د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلا له خاورو پورته لور خاورو ته ښکته شوه

توریالی ملیار 10.03.2016 11:49

ورته کیناستو چې د واده په لګښتونو کې لږ را ته وټوخیږي، ولور، د وریجو غوښو لګښت، د خلتیو درجنونه او نوره ټکه پوکه- موږ وې زوم دې غریب دی دغه بار به یې پښې ماتې کړي- اول خو لږ غصه شو وې خدای د وکړي چې له پښو سره یې اوږې هم ماتې شي واده به یې نه کاوه او زما لور به یې نه کوله- د درنو خلکو بار دروند وي، دا یې وکړې خو تر ډېر ټینګار وروسته لږ را ښه شو، خان محمد مې په سترګو کې پوی کړ چې نور د پړي سر مه ورسره نیسه سړی ضدي دی په خدای که یې له خپل خره را کوز کړي، دا خبره خو همدلته خلاصه شوه مګر عیسی خان خپل داستان ته دوام ورکړ:

وینئ دغه کوټې مې ایله د مشرې لور په ولور ابادې کړې، نور وس خو زه نه لرم که نه په خدای که مې یوه درنه اخیستې وای، اوس مې هم چمبر ته حساب کړی په خدای که په دې ولور هم پوره شي خو ما وې زه خپلوي کوم خرڅول نه کوم که نه لور مې را نه ډیرو سترو خلکو په غټو پیسو غوښتې وه.

د واده په ورځ ملاصاحب د نکاح شروع له دې وکړه چې مهر څومره دی، عیسی خان وې دیرش لکه، ما وې څه چې فیصله شوې همغه ووایئ چې میلمانه ستړي دي هر څوک کار روزګار لري ځي به په خپله مخه، سړي وې هغه خو ولور و مهر خو بېله خبره ده.

په مجلس کې ښه ډير ملایان، قاضیان او مفتیان ناست و ټولو په یوه خوله وې چې مهر او ولور یو شی دی، د کلیمې ترجمه ده معنی یې یکي یوه ده، ما یو، پټ ورته پوی کړ چې جمله ورته عربي کړه، دستي یي سر پرې خلاص شو وې په صرف کې راځي چې الفاظ مترادف معنی واحد، ما یې دستي په خبره کې ور ودانګل چې تر دې ستر دلیل به نو چیرته پیدا کړشي، همدا یې ځواب دی، سړي چې د ملا عربي واوریده لږ را ښه شو چې هسې نه په دې خپله خبره کوپر ته ونه وزم.

له چنو وروسته یې وې ځه لس لکه د قاضي صاحب په خاطر پاتې، ټولو ورته جزاکم الله وویل ، هله هله یو څو لکه یې مفتي صاحب ته پریښودې، څو لکونه یې خان، سپین ږیري او ملک ته وبخښلې- د لور د ولور سوغاتونه وو په مفته کې یې په خلکو ویشل اخر په پینځو لکو کلک ودرید، وې قیمتي ده کلا مې نه کولپیږي او پرده مې نه په ځای کیږي نوره خبره مه غوړنجوئ.

د نیک محمد پلار، نور محمد، له مجبورۍ سر وښوراوه، مګر پیسې نغدې نه وې، خو سړي په یوه موزه کې دواړه پښې ننویستې وې پیسې نغدې غواړم که نه لور نشئ را نه ایستلی اخر په عذر او زاریو، زه او یو بل دوکاندار ضمانتي شوو، ګوتې مو ورته ولګولې، معامله خلاصه او ناوې د زوم کور ته را ورسیده.

سبا وختي سړي د کلا ددیوالونو رجې واچولې کولنګ او بیلچې و کړنګیدل او کار شروع شو، بله ورځ سړی ډګ ماته کیناست خط یې را وایست وې را پیسې، له نور محمد سره کیناستو لږ ما کړي لږ دوکاندار لږ نور محمد د سړي پور مو ادا کړ، میاشت نه وه پوره شپیته په شپیتو کې کلا ورسیده د کانتینر دروزاه پکې کیښودل شوه او د سړي ماغزه په کرار شول.

څه وخت یې ګوزاره وکړه او بیا یې بله لور هم په بیه واچوله وې دا ځل بلخانې جوړم او میمانخانه غټوم اخر د کلي د ملک زوی یم نوم نښان لرم خلک چیرته وختل او زه چیرته پاتې شوم، بله لور یې هم په پیسو بدله کړه او د کلا په منځ کې یې کار شروع کړ.

نیک محمد پوروړیو پسې واخیست، یوه ته یې غوا ورکړه، په بل یې د ښځې ګاڼه خرڅه کړه او بل ته یې د پلار پټۍ ګرو کړ.

پاتې پوروړي چې پرې خبر شول عریضه یې پرې وکړه وې د یوه ورکوي د بل نه، سړی یې سیخ په بندیخانه ننویست- میاشت وروسته په واسطو خلاص شو چې څنګه خلاص شو، دوې پښې یې خپلې کړې دوې یې پور کړې د پوهنتون د څلورم کال محصل د نیمروز له سرحده په سیمرغ کې تر کرمان ورسید.

نیک محمد نه شپه کته نه ورځ په یوه تعمیر کې یې کار شروع کړ او هره ورځ یې پورونو ته حساب کاوه چې څه وخت به خلاص او کورنۍ ته به ورسیږي، ملګرو به یې ورته خندل چې هلکه لیونی شوی یې شپه ورځ خپلې ګوتې شمارې، وې غم مه کوۍ اوس مې پور کم کړی.

یوه شپه له ځوان سره پښې یاري ونه کړه په کټاره یې پښه وښویده له درییم منزل لاندې را خطا شو، له مرګه بچ خو دواړه پښې یې ماتې شوې، ملګرویې پیسې ورته ټولې کړې چې تداوي شی، لږ چې ښه شو په خپلو پښو تللی د بل په اوږو کلي ته را ورسېد.

لا یې د دمې چای نه و څښلی چې د کلي له کلینک یې د مېرمنې جنازه ورته را ورسیده، په کلینک کې امکانات نه وو ښار ته د تلو پیسې نه وې ناوې او ماشوم یې دواړه د مرګ مېلمانه شول.

د نجلۍ کورنۍ خبره شوه، ژړا شوه واویلا شوه چیغې شوې، جنازې پورته شوې د ښځې شپه د پلارګنۍ په هدیره کې په ګور شوه او نوی زیږیدلی ماشوم د پلار په هدیره کې تر خاورو لاندې شو.

د نیک محمد لیدو ته ورغلم د ښوریدلو نه وو، ستړي مشي یې هم په څملاستي او په پټه خوله وکړل، د څادر پيڅکه یې کلکه کلکه ژووله او اوښکې یې روانې وې- ما چې ولید له درده زما له خولې هم خبره ونه وتله شیبه وروسته ترې پټه خوله را ووتم.

وړاندې د خان محمد د خوسر کلا له خاورو دنګه ولاړه مګر لور یې تر خاورو لاندې او بیرغ پرې رپیده.
دوه لاروي تیریدل وې په بر کلي کې یې اوس عیسی خان عچوي، د لور سقات یې څنګه ډبل ور کړ، د خیراتونو غوښې یې خلاصیدې نه، دې ته وايي مړی، هر دووس پښې وغزوي چې زه مړ یم د سقات خیرات درک یې نه لګي.