د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وړوکي رقيه

زلفانه 12.03.2016 14:18

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ښايي په هره ټولنه کې ستونزې او ننګونې وي، خو په افغاني ټولنه کې بیا د ستونزو ګراف دومره لوړ دی، چې د څه ليکلو لپاره قلم اخلي، نو د خپلو اوښکو په بدرګه به ليکنه سرته رسوي.
دا چې ولې موږ د ستونزو قرباني يوو؟ ولې د رڼا په لټه له تيارو سره غېږ په غېږ يو، د منزل پوړۍ ته د پورته کېدو په هيله غورځېدلي او پرځېدلي يو.
له تېرو څلورو لسيزو راهيسې چې ګران هيواد د جنګ جګړو ښکار دی، هره تپه او هره سيمه يې د وحشتونو کیسې پر ژبه لرې.
په دغه څلورو لسيزو کې نجونې په شهادت ورسېدلې، مېرمنو د کونډتون کړاو تېر کړل او لا اوس هم ځوانې ناوې کونډې کېږي، ښايسته ماشومان بې پلاره شول، مېندې بورې شولې.
حتی د ښوونځي زده کوونکي په ډېر وحشت او بربریت سره په شهادت ورسېدل، دغه ډول وحشتونه د انسانيت په لمن تور داغ دی.
هرکور او کورنۍ دردونه وليدل، وحشتونه يې وزغمل، دغه ټولې کړنې د بهرنيو استخباراتي کړيو په لارښوونه تر سره شوې دي.
دا چې د هيواد هره سيمې د جنګ جګړو په اور لولپه شوې، دنګې ځوانۍ رژېدلې، ککرۍ له تنو جلا شوې او دې ورته په زرګونو نورې کيسې لا اوس هم ناويلې پاتې دي.
محمد اصف هاروني افغان خبريال وو، چې د ژورناليزم سپېڅلي مسلک په وړاندې يې د خپلې وړوکې او خوږې لورکۍ رقيې قرباني ورکړه.
په هيواد کې د بهرنيو کړيو تورو لاسونو همېشه د بد بنيو، بدبختیو او کرکې تخمونه شيندلي، د همدغه کړيو په نغوته يې د اصف هاروني وړوکي رقيه يې له کور څخه تښتولې او تر ننه يې درک نامالوم دی، که څه هم دغه کيسه څو کاله مخکې پېښه شوې وه.
خو په سیمه کې د عنعنوي دود له مخې هغه مهال چې د طالبانو واکمني چليده، نو افغان خبریال چې د غزني له دهيک سیمې سره تعلق درلود، يواځې هغه مهال اصف هاروني خپل ځان ويووست د وړوکي رقيې برخليک لا ترننه مالوم نه دی.
لا تر ننه په هيواد کې دغه بدبختۍ روانې دي، لا تر کومه به له دغه ستونزو سره لاس او ګرېوان يوو، ډېر شمېر نورې کورنۍ هم د د ښمن د شومو موخو قرباني وګرځېدې.
ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت مې د وړوکي رقيې کيسه هم تر تاسو دروسوله.
افغان مېرمنې به کله د خوښۍ په لمڅي د مينې کيسې لولي، کله به ټولنه ورته خپل اسلامي او بشري حقونه ورکړي، زموږ وړې خوېندې لا د ظلم او وحشت قرباني دي.