د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا په ملګرو ملتونو کښې د یو ملت یا مملکت استازی دیوې سیاسي ډلې نماینده وی؟

ډ. حمیدالله زړهءور صاپی 13.03.2016 12:03

په دې وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان د سولې خبرو په دولتي، ملي، سیمه اییز او بینالمللي پړاوونو کې د پخوا په پرتله یوڅه خوشبینئ موندلې دې ، د سولې عالي شورا نسبتاََ تر پخوا ښه تره او با تجربه تره جوړښت خپل کړی، او حتی پخپله امریکادسياسي مخلفيو وړاندیزونو ته مایءل شوي ول؛ د افغان سولې داخلي او خارجي دشمنو اجنټانو < چې څېرې ېې ټولو ته مالومې دي ) یو دم له دی چې دا په ډیرو درغلیو، جاسوسیو، افغان وژنو، له فیفټی-ففتی نه هم لا په زیاتو نا حقه امتیازاتو لاسته راوړلو ګټلې ښه! حکومتداري له لاسه ورنکړي، یا لکه د۱۹۹۵-۲۰۰۰ بیا ونه زغلول شي !!،له مختلفو آدرسونو خولې خلاصې کړي او نه د خپل مقام حیثیت او د نه د افغانانو بشري-حقونو ته په حرمت ، د پټو پچو په پیسو رانیول شوې سلاهګانې پر اجیرو بې-مسولیته لڼډغرو وېشي، او د طالب او تروریست په نوم (حال دا چې دوی پخپله دي) پښتون وژنه، بیکوره کول او دربدرولو ته دوام ورکوي، د م.م. له مایکروفون څخه هم د تورو لستونو د اوږدولو غوښتنه کوي!،؛(راديوت۰و۰ یک سره د م ثیقل خبرې)
زه هیڅکله د تش په نامه تالیبانو چې د پنجابي آی-اس-آی جنرالانو او د نورو افغانستاني-ضد اعمالو او اسلامي ضد کړنوسره موافق نه وم او نه یم ، لکه څنګه چې ما خپله د دوی له لاسه ډیر زجرونه لیدلي ، مګر دا د لسټوڼي ماران چې د همهغو طالبانو له خوا  د دې لپاره وزغلول شول چې شر او فساد ېې خلک تر پوزې راوستلي ول او دا دی بیا هم هغه د خوشحال آصفي صاحب او سرلوڅ مرادزي صاب خبره، د اجړاییه ناکامه ډیپلوماسئ او تجربې سره ، اوس د سیلاو په سر هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، کله د روسانو سره د جهاد! چيغې وهي، کله د حزب-وهدت سره د ملت د شهادت!!، او کله هم په ګوانټنامو زندان کې د تور لست د اوږدولو (حال دا چې اوباما په کراتو د دې زندان د بندولو پلان کړی!) ا.د.ن...
.ولې په م.م. کې د افغانستان دايمي نماینده سفیر صایبان ! دا دومره کلونه د بشر-ضد جنایاتو، د بین-الملل قوانینو تر پښو لاندې کیدلو، د پاکستاني راکټونو او د ډرونونو بموریو پر کړنو چې دا ۱/۴ پیړۍ پر افغانستان روان دي ږغ یا ژغ نه پورته کاوء او نه پورته کوي؟؟. ولې د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو ملا تړ نه کوي؟. دا ځکه چې دوی صرف د آغای رباني سفیران دي!، دوی د شورای نسوار، د غیر-مستحقو رتبو میلیارد پرستان دي او د انګریز+پنجاب؛ روس+ایران او تاجکوستان-ازبکوستان!!،او حتی چین+عربان!!!، سرکوزي اجنټان او وطنفروشان دي.په یوه جمله دوی د افغانستان نه بلکه د روس-امریکا د اوږد مهالو ستراتیژیو ، د وطن د تجزېې ، شر او فساد، شیطاني ځالو عملي کګونکي د ۴.مې سقاوۍ غلهء دي.
ولسمشر ته په کار وه چې اول خو ېې د هرې مهمې څوکۍ او مقام ته مناسب ملي شخصیت چې دټول افغانستان استاځیتوب ېې کولای ټاکلی وای؛ او که نه اوس دې هم د دې روباهګانو له ډب-ډب پای نه نه ډاریږي او هر فرمایش دې ورته نه عملي کوي او د اوباما په مرسته دې د جان کیري دا ډرامه ختمه کړي. یعنې ولسواکي د ولس ده ، نه د غ،ع ، نه د زامنو د عبدالاحد خان، نه د راهبرانو د میراثخورو ده.!. چارچوب او چارچوکاټ او چار حدود-اربعه دې په مستهقو، اهل-کار د۱۶ ملیتونو متقیانو ته وسپارئ!.و سلام