د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"دا د اور سبزه کوبي ده"

افغان تحرک 14.03.2016 11:15

"د اور سبزه کوبي" او یا "د فلک سيلابي کريږې"، دا له هغه شاعرانه ټوپانی ترکیباتو څخه ده، چه له پسرلیز مستی څخه سر چینه اخیستی ده، عرفانی صبغه لری او له "جهانی" اشعارو په قطار کی راځی. اوس چه پسرلی په لاره کی دۍ، بی ځایه نه ښکاریږی چه له دغه مشهور او محبوب جهانی شعر څخه یو ځل بیا خوند، شه احساس او معنوی لذت تر لاسه کړو:


" دا د مستو پسرلی دئ
دا د اور سبزه کوبي ده
هره پاڼه خماري ده
هرګلاب مو شرابي شو


وروي صدفي څاڅکي، ښخوي د مستي تخم
هر نرګس ته يې جام ورکړ،هرګل بوټې يې ياغي شو


دا د مستو پسرلی دئ
دا د اور سبزه کوبي ده
هره پاڼه خماري ده
هرګلاب مو شرابي شو


د سينې په خلوتګاه کې د خاموشې غوغا شور دی
زير او بم پکې ږغيږي، هر شهباز يې فريادي شو


دا د مستو پسرلی دئ
دا د اور سبزه کوبي ده
هره پاڼه خماري ده
هرګلاب مو شرابي شو


په موج خيزه هيبت راغلې د فلک سيلابي کريږې
زمونږ کشتې يې ډوبوله، خپل درياب يې توپاني شو


دا د مستو پسرلی دئ
دا د اور سبزه کوبي ده
هره پاڼه خماري ده
هرګلاب مو شرابي شو


ريږدوي د زړه تارونه، د ګناه شيرنه تنده
ړنګوي د تقوا غرونه، هرکلنګ يې فرهادي شو


دا د مستو پسرلی دئ
دا د اور سبزه کوبي ده
هره پاڼه خماري ده
هرګلاب مو شرابي شو"





د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله