د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله حتمي ده

بشیر یوسفزی 17.03.2016 10:55

سره له دې چې موږ هر کار ناوخته پیلوو، مګر ترسره کولو ته یې بیا سخت تلوار لرو. یو له همدغو ناوخته پیل شویو کارونو څخه سوله ده. څلور لسیزې کېږي چې هېواد او ولس مو په جګړو کې سوځي او د جنګ قربانیان دي، خو په دې څلورو لسیزو کې دومره څوک پیدا نشو چې له جګړې څخه د خلاصون او د سولې د تامین په اساسي لارو چارو غور وکړي.
که څه هم په بېلابېلو وختونو کې خینې هڅې وشوې، خو هغه هڅې یا صادقانه نه وې او یا هم دوامداره نه وې، ملګرو ملتونو استازو، د بهرنیو هېوادونو استازو او په اواخرو کې د سولې عالي شورا د کرزي صاحب په وخت کې په دې هکله د کار او اقدام ژمنه وکړه، خو پایلې یې د ژمنو په څېر اساسي او پخې نه وې، ځکه نو لا هم د سولې په ارمان یوو او لا مو هم سولې ته تلوار دی.
سوله د ټولو په خیر ده، خو په ټولو کې بیا ځینې داسې بې خیره هم شته چې د سولې پرځای جنګ غواړي او جنګ ته هوسېږي، ځکه شخصي ګټې یې په جنګ کې نغښتې دي. یا د شخصي ګټو او یا د پردیو د ګټو د پاللو په موخه په یوه او بله بڼه د جګړې دوام غواړي او د همدغې ناوړه موخې لپاره د سولې د بهیر د ټکني کولو هڅې کوي.
دوی داسې نه وایي چې سوله نه غواړو او یا سوله ښه نه ده او نه هم دوی دومره جرئت لري چې د سولې پر وړاندې دغسې د دښمنۍ او مخالفت دریځ غوره کړي، بلکې  دوی د خپلو لیکنو او څرګندونو له لارې د سولې د بهیر د تخریبولو هڅې کوي، نور مسایل مطرح کوي او تورونه لګوي. خلکو ته داسې ښیي چې د سولې په مسله معامله شوې، پیسې اخیستل شوي، وطن پلورل شوی او داسې نور بې اساسه تبلیغات کوي.
سره له دې چې په دې وروستیو کې د سولې د تامین په هکله د سولې پیل شوی بهیر د نورو کلونو په پرتله څرګند توپیر لري. نه یوازې توپیر، بلکې ښه والی هم لري او ښه والی یې دادی چې دا ځل نو د سولې خبرې مخ په مخ کېږي او د سولې د خبرو نوښت او واک د افغان حکومت په لاس کې دی، نړیوال په کې یوازې د څارونکو په توګه رول لري. ځکه نو دا ځل د سولې د خبرو او پایلو د بریا لپاره د خلکو هیله مندي زیاته ده.
د سولې د اوسني بهیر او مذاکراتو بله ښېګڼه داده چې د سولې خبرې د تېر په څېر ناڅاپي پیل نه شوې، بلکې د دې لپاره زمینه سازي وشوه، هم د نړۍ د هېوادونو او هم د سیمې د هېوادونو په کچه د سولې د مذاکراتو او بهیر د پیلولو او بریالي کېدلو لپاره افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني هڅې پیل کړې او د ده هڅو رنګ راوړ، ځکه ملي او سیمه ییزه اجماع رامنځته شوه. د سولې د خبرو لپاره څلور اړخیزې غونډې وشوې.
د څلور اړخیزو غونډو ګټه دا وه چې د خبرو لپاره یوه د لارې نقشه جوړه شوه، یو اساس کېښودل شو، نو اوس به د همدغې نقشې له مخې د سولې خبرې پیلېږي. کله ناکله د ځینو تخنیکي او نورو ستونزو له امله د سولې مذاکرات او خبرې له ټاکلې مودې څخه یو څه ځنډېږي، مګر د سولې دښمنان او د افغان ولس دښمنان د پردیو په اشاره له دې مسلې څخه د سولې د بهیر د ټکني کېدو کوښښ کوي او خلکو ته داسې تبلیغوي چې د سولې خبرې ناکامې شوې او څه نتیجه نه ورکوي، مګر دوی دې په دې خبر شي چې سوله حتمي ده او که خدای کول سوله به خامخا راځي، ځکه سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د افغان ولس اساسي غوښتنه ده.