د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا د مينې د جنون قوت وه چه سیلاب غرغښت کړی وو

افغان تحرک 15.03.2016 12:58

د خوږ ژبي ملي شاعر شهید امان الله سیلاب ساپي‌ په لاندنی شعر کی شاعرانه بيان ډېر روان او ساده دی، مګر ښکلا یی، خوند، رنګ، ښايست، پياوړتيا او بلاخره شور ماشور لری.

سیلاب وایی:

" لېونۍ مينې کړم اشــــنا د بـيـابـانـه ســره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو

اوس راتـه غـرونه ګــړنګــونه
ښـــکاري د مينې محـــــلونـــه

د غره په ســر کېږدۍ وهمه دجانانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو

د چـــــــا د شـــوخ نـظـر لـپــاره
پــه غـــرونـو ګــرځـم نـاکــراره

ماته دی غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو

د لـېـونـــــۍ مينې لـــه لاســـه
نـاسـت يم د غم د غره د پاسه

د تـصور پـه ټـال زنګيږم د خپل ځانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو

مينه کـې دومـره بـې پـروا يـم
چې اوس خوشاله په سارا يم

د مينې شـور مې لږېدلی د اســمانه ســره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو

(ســېلابـه ) زړه راتــــه ژړيــږي
وړې سلګۍ مې نـه ودريــږي

اخـــر بــه لاړ شــم لـه دنيا نه د ارمانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو"



د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله