د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عکسونو فرمان توشیح شو!!/ طنز

توریالی ملیار 30.03.2016 20:05

د عکسونو فرمان توشیح شو!!/ طنز
توریالی ملیار
د نیمه مخالف، نیمه موافق، نیمه مجاهد، نیمه تکنو کرات او بشپړ مفشن د عکسونو ځړولو فرمان، صادر او توشیح شو.

د فرمان تفصیل:

لومړی فصل: هر دفتر والا مکلف دی چې په خپلو دفترونو کې زما عکس وځړوي خو په دې توګه:

لومړۍ ماده: عکس باید داسې وځړول شي چې کوږ نه وي، هسک او ټيټ هم نه وي، د ځمکې له سطحې باید فکس ۱۱۹،۵ سانتي لوړ وي او ښيښه یې باید هره ورځ په شیشه پاکن ووینځل شي.

دویمه ماده: د عکس پاک ساتلو لپاره به هره ورځ هر دفتر ته یو یو شیشه پاکن هم منظور شي چې لګښت به یې له PIR کوډ څخه ورکول کیږي- په دې برخه کې فساد او له واک ناوړه ګټه اخیستنه په جدي ډول منع ده، یعنی په شیشه پاک کن به نور شیان نه پاکیږي.

درېیمه ماده: عکس، د عکس چوکاټ او ښيښه به یې د وخت له یوې ټاکلې محدودې وروسته بدلیږي، چون د دنیا فیشن او موډ له یوې ورځې بلې ته بدلون مومي نو عکسونه او ملحقات به یې هم تر امریات ثانیات وروسته بدلیږي او د نوي فیشن، نوي موډ او نوي ډيزاین عکسونه او ملحقات به لګول کیږي! (دې ټکي ته په پام: په پسرلي کې شین عکس، په اوړي کې ګرم (هاټ) عکس، په مني کې ژېړ عکس او په ژمي کې واورین عکس).

څلورمه ماده: پخواني عکسونه،چوکاټونه او ښیښې به یې په الماریو کې د راتلونکي نسل لپاره د تاریخي اثارو په توګه خوندي ساتل کیږي! (د عکسونو ساتلو لپاره د الماریو بندوبست نیول شوی او له PIR کوډ څخه پیسې را غورځول شوې).

پینځمه ماده: د عکس د بدلون لپاره هم له PIR کوډ څخه بودیجه منظوره شوې، د خلاف ورزۍ په صورت کې به له مجاهدینو مرسته وغوښتل شي.

دویم فصل: چیرته څه ډول عکسونه بند شي؟


لومړۍ ماده: سپورټ ماحول لکه کرکټ بورډونه، فوټبال، بسکیټ بال، والیبال، ځغاسته او ... کې باید ۹/۱۰ اکشن عکسونه و ځړول شي، لکه وار چې کوي خو وار نه کوي- فرض مثال په کرکټ کې به یې ډنډه په لاس کې ټینګه نیولې وي.

دویمه ماده: ټولې ملکي حکومتي او دیپولماتیکې ادارې باید نیکټايي سوټ عکسونه و ځړوي.

درییمه ماده: ټولې قضايي، مقننه او اکاډمیکي ادارې باید چپن دار عکسونه وځړوي.

څلورمه ماده: د اکاډمیکو چپنو عکسونه باید له قضایه او مقننه سره ګډ نشي، (په دې برخه کې سهوه په سوټي معاف کیږي).

پینځمه ماده: د ښځو چارو وزارت، د ښځو ریاستونو او د ښځو ټولنو اړوند ادارو کې دې ټول هغه عکسونه و ځړول شي چې په شونډو یې موسکا خوره او سترګه یې سترګک وي.

پینځمه ماده: ټولې نظامي ادارې باید د محاربې پر مهال پخواني نظامي عکسونه و ځړوي، هغه چې خت په پتلون کې و، پتلون په پرتوګاښ تړلی و، دسمال تر ستوني تاو و او په جمپر جالي دار واسکټ ور نښتی وو- (په دې پام سره چې د هغو ډیزاینونه هم بدل کړل شي).

شپږمه ماده: نظامي غیر منقول دفترونه له دغه امر څخه مستثنی او د دویم فصل دویمې مادې تر حکم لاندې دي.

اوومه ماده: د هر نظامي ټانک پر سر باید یو داسې تصویر وي چې چوکاټ کې یې د ښیښې پر ځای فلم وي- اخطاریه: که عکس په مرمۍ لګیدلی و او عسکر نه ولګیدلی نو دغه عسکر ته دې له نظامي قانون سره سمه جزا ورکړل شي.
اتمه ماده: که د ټانګ ډاډسنې د تخریب پیښه رامنځ ته کېده پر ځمکه تر پراته ټپي عکسر مخکې باید ټپي شوی عکس له خاورو پورته او احترام یې وساتل شي.

درېیم فصل: د ښاري بسونو په ښیښو دې ګډوله عکسونه و ځړول شي!

لومړۍ ماده: منځ کې زه (خامخا) چار اطراف ته چې کومه ستاسې خوښه وي، سنی لیون، ایشویارای، کترینا کیف، شکیرا، سوناکشي، ماهره خان، کرینه کپور، قندیل بلوچ، دیسي شاه، پریانکا چوپړا، انوشکا شرما، پریټي زینټا، رچاچډا، دیشا پټاني، کاجول، دیپکا پاډکون، ادیتي،آدریانا لیما، هایډي کلوم، مونیکا بلوچي، شارلیز ټرون، امیر هرد، رانیا یاسین، والري دومینغز، نادن نجیم، هیفا وهبي، مای حریری، کریمه ادیب... بندولی شئ، البته په دې برخه کې موټروانان ازاد دي او په دې کې هم ازادي لري چې یادې ښکلې زما تر څنګ نصبوي، تر ما لاندې او که په ما باندې- پټ زوقونه به هم مالوم شي.

دویمه ماده: د عکسونو والا دوکانو کرایې دې لوړې کړای شي، مالیې یې د اوچتې او مالیاتي عواید یې دې PIR کوډ ته انتقال شي، ځکه چې ابتکار ملکیت د مبتکر دی.

درېیمه ماده: ځوانانې او ځوانان دې زما واړه عکسونه د خپلو ټټرونو په ښۍ یا چپه خوا و ځړوئ، که د زړه پر سر یې و ځړول د مینې اظهار به یې لا زموږ د ذهن تصویر ممنون کړي.

څلورمه ماده: د عکس بدلولو پر مهال دې په اړوندو ادارو کې د شاندارو مراسمو په ترځ کې د سیف الدین خندان دا ملي سرود وغږول شي:

کت پیکی سیاه!! کت پیکی سیاه آلمه خراب کدی آلمه خراب کدي!!
بګو خانت در کجا ست!! بګو خانت در کجاست دل مه کباب کدی دل مه کباب کدی!!

نوټ: که څه هم دلته د پیکي د رنګ یو تناقض موجود دی خو په ادبیاتو کې دې ته مجاز وايي، یانې د سپین مانا تور شي، لکه الذم بما یشبه المدح.

اخر فصل وروستۍ ماده: په دغه فرمان، په ډېرو شاندارو مراسمو او ماډرن سالون کې په سینګار شوو ګوتو، ښکلي کاغذ، ګلالي فایل او مفشن قلم سره یوه نازکبدنه دو ګونډه يي امضا وشوه!!

یو چک چک!!.... ناره تکبیر!!....

”چون که دغه فرمان د ولس لپاره ترتیب کرل... تیار کرل شوی او زه فکر کوم چې دا اولیني فرمان دي په خپل ذات کې په باره د عکس کې تاسې ته تبریک وایم، زه له همدې ځایه اعلان کوم چې هیڅ چا دا خوب ونه ویني چې دې فرمان کې تقلب شوي دا تقضا د تاسې وو چې موږ ته کلي و او که نور تقا ضا او غوشتنی که هم تاسی بیا وي انشا الله عملي کوم، د عکس بندول به هغه تشې وعدی نه وی چې تاسې ته ورکول شوي وو دا په تاسې دي دا به عملی کوي او دا فرمان به انشالله نور فرمانونه په خپل ذات کې زیژوي- ګوري!! ګوري!! دا عجبه ده چی عکسونه لرو څوک بندوی نه بیخی سم خبره نه دي، موږ دا کار د وحدت افغانستان لپاره کوو، لکه زه چی تول ته په یوه سترګه ګورم تاسو هم موږ ته په یو سترګه باید چي وګوري په خپول وسه به دا کارونه نور هم کوو دا کار ستاسو حق دي او زه ستاسو دا حق ورکوم، که چا انکار کاوه موږ ماشالله قوه قضایه لرو هغوی حتماً مجازات کوو!! او په اخر کې دا وایوم چې که تاسو څه تبصره کول غوالي بیا ولیکئ، موږ تاسې ته ازادي ورکوو پوره!! و من الله توفیق ‟.

یو چک چک..... ناره تکبیر.....