د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو وار يې ولولئ

سباوون مومند 04.04.2016 23:02

دا مجهول او غير يقيني حالت سړی په داسې څلور لارې برابروي چې د سړي لوری او لودن غلط شي، چې څه ووايي؟ څه وليکي؟ او په کومه روان شي؟ دې حالت زه هم سربدله کړی يم.په دې دوه سري حکومت او بی دروازو وطن کې له ما هم یو کس ورک دی، هيله ده چې په پيدا کولو کې راسره مرسته وکړئ
۱ – د زراعت د فاکولتې خلاص شوی دی.
۲ – تخصص یې په لبلبو يانې چقندر کې اخستی.
۳ – اصلي هويت يې درې مختلفې جغرافيي تشکيلوي.
۴ – د سترګو د يو ډاکټر له برکته په لوړه څوکۍ فايض دی.
۵ – د ځمکو په غصب کې پراخه تجربه لري.
۶ – د مافيايي کړيو تر کلک انحصار لاندې ژوند تيروي.
۷ – د جمهوري رياست د يو فرمان په عملي کولو هم نه دی بريالی شوی.
۸ – د اخترونو او جنازې لمونځونه هم د نورستان د خالق په کور کې کوي.
۹ – مشاعرې او د مړو دعاګانې هم د مرګ له ډاره په خپل دفتر کې کوي.
۱۰ – د يو پله د جوړولو نه هم عاجز دی.
۱۱ – حافظه يې دومره قوي ده چې د کوکنارو د کرلو او وهلو موسم هم نه پيژني.
۱۲ – د دې لنډې بوچې په واکدارۍ د اختطاف کچه ډيره لوړه شوې ده.
۱۳ – د وخت د قاضي القضات پلار هم د دې د واکمنۍ په وخت کې تری تم شوی دی.
۱۴ – په دې ښاغلي دا کميس ډير اوږد ښکاري.
۱۵ – د خپل کار ځای ته په لسو مياشتو کې هم نه دې ورغلی.
۱۶ – د خدای د بنده په څير په کالو بدلولو او فيشن کې هم مهارت لري.
۱۷ – څوکۍ ورته ديره ګرانه ده نو ځکه د غاصيبينو د نيولو نه ډډه کوي.
۱۸ – د تورخم په تله کې يې فيصدي تر هر چا لوړه ده .
۱۹ – د جنګونو لمن يې د پخو سړکونو تر څنډو رارسولی.
۲۰ – د ده له برکته په چوکونو کې سوالګر د خلکو ګريوانونو ته لاس اچوي.
۲۱ – د جنګونو ننداره له اسمانه په چورلکه کې کوي.
۲۲ – فزيکي جوړښت يې په ناسته څوکۍ نه ارزي.
۲۳ – دومره درواغ وايي چې سړی په تکرار شرمېږي.
۲۴ – په ثمرخيلو کې د ښاروالۍ د حق العبور له ونډې هم ډير رازي دی.
۲۵ – د ده د ښه مديريت له وجې رشوت کلتوري بڼه خپله کړې.
۲۶ – ځيني خلک ورته د دريم درجه مخلوق اعزاز هم ورکوي.
۲۷ – د پيښور په تخت بايي کې هم يو ښکلی بنګله د تخت بايي په نوم لري.
۲۸ – تر اوسه يې یو بنيادي کار هم نه دی کړی.
۲۹ – د کذابو مداحانو په جال کې لويدلی دی.
۳۰ – لهجه يې د پارلمان وکيلې جنرال صاحب نظيفې ته ورته ده.
۳۱ – ما د دې د پپدا کولو هڅه په باجوړ ، کونړ او کندز کې کړې هلته يې په پيدا کولو نه يم برپالی شوی.
۳۲ – که تاسې د پيدا کولو هڅه کوئ نو زما نه د عبدالحق پارک او شين ډنډ پاتې دی، د دې تر څنګ يې لټه وکړئ که بريالي شوئ ، د سترګو د ډاکټر سترګې او د نړۍ د دويم متفکر د ښار پاکولو او بيلچه وهلو مزد به يې تاسو ته انعام درکړم.
۳۳ – د ده د زنې لاندې د خدای د کور کارونه د يو کال راهيسې په ټپه ولاړ دي . په سلګونو زره ډالر په کې غلا شوي خو دا خوارکی لکه د باميانو د بت هيڅ هم نه وايي.
۳۴ – د امير شهيد او سراج العمارت په بڼ کې د مخدره موادو د پلورونکو او څکونکو لښکرې پرتې دي، خو دا خوار پرې نه دې خبر.
زه د قلم د عفت په خاطر نور څه نه وايم که نه نو د مولانه سميع الحق او ميډم طاهره په څپر لا ما سره هم د ډپر ښاغلو د سکپنډلونو پټارونه شته ، خو څه وکړم چې افغاني غرور مې مخې ته دپوال دی.
يا ټګي پا ډپره زپاته بې غوري ده
چې بتان په بت پرستو ورانوې