د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په امتحان کی نقل کول

سمیع الله عاطفی 29.03.2016 21:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په امتحان کی نقل کول
لکه څرنګه چی مونږاوتاسی وینوپه امتحانانو کی یوزیات شمیرشاګردان په نقل کولو باندی اکتفا کوي اوکوشش کوی چی په امتحان کی دامکان تر حده نقل وکړي .
داچی دنقل کولو منفی اثرات اواغیزی څه دي پدی باندی خبری نکوم بلکه دشریعت له نظره غواړم یوڅوکرښی پدی هکله ولیکم .
په امتحان کی نقل کول سراسر دوکه،چل اوفریب دی. نقل کول په حقیقت دخپل همصنفی سره خیانت اودهغه دحق تلفول دی .مثلا یوکس ډیرکوشش کوی اودرس وایی اوبل هیڅ کوشش نکوي دغه کس په امتحان کی د نقل په مرسته له خپل ملګری څخه زیاتی اویاهم دهغه په شان نمری اخلي .ده په حقیقت کی له خپل ملګری سره ظلم اوزیاتی وکړځکه ده هیڅ درس نه وو ویلی اوبیا یی هم دهغه اولنی کس په شان چی ډیر زحمت اوتکلیف یی ایستی ونمری واخیستلی .
همدغه وجه ده چی زمونږمحصلین اویاهم دمکتبونو زده کوونکی له کلونو کلونو تعلیم وروسته چی کله بیا دعمل ډګر ته راشی بیا نوپه هیڅ نه پوهیږی اوهمدغه خلک چی بیا کله دواسطی اورشوت په زورپه یوه وظیفه ګومارل کیږي چی بیانوله همدغی نقطی څخه فساد،ظلم اوزیاتی شروع کیږی .
همدارنګه استادانو ته رشوت ورکول له هغوی سره ددی لپاره اړیکی نیول چی ګوندی په امتحان کی به ورسره کومک وکړی دغسی اودی ته ورته نور کړه وړه په اسلام کی ناروا او نامشروع اعمال دي .
یوتعداد خلک دا خبره کوي چی نقل کول دومره غټه خبره نده لیکن داخبره بالکل غلطه ده ځکه کله چی یو سړی له ابتداء نه په دوکی، چل او فریب اخته شی بیا نو ددغسی کس انجام ډیر خطرناک وي.
همدارنګه الله تعالی په قرانکریم کی فرمایلي :(هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون)
ایا برابر دی هغه کسان چی پوهیږی اویاهغه کسان چی نه پوهیږي
همدارنګه دمسلم شریف حدیث دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (من غش فلیس منا )
چاچی دوکه وکړه هغه کس زمونږ نه دی .
شاګرد ته پکارده چی خپل زحمت اوکوشش وکړي ضروری خبره نده چی په هرامتحان کی دی پوره نمری واخلی .