د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قوماندان دودکش/ طنز

توریالی ملیار 16.03.2016 13:36

په شرطونو یې خلک د ټوپک شپیلۍ ته برابرول، شرطونه یې هم، نوکی چرس کیلو غوښه، من خربوزه، چارک مڼې او... و، که په یوه ډز به یې سړی چپه کړ شرط یې ګتلی و که نه په قیمار کې به پړ و.

په قوماندان دودکش هغه وخت مشهورشو چې موټی چرس یې په شرط و څکول، وې که دې ټول وڅکول د غنیمت ټول مال ستا او که دې ونه څکول برخه دې پکې نشته، شرط ته چې اړم شو سوباړیو یې وې بیا به د ژوند څکه ونه کړي خو زور یې ښکته له کو.... وخوت څو ورځې پس چې په دم کې شو دوه برابره وحشي و، د شرط سرې قالینې یې په کیلو چرسو او یوه پسه ورکړې، وې به باد آمد به باد رفت د کوپر مال لا ډېر پاتې دی.

د طالب حکومت چې پرې راغی ټوپک یې له لاسونو واخیست وې مرګ دې په موږ حق دی خو موږ خپل حق در بخښلی مګر د سړي په څېر ژوند کوه.

وې چې زده شي په ځوانۍ هیر به نه شي په پيرۍ، سړی پوخ مسلکي و چېرې له خپل کسب اوښت، یو ځل یې په غلا ونیو وې دا ځل هم عفوه بل ځل دې اه پر ځان، د خلکو مالونه یې ترې واخیستل او سړی یې خوشي کړ.

قوماندان دودکش د طالب پاچاهې د خپلې پاچاهۍ په تول تله تلله مګر دې ته یې پام نه و چې سپی هډوکی خوري.... ته نه ګوري، بیا کورونو ته واوښت سړکونو ته ووت او خلک یې وڅېرل خو دا ځل یې چې ونیو، په دریو ورځو کې له دریو محکمو پړ ووت او بله ورځ په لاسپيکر کې چیغې شوې، وې جزا دعمل حق باله شي سړی په جزا رسیږي په سوټویو، څپيړو او لغتو یې خلک سټېډیم ته ور ټول کړل، موږ یې په خدای که له ډاره څېرې ته کتلی شوی مګر یوه ډنګر لنګوټي واله را چپه کړ وې پخواني جرمونه مو ورته وبخښل، مګر له خپل کسب وانه وښت هم غل دی او هم قطاع الطریق.

یوه ملا د قطاع الطریق او غله د جزا په اړه بیانات پیش کړل، لس دقیقې لا پوره نه وې یوه مخ پټي ترې چپ لاس ښۍ پښه پرې کړل وې ټوکې نه دي فرمان دی، حکومت دی قانون دی، بیا یې کړل چې اوس د حکومت له زمه وارئ خلاص دی خو که څوک عرضي شول بیا یې هم لاس تړلی در واخلئ.

له دې غوڅولو او جراحي عملیاتو سره د سړي څېره له کلي ښار ترۍ تمه شوه او ایله خلکو د ارامۍ ساه واخیسته، دودکش بیا په پرې لاس او غوڅه پښه چا ونه لید هم دی ورک شو هم یې د پرې یاران.

کرزی چې راغی، خدا زده دودکش بیا له کومه را نازل شو خلک حیران وو، وې موږ خو خاورې باله مګر دا خوروړی خو بیا تر موږ تېر شو، ظاهري بڼه یې داسې بدله کړې وه چې ته وایې نه یې په شرط او قسم څوک وژلي او نه هم ترې سر کار لاس او پښه پرې کړي. مجاهد، قهرمان ، د جهاد سرلاری او... دا هر څه په ده سپاره ووهم ورته د معلولینو پیسې مقررې شوې، هم د شهیدانو وارث و او هم یې په جهاد کې د لاس پښې بایللو ویاړ لاره.

یوه ورځ عالم د خدای را غونډ و چې کتل مې دی هم نګوښېده او سټیج ته وخوت، خبرې یې شروع کړي، اېنه اېنه کیده بیا په احساساتو کې په ژړا شو او کړل یې په جهاد کې مې کورنۍ تبا شوې، ملګري مې شهیدان شوي، زما لاس او پښې پرې شوي معلول شوی یم، احتیاج شوی یم د اعلای کلمته الله لپاره، د امت مسلمه لپاره، د دین د ساتلو لپاره او د دغه ولس د ژغورلو لپاره.

بیا یې ګیله وکړه ځان یې پیاوړی او حق په جانب وباله وې په خدای چې سرکار اوس هم واک راکړي په دا یوه پښه یوه لاس طالب درته ایل کوم، یو لاس پښه مې د وطن په ساتلو کې قرباني شوي سر خو له اسلام او وطن ځار کړم، په خلکو یې خبرې ډېرې ښې ولګېدې، وې دی که نه دی همدی دی راځئ مخکې یې کړو.

ما مې ملګري ته وې، دا خو هغه پخوانی مسلکي دی چې لاس او پښه یې د غلا په درز کې ولاړل، ده هم څو پلاستیکي پټکې وکړې، ماوې راځه همدا یې وخت چې غږ پورته او د سړي اصلي څېره بربنډه کړو، ملګري مې وې پټه خوله بهتره کرار کینه پخوا خو یې په شرطونو ویشتو اوس دې بې شرطه ولي.