د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسلمان چاته ویل کیږی ؟

سمیع الله عاطفی 22.03.2016 08:54

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مسلمان چاته ویل کیږی ؟
سوال :الحمد الله مونږټول مسلمانان خوسوال دادی چی مسلمان چاته ویلی شی په یومسلمان کی باید کوم شیان وجود ولری او له کومو شیانو باید پاک وي ؟
جواب : مسلمان دالله تابعداراو دهغه د احکامواوهدایاتو سره سم خپل ژوند ته ادامه ورکوي یو مسلمان خپل ځان دالله بنده اوغلام تصور کوی خپل ټول ژوند ته دالله درضا او دهغه داخری پیغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم دهدایاتو په رڼا کی دوام ورکوي .
اسلام یامسلمان کیدل دهر ښه کار اختیارول او له هربدکارڅخه دځان ساتلو په معنی ده په حقیقت کی هرهغه انسان چی په دی خبره اقرار کوی چی ددنیا ټول جاندار اوبی جانه شیان اوټول کاینات دالله پیداکړل شوی مخلوقات دی دهغوی په پیداکولو اوچلولو کی دهغه سره هیڅ شریک وجود نلری دکایناتو نظام اودهغی یوه یوه ذره دهغه دحکم تابع دی نوپدی اساس هرانسان پدی مکلف دی چی دالله درضا سره سم خپل ژوندته ادامه ورکړی دالله دطرف نه دورکړل شوی اختیاراو ازادی په غلط استعمال سره الله تعالی ناراضه کیږی ددنیوی زندګی دختمیدو نه وروسته اخروی زندګی هم انسان ته ورکول کیږی په کوم کی چی ددنیا دژوند حساب کیږی چی دالله درضا په صورت کی جنت اودناراضګی په صورت کی د عذاب سره مخ کیږي.
ددغه سوچ اوفکرمطابق ژوندتیرولوته اسلام وایی - چی انسان یی په عملی ژوند کی اختیار کړی –ددغه سوچ په نتیجه کی مسلمان څخه یوفعال انسان جوړیګی کوم چی په دنیاکی دیوصالح،باکردار،پرامن اوترقی یافته معاشری په جوړولوکی دخپل ځان ، مال قربانی ورکولوته تیاروی بلکه پدی لاره کی قربانی دځان لپاره فخرګڼی هرښه مسلمان یوښه شهری،همدرد انسان اوفعاله شخص وی هغه دهرښه کار، له خلکوسره دښیګڼی او کامیابی په تلاش کی وی همدارنګه دهربدکاری،سستی اوتنبلی څخه لری وي دهغه ژوند بامقصده وي اوهغه ته مرګ هم دالله دخوښی دترلاسه کولوپه تکل کی راځي په قرانکریم کی الله جل جلاله داسی فرمایلی يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُون ترجمه:(ای مومنانو! وویریږی له الله نه په حق دویری دده!اومه مرئ!مګرپدی حال کی چی یئ تاسی مسلمانان ) اوخبرداراوسه پدی چی تاته باید مرګ په هغه حالت کی راشی چی تا دهغه داحکامو په مقابل کی تابعداری اختیار کړی وي.