د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علامه محمود طرزې د 150 تلین په یاد

لایق جان خوستی 31.03.2016 10:42

قاهره کښې د افغانستان سفارت دري کتابونه چاپ کړل

محمود طرزی د افغانستان وتلی سیاستوال، ژورنالست او لیکوال و، خدای بښلی د سردار غلام محمد طرزې زوي چې د کندهار د بارکزیو د ټبر سره تړاو لري، د محمود طرزي پلار د امیر عبدالرحمن خان سره د اختلاف درلود او د سردار محمد ایوب خان د پلوی له امله په ۱۸۸۱م کال کښې د هېواد څخه ویستل شو او کراچی ته کډه شو، ولی هلته یې د انګریز د جنډی لاندی ژوند کول ونه زغمل، د کراچی څخه (بغداد) بیا (استانبول) او وروسته (شام) سوریه ته ولاړ.
محمود طرزې په ۱۷ کلنی کښې د پلار سره په جلا وطنۍ کښې که د یوه لوري سختی تېري او تجربې هم ترلاسه کړی، د بله پلوه یې د پلار سره په یوځای والي کښې علم او معرفت هم تر لاسه کړ، ځکه چې په اسلامي نړۍ کښې یې د علماؤ مفکرینو او سیاستوالو سره د نظر تبادله کولو زمینه ورته برابره وه، د دمشق او قسطنطنيې په علمي مرکزونو کې زدکړی وکړی، او په خاصه توګه په ترکیه کښې یې د ځوانانو سیاسې حرکتونه د نږدی څارل، همدا راز محمود طرزی د سید جمال الدین افغانې د فکر او مبارزو څخه متاثره و، او سید سره یې په ۱۸۹۶م کال یعنی دده وفات څخه څومیاشتي مخکې ورسره کتلې و، او د طرزي په خبره چې اووه میاشتی د سید شاګردی کړی ده.
محمود طرزی په ۱۹۰۳م کال کښې افغانستان ته راستون شو ژورنالیزم، لیکوالې او سیاسې هڅی یې پیل کړی، خو د انګریزانو سره کرکه یې د ورایه په لیکنو، شعرونو، اوخبرو کښې معلومیده، چې ډېر وخت یې دا شعر زمزمه کاوه:
شهیدان ظلم فرنگیم ما     به خون وطن لاله رنگیم ما.
محمود طرزې هېواد ته د راستنیدلو وروسته په ۱۹۰۶م کال کښې سراج الاخبار د مولوي عبدالرؤوف خاکی قندهاری تر نظر لاندی خپور کړ، ولی د لومړي ګڼی خپریدو څخه وروسته په ټپه ودریدو، ځکه په امیر حبیب الله د انګریزانو فشار راغي چې سراج الاخبار نشر نشي، خو په ۱۹۱۱م کال کښې محمود طرزی یوځل بیا پدی وتوانیدو چې خپله جریده د سراج الاخبار افغانیه په نوم پیل کړي او تر ۱۹۱۸م کال یې نشرات وکړل، سراج الاخبار ډېر شهرت پیدا کړ ځکه چې د طرزي فکر او نظریات، همدا راز ټولنیز موضوعات، فرهنګ او د ادب په ډګر کښې په ګران هېواد افغانستان کښې نوښت او بدلون رامنځ ته شول، د میرغلام محمد غبار په وینا چې سراج الاخبار د آزادۍ غوښتونکو او اصلاح غوښتونکو په مرکز بدل شو، سراج الاخبار په هغه وخت کښې دومره شهرت ترلاسه کړ چې د بریتانوي هند څخه واخله بیا تر تزارې روسیې پوري مستبد حکومتونه د سراج الاخبار څخه په تنګ و، ځکه سراج الاخبار په بخارا او ترکستانونو یعنی د روسیې ترکستان او چینایې ترکستان کښې ډېر لوستونکي پیدا کړي وو.
سراج الاخبار د ګران هېواد د بشپړ خپلواکی غوښتنه راپورته کړه او د انګریزانو اشغالګر نفوذ سره یې سخت مخالفت څرګندولو، او همدا راز یې د هغه وخت د حکومت په ځینې کورنیو چارو او موضوعاتو هم نیوکی کولي، د بیلګې په توګه د سراج الاخبار لسمه ګڼه کښې چې کله د (حی علی الفلاح) تر عنوان لاندی کومه مقاله خپره شوه چې د افغانانو د بیدارئ او د اشغالګرو پر ضد یې د خپلواکی غوښتنه کوله امیر ډېر زیات په غوسه شو آن تر دی چې امیر وویل: ((هغه چرګ چې بي وخته آذان کوي سره یې د پریکولو وي)) محمود طرزی نه یوازی د افغانستان د ژورناليزم پلار بلل کیږې، بلکه د ژورناليزم په ډګر کښې د نوښت راوستونکې هم بلل کیږې چې د فارسې دري ژبی نثر او شعر کښې نوښت د طرزي په لاس راغلل، او همدار راز یې د سراج الاخبار له لاری اروپایې ادبیات هم خلکو ته معرفي کړل.
په قاهره کښې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګې څانګي د خدای بښلي محمود طرزي د 150 تلین د یاد په مناسبت دری کتابونه نشر کړل چې پکې لومړی {کتاب شناسی محمود طرزی} چې ښاغلي صدیق رهپو طرزي لیکلی او پدی کتاب کښې د محمود طرزي ټول هغه چاپ او نا چاپ اثار راټول کړي چې شمیر یې ۳۹ اثارو ته رسیږې چې مونږ ته په میراث را پاتې دي.
 دویم کتاب {نقش محمود طرزی در نهضت روشنگری و نوگرایی دههء دوم وسوم قرن بیستم} په نوم چې ښاغلي محمد اکرام اندیشمند لیکلی، پدی کتاب کښې ښاغلي محمد اکرم اندیشمند د علامه محمود طرزي ژوند ته د کوچنیولي بیا تر مړینې لیدنه کړی، ټولنیز، سیاسي، ادبي او فرهنګي کړنی یې په کامله توګه څیړلې او راټولې کړې دي.
همدا راز دریم کتاب په عربي ژبه لیکل شوی چې د {محمود طرزی رائد الصحافة الأفغانية وجريدة سراج الأخبار} په نوم مصری دوکتوره آمال حمزه عبدالله چې د ازهر پوهنتون د بشری علومو د فارسي څانګی استاذه ده لیکلی، چې دا کتاب په درو فصلو یا برخو ویشل شوی لومړی فصل (ظهور الصحافة في افغانستان) یا په افغانستان کښې د ژورنالیزم څرګندیدل، چې پدی فصل کښې په افغانستان کښې د ژورنالیزم د پیل څخه واخله بیا د مجاهدینو تر کامیابی پوري د ژورنالیزم په هکله رڼه اچول شوی، دویم فصل کښې د علامه محمود طرزې ژوند، فکر او سیاسي کړنو باندی نظر اچولی، او په دریم فصل کښې د سراج الاخبار الأفغانیة او ورسره تړلي پیښو ته کتنه شوی.
نوموړي کتابونه په قاهره کښې د افغان سفیر فضل الرحمن فاضل په نوښت او پاملرنه چاپ شوې چې دریو واړو کتابونو ته یې په دري او عربي ژبو په زړه پوری سریزي هم ښکلی.
همدا راز د یادونی وړ ده چې په قاهره کښې د افغانستان سفارت چې په منځني ختیځ کښې په تاریخي ډول تر ټولو فعال سفارت پاتی شوی چې په سیاسې او کلتوري برخو کښې ډېری لاس ته راوړنی درلودی، یوځل بیا په کلتوري اړخ کښې داسي هڅی پیل کړې چې په ۲۰میاشتو کښې د 50 زیات کتابونه چاپ ته سپارلي چې په نوي پیر کښې د افغانستان د سیاسې نمایندګیو په کچه بی ساري چاره بلل کیږې.
محمود طرزی په ۱۸۶۵م کال کښې پیدا شوی او په ۲۰۱۵م کال کښې د طرزي د زیږیدنی یوسل او پنځوسم کال پوره کیږی چې پدی مناسبت دری نوموړي کتابونه چاپ شول.
دا هم باید یاده کړم چې د سید جمال الدین افغاني قاهری ته د راتګ د۱۵۰ کلونو پوره کیدلو په مناسبت څو کتابونه چاپ شوي چې په راتلونکي کښې به پری خبری وکړو.
 وروستی یادونه: هغه دا چې په قاهره کښې د افغانستان سفارت پر علامه سلجوقي، علامه عبدالحی حبیبي، ملك الشعراء قاري عبدالله خان او استاد خلیلی یو شمیر لیکل شوي کتابونه چاپ کړي چې دا لړی لا هم روانه ده.
تر بیا!