شمېر وسله والو ډلو ، د کابل ښار کې د تنظېمونو تر منځ د جګړو په وخت کې ، يو شمېر ډلو به کورت ( قروت) د ځانه سره ګرځول تر څو د هغه له لاري پښتانه د وژلو د پاره پيدا کړي. دوی ځانونو ته افغان کشان ويل.
دا چل ځکه دوې ځانته غوره کړی و، چې پښتنو په پارسي باندې داسې خبرې کولې چې هغوی نه پيژندل کيږي.نو کورت ېې د پښتون وژنې اسانه لار و.
يعني په تذکره کې د توکم ذکر نوموړو جنايت کارو ډلو ته دا اسانوي چی څه ډول يو وګړي ته په توکمي بنسټ سره زيان ورسوي.
د طالبانو په نسکورېدو سره په مزار شريف کې ، پورته يادې جنايتکارې ډلې په کوڅو کې ګرځېدې تر څو د دوی په اصطلاح (( د افغانانو )) کورونه پيدا کړي او هغو ی ووژني. د همغو ډلو مشران اوس د دولت واګې په لاس کې لري.
په تېرو جګړو کې د (( قروت)) ، او په تذکره کې کلې او سېمه ، ژبه ددې سبب شوه چې په لسګونو زرو تنه په شهادت ورسېږي. او د هغوې ډله ايز مړستنونه رامنځته شي.
يو دوست را ته وويل چې ، په نوموړو متعصبو ډلو پورې تړلو وسله والو ، د دارالمان په لار کی (( افغانان)) لټول . په دی مهال کې دوه تنه پښتانه (( افغانان)) په موټر کې و. يو خو قسم ورته وخوړ : (( به خدا اګر افغان باشم)) په دی قسم هغه نجات وموند، مګر بل چی وويل چی افغان دی. اوس يې برخليک نه دی معلوم.
همدغو ډلو به په قصدي توګه د توکمونو د وژنی او له منځه وړلو په موخه ځينې سيمې په درندو وسلو ويشتې تر څو د کابل په ښار کې توکمي تصفيه را منځته کړي. چهل ستون ، واصل اباد، کارته نو ، شاه شهيد ، افشار، خوشال خان او نورې سيمې په قصدي توګه په کنډوالو واړول شول.
همدغو متعصبو پاشيستی ډلو په بغلان ، کندز ، ارزګان ، بلخ او نورو سيمو کې د (( افغان کش)) ډلې را منځته کړي وې چې ځينې اوس هم فعالې دي. همدا ډلې د کابل د ادارې ملاتړ د ځانه سره لري.
د لويديز په ملاتړ سره همغه جنايتکارو څخه د کابل اداره تشکيل شوه او دا پنځلس کاله کيږي په افغانستان واک چلوي . دوی بيا هم د راتلونکی د پاره کوم ناوړي پروګرامونه لري. اوسنی اداره ملی اداره نه ده کابل اداره تر ډېره بريده د کورنيو او ملي مسايلو سره توکمي چلند کوي. تر څو د مرکزي ځواکمنې ادارې د رامنځته کېدو مخه ونيسي او د ملي يوالي مخه ونيسي .
دا اداره هر شېبه کيداې شې ماته شې او په دې اداره کې شته مليشاېي – سېاسي تنظېمونه بېرته په ټول هېواد کې د توکم په نوم جګړه پېل کړي. دا ځکه چی داسې ښکاري چی دوی تر اوسه پټ پوځي تشکيلونه ساتلي دي .
ېو ځل بېا د توکم په نوم په کلې او سېمې د منځه ولاړې شي او په سلګونو او ېا په مېلېونو تنه خلک ووژل شې.
بله دا چې په تذکره کې د (( توکم )) ليکل کېداې شې په ادارې چارو ، عامه خدمتونو او عدلی چارو ناوړه اغيزه ولري. کېدای شی په نوموړو ادارو کی چلندونه د (( توکم )) تر اغېزی لاندی راشی.
دا رښتيا ده چی په نورو هېوادونو کی په تذکرو کی يوازی د زېږېدو ځای نومونه ليکل کيږی او يا هغه هم نه ليکل کيږي او هغه څه چی ليکل کيږی د هېواد نوم او د وګړي نوم او د پلار نوم.
په دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې مختلف توکمونه او د ژبو ويونکي ژوند کوي . د افغانستان د خلکو تر منځ د ژبې ، توکم ، مذهب او سيمې په بنسټ کوم اختلاف او دښمني وجود نلري. د افغانستان ټول اولس ( د ټولو توکمونو ، ژبو ويونکو او مذهبونو لرونکو په صورت کې ) د يوې کورنۍ په توګه په غم او ښادی کې سره شريک دي. د افغانستان د خلکو تر منځ ملی يووالی تر ډېرو هېوادونو دلته ټينګ دی.
له بده مرغه يوه شمېر متعصبه ډلو ځانونه د يو شمير توکمونو ټېکداران معرفي کړي دي.دوی هڅه کوي د اړوندو توکمونو په نومونو باندې امتيازات ترلاسه او واک په خپلو پنجو کې وساتي. مګر په رښتيني مانا سره نوموړو ډلو ته اړوند قوم او توکم اهميت نلری دوی يوازی امتيازات او قدرت غواړي.
همدغه کسان او ډلې اړوند توکم په وړاندې د باور د تر لاسه کولو د پاره دا ډول مانورونه کوي. لکه په تذکره کې د توکمونو د نومونو ليکل، د دوي په استازيتوب د وزارتونو او ولايتونو تر لاسه کول ، د ځمکو غصب کوي. دوی هڅه کوي چی د قومي شعارونو په ورکولو سره د خلکو رايی خپلې کړي.
همدارنګه کېدای شي دا د توکمونو مسلې ته د لمن وهل کېدای شی د يوه لوی پروګرام يوه برخه وي.
د وطن دښمنه کړيو موخه داده چي د هېواد د توکمونو تر منځ بېلوالی را پيدا کړي اوهغه ارګانيک يووالی چي د هېواد د مختلفو قومونو او توکمونو تر منځ د پيړيو راپدي خوا وجود لري له منځه يوسي او مات يي
او لدي لاري دا هېواد د تجزېي او نابودۍ خوا ته بوزي.
د هېواد په اساسي قانون کي د هېواد د هر اوسيدونکي چي افغان ورته ويل کيږي حقوق او مکلفيتونو څرګند او امتيازات يي هم د يوه وګړي په توګه په ډاګه شوي دي . ددي قانون په بنسټ ټول وګړي په ګډه د هېواد په برخليک کي برخه اخلي.
د ټولو افغانانو د وګړو مشارکت د خلکو تر منځ د يووالی د ټينګښت سبب ګرځي.
متعصبه کړۍ د اساسي قانون په خلاف د افغان وګړو د مشارکت په ځای د توکمونو د مشارکت تيوري مطرح کوي . د توکمونو ترمنځ د مشارکت تيوري ډيره خطرناکه او د اولسونو تر منځ د يووالي نه بلکي د بېلوالي سبب کيږي.
د۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کي د وګړو د ګډون په ځای د توکمونو د ګډون مفکوره عملی کړل شوه هغه هم په سمه توګه نه ، بلکي په دي کنفرانس کي د پښتنو اندازه د رښتينی اندازي په د هغه د نيمايي څخه هم لږه په ګوته شوه. او په دي ډېره کمه برخه کي يو شمېر غوړه مال پښتو ژبی کسان( چي د پښتنو له پاره تر ټولو زيات د سر درد دي) مقرر شول.
که چېري په يوه هېواد کي د نفوسو په هکله سم او ژور معلومات موجود وي دا کومه بده خبره نه ده..
که په يوه سيمه او يا هېواد کي توکمونه د وګړپوهني د علم په بنسټ سره وڅيړل شي د لوستونکو له پاره ډير په زړه پوري وي.
پيژند پاڼه کي د توکمونو د نوم ليکل د منلو وړ ندي دا ځکه چې:
لومړی: دا اداره د متعصبو کړيو په واک کي دي دا ځکه چي په اوسنی اداره پوري تړلي د پېژند پاڼو ليکونکی ميرزايان ددي کړيو د هدايت سره سم د توکمونو په نومونو کي حتما جعلکاري کوي.
دوهم :زيات شمېر خلک د دي څخه خبر نه دی چي دوی په کوم توکم پوري تړلی دي نو ځکه دوی هم د خپل توکم په هکله ناسم معلومات ورکوی. د ساری په ډول ما د يوه نوي ځوان څخه و پوښتل چي د کوم توکم ياستی ، هغه راته وويل : پدر کلان پدري ام پشتون از کندهار بود ، مګر پدر و مادر من تاجک است زيرا که ما دری ګپ ميزنم
دريمه : وسله مليشاوي د هيواد په شمال ، لويديز کي ( پښتانه، بلوڅ ، ګوجر ، پشه ييان ) به اړ کړی چي خپل توکمي هويت بدل وليکي.
څلرم: زيات شمېر کسان به ددی له پاره چي د متعصبو کړيو د وسله والو کسانو څخه خوندي واوسي خپل هويتونه به تاجک او يا کوم بل توکم وليکي
پنځم :ځيني کسان خپل اصلي توکمونه پټوي او په نور و توکمونو پوري ځانونه تړی او حتي د هغه توکمونو د مشرتوب ادعا کوي.
شپږم :د خلکو د توکم په هکله پخوانيو کتابونو ته مراجعه هم سم کار نه دی. هېڅ دولتی د احصايې او تذکري کتاب د توکمونو په هکله سم معلومات نه شي ورکولی.
د وګړپوهنې د علم په بنسټ دا ښکاره ده چې په افغانستان کې د اصلي توکمونو په اړخ کې ، جعلي توکمونه وجود لري د دې توکمونو تاريخ د نيمې پېړی څخه زيات نه دي مګر جنجال يې تر ټولو زيات . چې يو شمېر سياسي سوداګرو ددې توکمونو د نومونو څخه په ګټه اخيستنې سره په هېواد کې ډېرې ستونزې را منځته کړي دي. چې يوه يې هم په پيژندپاڼه د دې جعلي توکمونو نومونو ليکل دي.
نو ځکه اصلی توکمونه بايد د جعلي توکمونو څخه بېل کړل شي. دا ځکه چې دا جعلي توکمونه د نورو توکمونو د وګړو څخه په قصدي ډول را منځته کړل شوي دی.
تر هر څه لومړی اړينه ده چي د لويديز او يا د افغانستان په مسايلو کي نه داخيلو هېوادونو څخه بي پري انتروپولوژستان او د جنيتيک پوهان راوغوښتل شي او د علمی ميتودونو څخه په کار اخيستلو سره دا معلومه کړي چي:
په افغانستان کي په واقعيت کي څو توکمونه او په کومو نومونو سره موجود دی.
د هر توکم ( ډي اېن اې ) څه ډول ده

د هر توکم ځانګړتيا کومه ده او څه توپير د نورو توکمونو سره لري.
تر هغه چې د افغانستان د هر وګړي ( ډي اېن اې) کتل شوي نه وي ، تر هغه د توکم د نوم ليکل په پيژندپاڼه کې ليکل ناسم کار او جعلي دی. د ( ډي اېن اې ) د کتلو د پاره بايد په ټولو هېواد ، په هره ولسوالي او کلي کې سمبال لابراتوارونه تاسيس کړل شي.
د يوه سړي ملي هويت د هغه هېواد او يا خاورې له مخې پېژندل کيږي چې د هغه تابعيت ولري. د ساري په ډول په ميليونو پښتانه په لويديز، اسيا، استراليا کې ژوند کوي. هغه چې د انګلستان تابعيت لري هغه انګرېز ، هغه چې د فرانسې تابعيت لري هغه فرانسوی ،هغه چې د هند تابعيت لري هغه هندوستانی دی. خو د دوي په پېژند پاڼو کې يوه ته هم پښتون نه دی ليکل شوي.
د افغانستان د اساسی قانون له مخې هر هغه څوک چې په دې خاوره کې اوسي او يا د هغه تابعيت لري افغان بلل کيږي. يا په بله مانا ، د هر هغه چا په جيب کې چې د افغانستان پېژند پاڼه وجود ولري هغه افغان دی. که چېرې دا ( افغان) ټکی په پېژند پاڼه کې ليکل شوي وي او که نه.
د بلې خوا د نړۍ پنځه نوي سلنه هېواودونو په پيژند پاڼو کې ملت نه دی ليکل شوی . هلته يوازې په نومونو، عمر ، جسمي نښې او کله وار د زيږيدو ځای پکې په نښه شوي وي. که چېرې اړتيا وای ، نوموړو هيوادونو به هم د خپلو ملتونو نومونه زيات کړي و.
د پورتنيو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره ولسي جرګې د ملت او توکم د نومونو نه ليکل تصويب کړل. چې دا د ولسي جرګې يو په ځای ګام و.
يو شمېر سياسي کتونکي وايی چې د رڼو ټولټاکنو د پاره د کمپوټری پيژند پاڼې ويشل اړين بولي . دا سمه خبره ده چې د افغانستان هر وګړي ته د هويت پاڼه ورکړل شي مګر د کابل اداره دا توان لري؟
د اعلحضرت محمد ظاهر شاه حکومت چې يو ځواکمن حکومت و، ونه کولی شول په ټول افغانستان کې پېژندپاڼې وويشي. که څه هم د حکومت دوره يې هم نږدې څلوېښت کاله و.
همدارنګه سردار محمد داود هم زيار وايست چې په ټول افغانستان کې پيژندپاڼې وويشي خو د ده حکومت په لږو سيمو کې پيژند پاڼې وويشلې.
د افغانستان دموکراتيک جمهوريت هم د پيژند پاڼو د ويش پلان ونيوه مګر هغه يی عملي نه کړای شو.
د کابل اداره چې تر ټولو کمزوري اداره ده دا اداره د امنيتي لحاظ د هيواد په ډيرو سيمو کې د کمپوټري پيژند پاڼو د ويش توان نلري. نو څنګه و به کولی شي د هيواد ټولو وګړو ته پيژند پاڼې وويشي او بيا د نوموړو پيژند پاڼو په بنسټ باندې ټولټاکنې تر سره کړي. تر هغه چې يو کوچنی وسله وال مخالف ګروپ وجود ولري د پيژندپاڼو د ويش په مخ کې سترې ستونزې را منځته کولی شی.
اوس په ټول افغانستان يو لابراتور هم وجود نلري چی د وګړو (ډي اېن اې) معاينه وکړي دا به څنګه بريالی شی چی د توکمونو د معلومولو د پاره نږدې پنځه زره سمبال لابراتوارونه را منځته کړي.
نو ځکه بايد راتلونکي ټولټاکنې د نويو لانجمنو پيژند پاڼو په ويش پورې ونه تړل شي
د کابل اداره بايد موجوده شرايط او خپل امکانات وګوري او د هغه مطابق داسې پيژندپاڼه ډيزاين کړي چې اضافي او زيانمن کونکي معلومات پکې نه وي. او د شرايطو سره سم د هغه وېش ته اقدام وکړي.