د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمحمد شفیق حقپال نوی کتابونه چاپ شول

حقپال 05.04.2016 00:02

دمحمد شفیق (( حقپال )) یو تألیف شوی کتاب او يوه ژباړل شوې رساله چاپ شول
بریالی ژوند هغه تازه چاپ شوی کتاب دی چې په کې دځوانانو لپاره لارښوونکې او ټولنیزې برخې شاملې ، په دې کتاب کې دښه او بريالي ژوند کولو په برخه کې دمحمد شفیق حقپال څیړنیزې مقالې او د نړۍ دوتلو پوهانو نظرونه راغونډ شوي ، دغه کتاب چې دجهان دانش مطبعې له لوري په ( ۱۲۳ ) مخونو کې په پښتو ژبه تازه له چاپه راوتلې په خپل فهرست کې لاندې موضوع ګانې هم لري.
ځان پېژنه
پرځان باور
دژوند هدف
څه ډول لیکوالي زده کړو
څه ډول مطالعه وکړو
څه ډول ښه وینا وال واوسو
څه ډول خوښ واوسو
څه ډول دولتمند شو
دوخت مدیریت او نور
او نور...
ددغه کتاب لوستل ټولو ځوانانو او هغو کسانو ته چې غواړي په ژوند کې بریالیتوبونه او ښې لاسته راوړنې ولري توصیه کیږي.
(( کینه نکنید )) په دري ژبه دمحمد شفیق حقپال له لوري دوتلي دیني عالم شیخ الاسلام مفتی محمد تقي عثمانی ژباړل شوې رساله ده چې په ۵۸ مخونو کې د صادق کتاب پلورنځی له لوري تازه چاپ شوې.
دلیکوال نور لیکل شوي او ژباړل شوي کتابونه دادي:
هیلو غوټۍ شعري ټولګه
پر آروایی ستونزو بری
داسلام حقانیت
دقران کریم اعجاز ( ژباړه )
اوسنی عصر
غلبه بر مشکلات روانی
قهر مشو! ( ژباړه )
زما خاطرې
چې دوه وروستي کتابونه لا چاپ شوي نه دي