د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځو حقونه ادا کول درناوي، لوړ غور او سالم امکاناتو ته اړتیا لری! لمړی برخه

افغان تحرک 17.03.2016 12:54

افغانی او اسلامي ارزښتونو د ښځو انساني کرامت ساتل، د ښځو حقونو ته جدي پاملرنې، د ښځو حقوقو تامینول غواړی!

راځو چه د ښځو حقونه په هکله یو لږ د افغانی فلسفه، د افغانی اخلاق او د افغانی کلتور په اساس هم دا پوښتنه تر بحث لاندی اخلو، چه ایا کوم افغان غواړی چه په خپل میرمن، په خپل لور، په خپل خور، په خپل مور او یا هم په نورو پیغلي او یا ښځې باندی، په اګاهانه توګه ظلم وکړی؟

ځواب دلته منفی ده، یعنی په اصل کی هیڅ افغان نه غواړی چه په خپل میرمن، په خپل لور، په خپل خور، په خپل مور او یا هم په نورو پیغلي او یا ښځې کیحقونو په اګاهانه توګه ظلم وکړی!

ایا مونږ افغانانو لپاره د شرم ځای نه دی، که چیرته مونږ په خپل میرمن، په خپل لور، په خپل خور، په خپل مور او یا هم په نورو پیغلي او یا ښځې کی ظلم وکړو او یا ددوی حقونو ماټ کړو؟

بی له شکه چه پر چا ظلم کول او یا د کوم څوک حقوق ماتول مونږ افغانانو لپاره د شرم ځای دی!

پس بیا له منطق له لهاظ نه دا پوښتنه مطرح کیږی: کله چه هیڅ افغان نه غواړی چه په خپل میرمن، په خپل لور، په خپل خور، په خپل مور او یا هم په نورو پیغلي او یا ښځې کی، په اګاهانه توګه ظلم وکړی، نو بیا ولی په ګران افغانستان کی د محترمو ښځې حقونه ماتیږی او یا ولی پر محترمو ښځې باندی ظلمونه صورت اخلی؟

اخری پوښتنه چه لږ ځانداره پوښتنه په حیث دلته مطرح ده، بحث او یا بهتر ووایو چه بحثونو ته اړتیا لری. یعنی: کوم دلایل، کوم شرایط، کوم وضعیت با عثیږی چه په ګران افغانستان کی د محترمو ښځې حقونه ماتیږی او په محترمو ښځې باندی ظلم صورت اخلی.

دلته دا دلایل، دا شرایط، او دا وضعیت په لاندی دول تر بحث لاندی اخیستل کیږی:

دلته لمړی باز هم یوه پوښتنه مطرح کیږی: ایا مونږ افغانان په جمعی توګه تر اوسه پوری خپل ځان لپاره، خپل ټولنه لپاره دا فرصت اخیستی یو، چه یو ځله په دقیق توګه او لږ غور سره، د ښځې د حقونه په هکله فکر وکړو؟

د ښځې حقونه یعنی څه؟
ایا مونږ په دی باندی تر اوسه پوری خپل ذهن پوه کړی یو، چه د افغان ښځه حقونه څه دي؟

البته دلته زمونږ بحث په کومی بې ګټې او بې ارزښته، کلیشه یي او شعاری محور باندی نه څرخیږی، بلکه هدف مو دا ده، چه ایا مونږ په پوره توګه پکښی پوهیږو، چه ښځی دزمونږ په کورنی کی، زمونږ په ټولنه کی، زمونږ په هیواد کی کومی حقونه، کومی درناوي باید چه ولری، همداسی چه ددوی حق دی.

یعنی: که چیرته مونږ نارینه افغانان "غتی غتی او اکثرا بی اساس او بی بنیادی خبری، او یا وچی خبری، نا مهربانی، لږ کارکول، خود خواهی او خود مرکز لیدل، خپل ځان د هیواد او د تول نړی د "جنبش ناف په حیث احساسول" د نارینه حقوق په حیث ګورو، نو بیا د ښځې حقونه په باره کی کومی تعریفونه لرو؟

ایا له دی کبله چه فقط له فزیکی له لهاظ نه مونږ نارینه یو لږ قوی تره ښکاروو، لازم دی چه خپل تول "لږ عقلی" پر ښځو باندی تحمیل وکړو؟

دښځی حقونه کولای شو چه دلته په دوه مختلفه سطوحو باندی تر بحث لاندی واخلو:
١. د ښځی حقونه او یا د ښځی مقام په کورنیز محیط کی.
٢. د ښځی حقونه او یا د ښځی مقام د دولتی او حکومتی په محیطونو کی.

١. د ښځی حقونه او یا د ښځی مقام په کورنیز محیط کی.
په کورنیز محیط کی چه د روزنییز او ښونیز "زانګو" حیثیت لری، د والدین سلوک، د والدین رول او نقش، د والدین معنوی غنی او کورنیز اقتصادی وضعیت دیر مهم ګنل کیږی.

سره له دی نه چه مونږ د تاریخ په اوږدو کی مدبره او عالمه مشهور او محبوب ملی شخصیتونه لکه نازو انا، زرغونه انا، ملالی او زرها نوری تاریخی ملی شخصیتونو لرو، سره له دی نه چه ښځي د ګران افغاناستان هغه ګران مولده قوا محسوبیږی، چه بی له دوی څخه اصلا د هیواد ایجاد نا ممکنه و، سره له دی نه چه مونږ نن صبا هم مدبره عالمه افغانان لرو چه د بهترین داکتران، بهترین علمی متخصیصینو په حیث خپل مثمر وظایف اجرا کوی، سره له دی نه چه مونږ نن صبا د خپل عالی تحصیلاتو په وازرت کی یو داسی مدبره او عالمه په راس کی لرو، مګر سره له دی نه دزمونږ په پرهاریز ټولنه کی متاسفانه د ماشومان حقونه په عمومی توګه او بلخصوص د انجلي او د ښځی حقونه په مختلفه انواع او کثیرالبعدی توګه ماتیږی. دلته، دښځی په مقابل کی د"حق تلفی" په ساحاتو کی فقط او یوازی د یو څو نکاتو په هکله یو لږ لنده تبصره صورت اخلی:

کله چه مونږ په یو دقیق، عاطفی او هم حقوقی نظر له لهاظ خپل پرهایز ټولنی ته ګورو، بیا واضع کیږی چه افغان شځه او افغان ماشوم په مختلفه ساحاتو کی، په متنوع او پرهاریز جدي او دردونکي ګواښونو سره مخامخ دي.

افغان شځه او افغان ماشوم په واقعیت او هم په حقیقت کی داسی متعدد او متواتر ځورونه او تر فشارونو لاندی دی چی کیداې شي چی په ځینو مواردو کې حتی داسی واقعی-تراژیدي داستانونه ورڅخه، یعنی له هغه وضعیتونه او حالتونه څخه، جوړ شی چه هر دول ویده وجدان ویښ کړی،
مګر داسی ښایی چه زمونږ نور ټولنیز مشکلات او مشقات، اقتصادی مشکلات او نور دول دول انفرادی او جمعی مشکلات همدومره اوچت، وافر او زیاد دی چه مونږ حتی لږ لهظات او لږ دقایق هم دافغان شځه او افغان ماشوم پر مشکلاتو باندی مکث نه کوو.

په هر صورت راځو روزنیز او ښونیز حقوقو ته چه د هر انسان حق ګنل کیږی، محسوبیږی او دی!

د انجلی او هلک د روزنی او ښوهنی په ساحاتو کی، د کمیتی او کیفیتی توپیرونو په اساس، اکثرا انجلی متضرر کیږی. یعنی: د انجلي لپاره هم د روزنی او هم د ښونی په ساحاتو کی، متاسفانه اکثرا غفلت صورت اخلی، چه دا موضوع یو دیر اساسی "حق تلفی" دی!

یوازی دا اصل چه اکثرا میندی زیادتره خپل زامنو سره زیادتره علاقه ښایی، ورته زیادتره توجه تخصیص
ورکوی، یو تعریف شوی بیولوژیکی اصل دی، چه د مخالف جنس ماشومانو په تحقیقی ساحه پوری اړه لری!

پس پلارونه باید دخپل هغه مسولیت ته هم متوجه شی، چه باید پلارونه خپل وخت د خپلو انجلیو د ماشومتوب په وخت کی د خپلو انجلیو د روزنه او د ښوهنی پر ساحاتو باندی هم تخصیص ورکړی. تر څو چه د انجلي روزنیز او ښوهنیز تهداب او یا اساس بنستیز او مثبوت وی!

ماشوم کوم "نبات" نه دی چه یوازی د اوبه او لمر د استفادی په اساس "ښه مثمر" شی، ماشوم د ماشومتوب په وخت کی، دیر توجه، روزنی او پالنی ته اړتیا لری، چه متاسفانه زمونږ اکثره افغانی انجلی له یو سالمه او مثمره کورنیز- او بلخصوص پلارنی روزنیز او ښونیز دقیق توجه څخه محروم دی. دلایل یی دیر دی چه ولی اکثره افغانی انجلی له یو داسی سالمه او مثمره پلارنی روزنیز او ښونیز دقیق توجه څخه محرومیږی، خو مادی فقر او معنوی فقر د دا تول دلایلو محتوی ایجادوی.

مثلا دا پلارونه چه له خپل خرابه اقتصادی وضعیت په اساس په شاقه جسمی کارونه کی بوخت دی، له خپل مجبوریتونو په اساس بیا د ورځ په پای کی هم نو دومره حوصله، وخت او قوت نلری، حتی که چیرته روزنیز او ښوهنیز نسخه ګانی هم په ذهن کی ولری، چه خپل لور او یا خپل لورګانی ته د روزنیز او ښوهنیز لارښودونه وکړی. دا دول مشکلاتو ته تر دیره حده پوری کولای شو چه تفاهم ولرو، مګر دا نباید له یاده وباسو چه په کور دننه کی کورنیز کارونه هم خپل "حجم" او خپل "ګرانی" لری، چه اکثرا له دیرو "باندنی کار" څخه زیاد تره "حجم" لری!

افغان ښځه چه نن صبا هم اکثرا د "کور کار او بار" په غاړه لری، دیر تر "کورنیز کار فشار" لاندی دی، دلته یوه جدی پوښتنه مطرح کیږی چه ایا مونږ افغان نارینه تر اوسه پوری، په دقیق توګه، د "کور کار او بار" پر "حجم" پوهیږو؟

ګمان کیږی چه مونږ افغان نارینه اکثرا نه د "کور کار او بار" په حجم، نه د "کور کار او بار" په کمیت او نه هم د "کور کار او بار" په کیفیت کی خپل ځانونه او خپل ذهنونه پوه کړی یو، مګر داسی تقاضاګانی هم لرو چه باید د "کور کار او بار" په شه کیفیت، د ماشوم روزنیز او ښونیز کارونه په شه کیفیت سر ته ورسیږی!

داسی تقاضاګانی که هر چیرته وی، ظلم دی، د ښځی او هم د ماشوم حقوق ماتول دی، له دی کبله چه داسی بی ځایی او هوایی تقاضاګانی کورنیز فضا مسموموی او د ښځه او ماشوم فشارونه نور هم زیاتوی، او موجوده کورنیز مولدیت تضعیفوی!

یعنی په ټولنه کی د "کار عادلانه وېشل" ټولنیز مولدیت ته ارتقا ورکوی، ارامی او رفاه او نکمرغی راوړی!


د موضوع او د مشکل د وضاحت لپاره دلته د افغانی فلسفه پر اساس یو مصنوعی قضیه مطرح کیږی:

مثلا که چیرته زه پخپله په باندی د کور څخه کی، مخصوصا د تابستان په موسم کی، دری ساعته د یو درخت په لاندی پروت یم، دری ساعت په بل درخت په لاندی خپل ملګرو سره پروت یم، زما یوازنی "کار" او "فعالیت" هم فقط او فقط له ما د مخ او له ما د ږیره څخه د مګسانو او یا د مچانو شړل او یا شړنه وی،
په یو داسی ورځ، په یو داسی حالت او وضعیت چه زما ټولنیز مولدیت تقریبا صفر سره نژدیوالی لری او زما عصاب هم لږ نا ارامه دی،
کله چه ماښام بیا زه خپل کور ته لار شم، ایا بیا دا ظلم او بی عدالتی نه دی، چه کله چه زه ماښام کورته ځم بیا پر خپل ښځه، چه تول ورځ د ماشومانو کار او بار، د پخت او پز کار او بار او نور کورنیز کار او بار په غاړه یی درلود، نو بیا اخ او دپ وکړم، او یا وواییم چه ولی نه پوهیږم سابه لږ مرچه ده او خوندوره نه دی،ولی دغنم دودی لږ مالګه لری، ولی پتی ته اوبه نه دی رسیدلی، ولی د ماشومانو کار او بار په درسته وجه نه دی شوی او یا نور داسی بی ځای او تند انتقادونه یی وکړم؟

بی له شکه چه زه بیا یا په نااګانه دول او یا هم په اګانه دول، سره له دی چه د خپل ښځه حق او حقوق تر پښو لاندی کړی یم، پرخپل ماشوم او یا پرخپل ماشومان باندی هم ظلم کړی یم، ځکه چه ددوی روزنیز او ښونیز حقوق هم یا په نااګانه دول او یا هم په اګانه دول تر پښو لاندی کړی یم، نو بیا زما کلنی عایدات، محصولات، او تولیدات هم د زما په همدا ورځنیز مولدیت په تناسب حساب کولای شو.

اوس پوښتنه می دا ده چه تر څه اندازه زه په دا مقصر یم، او تر څه اندازه پوری "زما نااګاهی" په دی قضیه کی مقصر ګنل کیږی؟
ایا دولت او حکومت زما د "عدم اګاهی" په قضیه کی مقصر دی، که نه دی؟
ایا د جماعت ملا د زما د "عدم اګاهی" په قضیه کی مقصر دی، که نه دی؟
ایا زمونږ "اګاهان" د زما د "عدم اګاهی" په قضیه کی مقصر دی، که نه دی؟

له دی کبله چه زه خو نه د ښځه پر حق او حقونه پوه وم، نه د خپل ماشوم پر حق او حقونه پوه وم او نه هم ټولنیز مولدیت ما لپاره کوم معنی درلود!

اوس زیاد تره په دا قضیه کی څوک مقصر دی؟؟؟


دصلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله