د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څنګه کولای شوخپله غوصه کنترول کړو

عبدالباری حمیدی 22.03.2016 08:57

۱:په یوه کلاس اوبوسره:
کله چې یوه انسان ته زرغوصه ورزي اونه شئ کولای چې خپله غوصه کنترول کړای شئ، لومړی دي یوکلاس اوبه راواخلې اودیڅښي دهرغړپ په کولوسره دی فکر وکړی هغه اوبه چې زما له ستونې تېریږی اومعدی ته ځي څه قسم باندی ځی کوم مراحل طې کوی ایا له دوي سره کوم نورمواد هم شته چې بدن ته داخلېږی او که یوازي اوبه دی. اوبه دانسان حیات ته ډیری مهیمې دي،اوددی ترڅنګ دغصې په کنترولوکې لویه ونډه لری. کله چې یوانسان اوبه څښې د ده هغه ټول حواس په اوبوکې وي که تاسوچېرته لېدلې وي یوانسان چې اوبه څښې نوهغه خپل ټول حواس داوبوخواته ځانګړی کوی ګوري یې چې کومه خاشه یاهم کوم بوټې نه وي پکې داحالت دانسان دغوصې په راکمه ولو کې مهم رول لری.اوخپله انسان اولنې حالت ته راګرځوی،دابه تاسوته ډیرساده معلومیږی چې په یوکلاس اوبوسره سړی څنګه خپل هغه دغوصې حالت خپل عادی حالت ته راګرځوی اوخپل هغه غوصناک وضیعت له لاسه ورکوی خو!
دا دغوصي په کنترولوکې ډیری موثري تمامېږی.
۲:دغوصې فشارموراکم کړي:
کله چې تاسوته ډیره غوصه درغلې وي،خپل روانی حالت مونشې کنترولولای په داسئ حالاتوکې تاسوکولاي شئ چې د یوه بالښت په وسیله خپله غوصه راکمه کړي بالښت تاسوسره مرسته کولای شئ .دبیلګې په ډول که موچېرته ترڅنګ بالښت ایښې وي راوایخلې اوښه یې ټینګ کړی ترهغه چې موپه لاسونوکې توان وي اوورسته په ډیرغوصناک حالت کې یوډیره قوې زربه ورکړې تاسوبه اوګوری چې په ډيرلیږ وخت کې به موغوصه راکمه شې.
۳:زوره ساه واخلې:
تاسوکولای شئ چې په زوره ساه اخېستلوسره خپل دعصبانیت حالت کنترول کړي کله چې تاسوته ډیره غوصه درغلې وي،نشواي موکولاي چې خپل غوصناک حالت ترخپلې ولکې لاندی راولې په داسې وخت کې تاسوکولاي شئ چې یوه داسئ لوری ته ولاړشئ چې هلته دهیڅ شې اواز ونه اوریدل شئ.خپلې سترګې موپټې کړی اودخپلې زورې  ساه اخېستلو دربې ته غوږ ونیسه خپله ساه دومره زوره اوارامه کاږه چې ستا ټول حواس دي ساه اخیستلو ته وي اوبه ګوری چې غوصناک حالت موڅنګه ورو ورو کمېږی اوخپل نورمال حالت ته راګرځې.
۴:خپل ځانونه موپه یو کارمصروفه وساتئ:
هرکله چې موخپل روانې حالت سم احساس نکړل خپل ځان په داسی کارباندی مصروفه وساته ترڅوچې ستاټول حواس همغې خواته ولاړشئ،که مو دا هم نشواې کولای خپلې سترګې پټې کړه اوبرعکس دعدادو په شمیرلو پیل وکړه له ۱۰۰،۹۹،۹۸،۹۷ اوهمداسې تر اخیره پوری ډیر زر به تاسوپدی خبره پوه شې چې ددی اعدادوپه شمیرلوکې دومره غرق تللی یاستې چې خپل غوصناک حالت مو له یاده وتلې دی.
۵:دغوصې کولوګټې اوتاوانونه:
کله چې په پوره توګه له غوصې څخه راووتې له ځانه سره فکروکړه چې آیا دغې غوصې ما او زما دملګرې ته کومې کټې رسولې؟زموږدواړو ترمنځ یې منفې اومثبتی ګټې څومره وي اونوروته څومره مضیر ول؟ایازموږستونزې یې له منځه یوړی؟
۶:کوښه ځای دځان لپاره خوښ کړی:
ځینې وخت نشوه کولای چې خپل غوصناک حالت ته بدلون ورکړو،که موچیرته لیدلې وي ځینې وخت انسان ډیرمجبوره شې چې خپله غوصه کنترول نکړاشئ په داسئ حالاتوکې به داډیره مهیمه وي چې خپل ځان مو له ورځنې حالت سره جوړ کړی وي.هغه ستونزي چې موږدغوصې په وخت کې ورسره مخامخ کیږو ددي په ځای چې خپله غوصه موکنترول کړو له هغه سره خپل حالت عادی ښودل به موخپل عصبانیت کنترول کړی.
اوموږبه پدی بریالې شوی یوچې خپله غوصه مو راقابوکړی اوخپل اولنې حالت ته موخپل ځان سمبال کړی دی.
ژباړه:عبدالباری حمیدی