د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هلکه ستا څه کار دی چې والي څه کوي؟!

الماس خلیل 21.03.2016 10:10

په غونډه کې ناست وم. فکر مې کاوه. پخوا به خلکو ويل چې د چارواکو کارونه پټ وي. موږ هم په همدې عقيده وو. هلکه ستا څه کار دی چې والي څه کوي؟ هغه خو حاکم دی! ولس دا حق نه لري چې د حاکمانو پر کارونو نقد څه، چې نظر او مشوره ورکړي. يو وخت بيا داسې راغی چې د مشرانو کارونه به مو د رسنيو له لارې اورېدل. خو اوس نو حکومتوالي ولسي شوه. ولس له حکومت سره ډېر نږدې او يو د بل په خوا کې دي. هر وخت يو له بل سره خپلې مشورې شريکوي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي دا دوه يم ځل دی چې د ولس پر وړاندې د خپلو کارونو او پلانونو څرګندونه او ښکارندويي کوي. هر هغه څه چې  د ولس د خير ښېګڼې لپاره تر سره  شوي او کېږي د ولس مخې ته کېښودل.

ولسي وګړو له جناب والي صيب او له مسولو اشخاصو پوښتنې او غوښتنې وکړې او د دې تر څنګ يې خپلې مشورې او اندېښنې هم له دولت سره شريکې کړې. په غونډه کې داسې فضا جوړه وه لکه د يو کور مشر چې له خپلو غړو سره په برخه ليک ټاکوونکو مسايلو باندې بحث کوي. هر سړی غوږ غوږ و. ټولې خبرې يې په غور اورېدې او د لاسونو په پړکا يې خپل مشران تشوېقول.

والي صيب ډېر عجيبه او په زړه پورې ګزارش وړاندې کړ. په هره برخه کې يې بېلابېل معلومات وړاندې کړل. د امنيت په برخه کې يې ډېرې په زړه پورې او جالبې کړنې تر سره کړې وې. د امنيتي ځواکونو د ستاينې او نازونې په پار ډېر شمېر غونډې ترسره شوي او له امنيتي ځواکونو څخه ولسي ملاتړ رامنځته شوی دی. د ښه امنيت په پار اته څلوېښت نظامي غونډې تر سره شوې وې چې زه ورته حيران شوم.

له هغه چا ملاتړ چې د خپل ژوند په بدل کې موږ او تاسو ته ژوند راکوي ډېر اړين دی. کله چې له امنيتي ځواکونو څخه دومره قوي ولسي ملاتړ موجود وی نو ضرور به د ولس بچي په پراخه پيمانه په امنيتي ځواکونو کې جذبېږي. همدا لامل دی چې سږ (۲۶۶۰) تنه د ملي ځواکونو ليکو ته راغلي چې د تېر کال په نسبت په دغه شمېر کې نوي سلنه ډېروالی راغلی دی.

لغمان والي په خپله ولسواليو ته سفرونه کړي وو. هلته يې د امنيتي ځواکونو له پوستو څخه ليدنې کړې وې چې په دې کار سره د امنيتي ځواکونو مورال له لوړېږي. د امنيتي ځواکونو د تقدير، ستاينې او ښې روزنې لپاره د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت لوړپوړي چارواکي لغمان ولايت ته راغوښتل شوي دي. دارنګه کله چې د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتمآب ولسمشر ختيځ ته سفر درلود د امنيتي ځواکونو د تقدير او ستاينې تر څنګ ورته د امنيتي ځواکونو د تجهيز وړانديز هم وشو.

د ښې حکومتوالۍ په برخه کې نو بيآ داسې کړنې تر سره شوې وې چې د سړي زړه پرې باغ باغ شي. د ادارو تر منځ د همغږۍ په موخه (۲۱) اداري غونډې او له ولايتي شورا سره (۱۲) غونډې  تر سره شوې وې. په حکومتي چارو کې د ښه ګړنديتوب په پار له علماو او مدني فعالانو سره غونډې شوې او په تصميم نيونه کې دوی ته ونډه ورکړل شوې ده. په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په موخه (۴۱۳) خالي بستونه د ازادې سيالۍ لارې ډک شوي دي. په دې لړ کې (۲۷۵۰) جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوې ده. دارنګه (۷۲) جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.(۱۴۵۰) تنو ښوونکو ته د اوسېدو نمرې توزيع شوې دي او (۱۰۸۰۰) کورنيو ته برېښنا ورکړل شوې ده.

په تېرو نهه مياشتو کې چې ښاغلي عبدالجبار نعيمي لغمان ولايت ته تشريف راوړی په انکشافي لحاظ لغمان ډېر پرمختګ کړی دی. په دغه موده کې (۱۷) عام المنفعه پروژې د (۲۱۹۸) ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي او (۲۴) لويې پروژې د (۷۰۸۵) ميليونه افغانيو په ارزښت تر کار لاندې دي. د بېلګې په توګه کومې پروژې چې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي په لاندې ډول دي. په الينګار ولسوالۍ کې يو لوی جامع مسجد، په قرغيو ولسوالۍ کې د لس کيلو متره سړک جوړول، په بصرام کې د زراعت لېسې دوه پوړېزه ودانۍ، د قرغيو ولسوالۍ دهمزنګ کلي مخې ته استنادي دېوال، په تيرګړيو کلي کې د سيند مخې ته استنادي دېوال، د حيدرخانيو کلي کانال سربند او درې سوه متره استنادي دېوال، د عدليې رياست نوې ودانۍ، په مهترلام ښار کې د زېرزمينۍ مارکېټ، د ملي پيوستون اتيا بېلابېلې ټولګټې پروژې، د قرغيو ولسوالي په سرخکانو کې د بېړنيو مرستو کلينيک، د ادارې او حسابدارۍ انستيوت او نور.

او ډېرې پروژې اوس هم تر کار لاندې دي لکه: د لغمان سل بستريز روغتون، د معادینو رياست نوې ودانۍ، عمرزيو ته د اته کيلو متره غځېدلي سړک پخول، د برېښنا امريت لپاره درې پوړيزه ودانۍ جوړول، مهترلام بابا ته د غزېدلي دوه کیلو متره سړک پخول، د مهترلام بابا زيارت حوض، لنګرخانې، مسجد، مېلمه خونو او تشنابونو رغول او ډېر نور....

د غونډې په پای کې هيښ او حيران شوم چې څومره کار کېږي؟ څومره محلي اداره د ولس په غم کې ده؟ څومره د ولس د هوساينې او ښه ژوند لپاره هڅې کېږي؟ زه باوري يم چې که هر حاکم او هر والي د خپلې ادارې کړنې ولس ته ښکاره کړي که هر څومره د دولت مخالف وي هغه به فکر وکړي چې سړيه اخر مخالفت د څه لپاره؟ حکومت زموږ لپاره څه کوی او موږ څه کوو؟ نو په خپله به د دولت له مخالفته لاس واخلي او د خپل دولت په خوا کې به ودرېږي. ژوندي دې وي زموږ مشران چې له ویاړه ډکې کارنامې تر سره کوي او موږ پرې وياړو.